۶۶م ملی فلمی جایزی به له عمومی ټاکنو وروسته اعلانی کړې شي

د ۶۶م ملی فلمی جایزی به د ۲۰۱۹میلادی کال عمومی ټاکنو وروسته اعلانی کړې شي. د اطلاعاتو او د خپرونو چارو وزارت په یو بیان کې وویل چې د جایزو انتخاب یو آزاد او بی طرفه قضایی ډلی لخوا کیږی په کوم کې چې نامتو فلم جوړونکې او فلمی شخصیتونه شتون لری او هرکال د اپریل په میاشت کې اعلانیږی. که څه هم سږکال د ولسی جرګې ۱۷م ټاکنو او په څلورو ایالاتونو کې د مقننه شوراګانو ټاکنی روانی دی او په دی کې ډير زیات فلم دوست یو ایالت هم شامل دی. وزارت وویل چې د ټاکنو د اخلاقیاتو د ضابطې له مخی د جایزو ورکولو اعلان ځنډول شوی.