امریکې باید یو ځلی بیا د طالبانو سره خبری اتری وکړی

لیکنه: جی ایل کول جلالی

ژباړه: د پښتو څانګه

د امریکې متحده ایالات په هره بڼه کې ترهګرۍ له ریښی ایستلو لپاره د خپلی ژمنی څخه اوړیدلی. د تیرکال جولاۍ میاشت کې امریکې د طالبانو سره په خبرو اترو کې بوخت شو. ددغه خبرو اترو شپږم پړاو د قطر په دوحه کې پیل شو او اوس هم دوام لری. دغه خبرو اترو تراوسه پوری ځینی نتیجه نده ورکړی. د خبرو اترو لپاره د امریکې ځانګړۍ استازی زلمۍ خلیلزاد ویلی دی چې خبری اتری د افغانستان څخه د امریکې ځواکونو پرشا کیدو د ترهګرۍ پرضد تظمین، د دایمی اوربند او سیاسی حل ابتدا لپاره د طالبانو او د افغانستان حکومت خبرې اتری ډاډمن کولو شاوخوا ګرځي.

د ۲۰۰۱میلادی کال د سپټمبر میاشت راهیسی ۱۷کالو لپاره امریکا په مستقیه توګه افغانستان کې ښکیل پاتی شوه کله چې ترهګرو په نیویارک کې د نړیوال تجارت دوه منارونو باندی بریدونه وکړه او د هغی څخه وروسته امریکې د ترهګرۍ پرضد یو جنګ اعلان کړو. امریکې د القاعده او دده مشر اوسامه بن لادن له منځه وړلو ژمنه وکړه. امریکی دا ګنل چې د امریکې په خاوره باندی بریدونو شاته د اوسامه بن لادن لاس و. دا هم اعلان وکړۍ شو چې د افغانستان سره طالبان له بیخه وباسی چې القاعده او دده مشر ته سرسورۍ برابروي او دا چې د نور ترهګر شبکو د ودی مخه ونیول شي.

د هغی وخت راهیسی واشنګټن په هره بڼه کې ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره خپله ژمنه بیا بیا تکراره کړه. لیکن تیرکال امریکې د دویم ځل لپاره د خپلی ژمنی څخه واوړیدو په دی مفکوره چی ځینی ښه ترهګر شتون لری دا تجربه لرل کیده چې ترهګر ترهګر دی او ښه او بد ترهګر نشي کیداۍ. په ټوله نړۍ کې دا احساس موجود دی چې د ښه ترهګرو او بد ترهګرو ترمنځ فرق په ځينی اخلاقی پاملرنو باندی بنیاد نه لری او یوازی هغه ژمنه کمزوره کوي چې له نړۍ څخه ترهګرۍ له منځه یوړل شي.

بل خواته دا مشاهده کړۍ شو چې داسی ځینی سیاسی زیږون به یوازی بنیادګر نظریاتو ته وده ورکړی او د نورو ترهګر بریدونو موجوب وګرځي. تیرکال د طالبانو سره خبرو اترو کې ورداخلیدو لپاره خپلی فیصلی څخه وروسته امریکې سږکال اوایلو کې دا هم اعلان وکړو چې په افغانستان کې ځای په ځای کړۍ شوی خپل ۱۴۰۰۰ ځواکونو کې نیم ځواکونه به پرشا کړی. ددغی فیصلی پراخه غندنه وشوه او آن تردی د امریکې دننه هم دا وغندل شوه او دا خبره د امریکې د دفاع وزیر جیم ماټس د استعفی موجب وګرځيد. یو ځلی بیا دا غندنه د دوو ټکو شاوخوا ګرځي یو دا چې پرشا کیدل دی په ورو ورو ترسره کړۍ شي او واشنګټن دی ترهغی خپل ځواکونه په افغانستان کې وساتی ترڅو چې ترهګرۍ په بشپړه توګه له منځ وړل شوي نه وي. د امریکې متحده ایالاتو په افغانستان کې د طالبانو برلاسۍ له منځه وړلو کې کامیابه شو آن تردی چې اوسامه بن لادن په پرله پسی ډول تر د ۲۰۱۱میلادی کاله پوری پټ پاتی شو. سره له دی امریکی په ناڅاپه ډول خپله توجه عراق ته اړول شروع کړه کوم چې ۲۰۰۳میلادی کال کې د عراق جنګ موجب وګرځيد او وروسته داعش او دده خلافت رامنځته کیدو ته وده ورکړه. ددغه حقیقتونو په ړنا کې واشنګټن ته پکار دی چې خپل پرشاکیدو ژمنی باندی بیا غور وکړی او د نړۍ څخه په ټولو بڼو کې ترهګرۍ له منځه وړلو په ترڅ کې خپلی ژمنی باندی ټينګ پاتی شي.