ولادمیرپوتین او کیم جونګ اون پرون د لومړي ځل لپاره له یو بل سره ولیدل

د روسیې ولادمیرپوتین او د شمالي کوریا کیم جونګ اون پرون د لومړي ځل لپاره له یو بل سره مخ په مخ ولیدل او د نږدې اړیکو په لرلو یې ټینګار وکړو. دغه لیده کاته د روسیې په پیسیفیک بندر لرونکي ښار ولاډیوسټاک کې ترسره شول. له لیدنې د مخه په یوې مفصلې بیانیې کې دواړو چارواکو وویلې چې دوی غوښتل چې هغو اړیکو ته پراخوالی ورکړي کومې چې د شمالي کوریا بنسټګر او د کیمز نیکه کیم ایل سونګ لخوا د ساویټ متحدو د ملاتړ په موخه رامنځته شوې وې. ښاغلي پوتين د شمالي کوریا مشر ته وویلې چې هغه د کوریا جزیرې د روانو ستونزو د حل لپاره د روانو اقداماتو ملاتړ کوي او غواړي چې له کوریا سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي. له ناستې وروسته ښاغلي پوتین وویلې چې هغه ډاډمن نه وو چې په دې اساس وخت کې دې د شمالي کوریا د هسته یي سلاګانو د لمنځه وړلو په موخه دې د شپږو ګوندونو خبرې بیا پیل شي. مګر هغه وویل چې په هرحال دغه بهیر به پیانګیانګ لپاره د نړیوال امنیت د تضمینولو فرصت ورکړي. د شپږو خواوو ناستې د شمالي کوریا د خالي سلاح کولو په موخه په ۲۰۰۳میلادی کال کې پیل شوې وې. په دغه خبرو کې چین، جاپان، روسیه، امریکا متحده ایالات، شمالي او جنوبي کوریا ګډون کوي. دغه خبرې د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۷ میلادي کال کې ترسره شوې وې.