په مهاراشټرا کې به په پاتې ۱۷ ټاکنیزو حوزو کې د څلورم پړاو پرمهال ټاکنې ترسره شي

په مهاراشټرا کې به په پاتې ۱۷ ټاکنیزو حوزو کې د څلورم پړاو پرمهال ټاکنې ترسره شي. چې له دې سره به په هغه ایالت کې د لوک سبا ټاکنې پای ته ورسیږي. یو څو ځلانده کاندیدان لکه د هغه ایالت د دفاع وزیر ډاکټر سوبهاش بهامري، پونم مهاجن او د این سي پي مشر چهګن بهوجبل وراره سمیر بهوجبل مخکښ سیالان دي. په راجستان کې به د څلورم پړاو په ترڅ کې په ۱۳ ټاکنیزو حوزو کې ټاکنې ترسره شي.