بجرنګ پونیا د اسیا د غیږ نیونی په قهرمانۍ کې د سرو زرو میډال وګټلو

هند د سه شنبې په ورځ د چین په ژیان کې د اسیا د غیږ نیونی په قهرمانۍ کې د سرو زرو یو میډال، د سپینو زرو یو او د برونزو یو میډال وګټلو.

د نړۍ اول نمره بجرنګ پونیا د سرو زرو د میډال لپاره پرله پسی لس ټکی ترلاسه کړل له دی امله چې د اسیا قهرمانۍ خپل تاج پرځای وساتی. نوموړی د قزاقستان سیاتبیک اوکاصوف ته د نارینو د ۶۵کیلو ګرامو د غیږ نیونی په فاینل لوبې کې د ۷ټکو په تله په ۱۲ټکو ماته ورکړله. دا یی به دی قهرمانۍ کې د بجرنګ د سرو زرو دویم میډال دی کله چې یو یی ۲۰۱۷میلادی کال کې ګټلی و.

د هند یو بل لوبغاړی پروین رانا د ۷۹کیلو ګرامو په کته ګورۍ کې په فاینل لوبې کې د ایران باهمن محمد تیموری پروړاندی د صفر په مقابل په دری ټکو ماته وخوړله او د سپینو زرو میډال یی ترلاسه کړو. د ۹۷ کیلو ګرامو په کته ګورۍ کې ستیا ورت کادیان د برونزو میډال وګټلو کله چې د چین هاوبینګاو ته د دوو په مقابل په ۸ټکو ماته ورکړله.