ستری محکمی راهول ګاندی ته د رفالی پریکړی په ترڅ کی د سپکاوې کولو نوټس خپوری کړی

ستری محکمی د کانګریس ګوند رئیس ته د رفالی پریکړی په ترڅ کی لومړی وزیر نریندرمودی په حقله د هغه څیړنو لپاره د سپکاوې کولو نوټس خپوری کړیدی. محکمی لدی نه وړاندی وئیلی و څیړنی په غلطه منسوب کړی شویدی. د قاضی القضات رنجن ګګوئي ترمشرۍ یو قضائي ډلی پرون وویل چی هغه به د روانی میاشتی په ۳۰مه نیټه د ښاغلی راهول پرضد د بی جی پی پارلیمان غړی میناکشی لیکی لخوا وړاندی شوی جنایتی سپکاوۍ په خواست او د رفالی جیټ الوتکو په قضئ کی د تیرکال د سمبر په میاشت کی ځنډیدلی کتنی خواست سماعت وکړی.