د اې بي یو پنځم دور رسنیزه غونډه پرون په کټمنډو کې پیل شوه

د اسیا بحرالکائیل خپرونی اتحاد (اې بي یو) پنځم دور رسنیزه غونډه د اقلیمي اقدام او طبیعي پیښو پروړاندې د چمتووالي په موخه پرون په کټمنډو کې پیل شوه. ددغې دوه ورځنۍ ناستې موضوعات به د یو باثباته راتلونکې په موخه د رسنیو حل لارې، د ژوند ژغورنه او د محافظتي یا ساتونکو کمیټيو جوړول وي. د دغې غونډې د پرانستې پرمهال د نیپال مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ګوکول پرساد باسکوټا وویل چې د طبیعي پیښو پرمهال رسني د پوهاوي او خبرداري په برخه کې مهم رول لوبوي. هغه همداراز وویل چې هر څوک باید د بشري اخلاقو له مخې د طبیعي اقلیم د اغیزمن کولو د مخنیوي په برخه کې اقدام وکړي. ددغې ناستې مهمه موخه دا ده چې په ټولیز ډول په چټکۍ سره د اقلیم بدلون او طبیعي پیښو په هکله د چمتووالي په تړاو د رسنیو قوت په هکله خبرې وشي او د رسنیو مسلکیان له دعویدارو یا سوداګرو سره په اړیکه کې کړي ترڅو په ګډه سره په عملي پروژو کار وکړي.