په بیجینګ کې د نښه ویشتنې نړیوال جام په سیالیو کې هند د سرو زرو مډالونو ترلاسه کړل

په بیجینګ کې د نښه ویشتنې نړیوال کپ په سیالیو کې هند د لسو مترو واټن د ټوپک په نښه ویشتنه او د لسو مترو واټن څخه د توفانګچې په نښه ویشتنه کې د سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره خپل بهیر پیل کړ. ځوانو نښه ویشتونکو مانو بهاکر او سوراب چوهدري د لسو مترو واټن څخه د اییر پیسټل میکسډ ټیم په سیالۍ کې تر ټولو ښه وځلیدل تر دې د مخه انجم ماوډګیل او دیویاش سینګ پنوار د خپل هېواد لپاره د اییر رایفل میکسډ ټیم سیالیو په لړ کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړی وو. په پایلوبه کې بهاکر او چوهدري د چین هېواد جیانګ رینکسین او پینګ وای ته د ۱۶-۶ په توپیر ماتې ورکړه.