هند د خام تیلو زیاتیدونکې نرخونو ګواښ سره مقابله کولو لپاره تیار دی

لیکنه: د جی شری نیواسن

ژباړه : د پښتو څانګې

په داسی حال کې چې هندوستان په ګډون ۷ هیوادونه چې ایران پرضد کاډسا په نامه د بندیزونو قانون په تړاو د امریکا بندیزونو څخه مستثنی ګرځول شوي و، موده یی پای ته رسیږی. مګر په هندوستان یا د تیلو په عمومی بازار یی اغیزه نسبتاً ډیره کمه وه. بیشکه چې تیره میاشت د خام تیلو بیه یو بیرل په حساب ۷۰ ډالره کمه شوه او بندیزونو ته مخامخ ایران او ونزویلا کې د تولیداتو نقصان زیات شو او د تیلو په نړیوال بازار کې سپلاۍ زیانمنده شوه.

باید چې دا یاد ولرلۍ شي چې د برنټ خام تیلو بیه په تیرو دوو میاشتو کې پرله پسی زیاته شوی او تیر دسمبر میاشت کې دا ۵۰ سلنه زیاته شوه. دا بیه د نفت صادرونکې هیوادونو سازمان تولید کونکې ډلی د پریکړی پایله وه چا چی خپل تولیدات کم کړل او بیعی زیاتی شوی. بیا په ګردی نړۍ کې د کمبود عامل له امله قیمتونه پورته شول. هندوستان لپاره چې د خپل اړتیاو ۱۱سلنه خام تیل یی د ایران څخه راواردول د تیری اونۍ د بندیزونو مستثنی مودی پوری یی د بیعی اغیزه له منځه یوړله. ایران ۲۰۱۰میلادی کاله پوری سعودی عربستان نه پس هندوستان ته دوهم غټ تیل صادرونکی هیواد و. وروسته ایران ۷م پوزیشن ته وخوزید. کله چې لودیځ هیوادونو د تهران مبینه ایټمی پروګرام له امله په ایران بندیزونه ولګول او هندوستان له نورو سرچینو څخه سپلاۍ ته مخ واړو.

د هندوستان بهرنیو چارو او د نفتو وزارتونو څخه خبرپاڼې ښایی چې اوس د انرژۍ بدیل سرچینو ته پاملرنه شوی او د هند په بازارونو اغیزه کمیږی. نوي ډيلی یو لوی پلان لری چې له نورو هیوادونو څخه تیل وارد کړی. په عین حال کې د هند د تیلو شرکتونو د ایران تیلو لپاره خپل غوښتن لیکونه وتړل.

عراق اوس پرله پسی دویم کال لپاره هند ته ترټولو غټ خام تیل صادرونکی هیواد پاتی شوی او د ۲۰۱۸-۱۹مالی کال کې د هیواد د تیلو نیمایی څخه زیاتی اړتیاوي پوره کوي. عراق د ۲۰۱۸میلادی کال اپریل میاشت څخه د ۲۰۱۹میلادی کال مارچ میاشت پوری هند ته ۴۶٬۶۱میلیون ټنه خام تیل صادر کړی کوم چې ۲۰۱۷-۱۸میلادی کال کې هند ته سپلاۍ شوي ۴۵٬۷۴میلیون ټنو په پرتله زیات دی. شکر دی چې د انرژۍ غیر روایتی سرچینو ته لاره پرانستل شوی او د تیر مالی کال په لومړی برخه کې په نړیواله توګه د خام تیلو په بیه کې کموالی ملاتړ برابر کړۍ. هندوستان ۲۰۱۷-۱۸میلادی کال کې ۲۲۰٬۴میلیون ټنه تیل وارد کړی وو کله چې تیرکال د خام تیلو واردات یی ۲۰۷٬۳ میلیون ټنه کړل چې د هغی څخه د وړاندی کال په پرتله کم دی.

د نفت او د طبعی ګازو وزارت ویلی دی چې دا د نورو وزارتونو سره په مشوره کار کوي چې د تیلو او د ګازو په وارداتو تکیه والۍ نور کمولو لپاره هدف لاسته راوړی. ۲۰۲۱-۲۲میلادی کاله پوری د تیلو واردات لس سلنه نور د کمولو موخه ټاکل شوی. د نفت تولیداتو خوندی ساتلو لپاره پنځه څانګې لرونکی کړنلاره جوړه کړۍ شوی. په دغه کړنلاره کې د خام تیلو او د ګازو داخلی تولیدات زیاتول، د انرژۍ صلاحیت ته وده ورکول او تیل سپمه کول، د غوښتنی نعیم البدل زیاتول، د بایو تیلو په ډګر کې نه استعمال شوی استعداد نور زیاتول او نعیم البدل او نوي کیدونکې نوری سرچینی کارول شامل دی.

په عین حال کې د هند د نفتو د خوندی کولو ستراتیژیکی شرکت په دری ځایونو نفت د خوندی کولو ستراتیژیکی کړنلاری جوړی کړی. ویشاکا پټنم کې ۱٫۳۳میلیون مټریک ټنه، منګالورو کې ۱٬۵میلیون مټریک ټنه او پادور کې ۲٬۵میلیون مټریک ټنه. دغه اسانتیاوی زیاتولو لپاره ۴۰۹۸٬۳۳کروړه روپیو پانګې منظوری کړۍ شوي کوم چې به د خام تیلو په وارداتو کې راتلونکی لاندۍ باندۍ او د اقتصادیاتو څرخ پرځای ساتلو لپاره د تیلو داخلی اړتیاوی حل کولو لپاره زیانمن کیدونکی سپلاۍ پرضد مرسته وغزوي. هندوستان د خام تیلو بیو په محاز هر ډوله ستونزو مقابله کولو لپاره تیار دی.