د شمالی کوریا مشر د ولادمیر پوتین سره د سرمشریزی ناستی لپاره فارایسټ ته ورسید

شمالی کوریا مشر کیم اوون د روسئ ولسمشر ولادیمیر پوتین سره سرمشریزی ناستی لپاره فار ایسټ ته ورسید. نوموړی په خپل شخصی ریل ګادی کی هغلته ورسید. دا به د روسئ ولسمشر سره د نوموړی لومړی وار خبری اتری وي. کریملین وائي چی هغوئي به نن د بحراکایل د ولادی ووستوک ساحلی ښار ته نزدی ناسته ولری او د کوریا ټاپو د ایټمی ستونزی په باب خبری اتری وکړي. داسی یقین لرلی شی چی کیم د هغی وروسته د ملاتړ لټه وکړی کله چی په هنوئي کی د سږکال په شوروع کی د شمالی کوریا ایټمی وسلو پروګرام په باب د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یو تړون ته ونه رسیدو شو. د ولادیمیر د بهرنی پالیسۍ مرستندوئ یوری یوشاکوف وویل چی په اوسنیو تیرو ورځوکی د کوریا په ټاپووضیعت یو څه مستحکم شوې او روسیه هغه مثبت رحجان نور زیات تقویه کولو په خاطر په هر ځینی امکانی لاره د مرستی برابرلو اراده لری. روسیه پخوا د شمالی کوریا ایټمی پروګرام له مینځه وړلو په خبرو اترو کی ښکیل و .