د ابوظبی د کتابونو نړیوال میلی په ترڅ کې ټولی تیارسۍ شویدی

د ابوظبی د کتابونو نړیوال میلی په ۲۹می برخی کی نن له ۵۰ هیوادونو څخه یو زرو څخه زیات د کتابونو ننداره کولو لپاره ټولی تیارسۍ شویدی. هند د کتابونو په میلی کی د درنښت میلمه په حیث نومول شویدی. دا میله به له نن څخه د متحده عربی اماراتو په مرکز کی تر د ۳۰می نیټی پوری دوام ولری. په متحده عربی اماراتو کی د هند استازی نودیپ سینګ سوری وویل چی د درنښت میلمه په حیث د هند انتخاب د دواړو هیوادونو مشرتابه ورسره هند او متحده عربی اماراتو ولسونو ترمینځه او د هغوئی فرهنګی همکارۍ د ټینګو اړیکو ښکاروندوئ دې. نوموړی زیاته کړله چی له هند څخه ۳۰ چاپونکی کتاب خانی په میلی کی ګډون کوی او ورسره له هند څخه لیکوالان هند او متحده عربی اماراتو ترمینځه ګډ فرهنګی تنوع والی په باب رڼا واچوی. د چاپونکی ډویژن څخه د دریو غړو یو ټیم هم په یادی میلی کی ګډون کوی.