امریکه او هندوستان ترمنځ سوداګریزې اندیښنی

لیکنه: د ډاکټر لیکها چکربورتی

ژباړه: د پښتو څانګه

په دی وروسته ورځو کې د امریکې د سوداګرۍ وزیر ویلبور روس هندوستان یو داسی هیواد وبللو جې په ګرده نړۍ کې ترټولو زیاته مالیه لری. نوموړی د امریکا سوداګریز اړخونه، هند او بحرالکایل سوداګریز فورم او د مشن ابتکار په ۱۱مه غونډه کې برخه اخستلو لپاره نوي ډيلی ته راغلۍ. دا د امریکا حکومت تر ټولو غټ کلنی سوداګریز مشن دی چې سږکال په هندوستان کې ترسره شو.

امریکا د چین څخه پس د هندوستان ترټولو غټ سوداګریز انډيوال دی. د هندوستان د سوداګرۍ وزیر سره پخپله دوه اړخیزه غونډه کې ښاغلی روس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا شعار تکرار کړو چې (امریکا یوځلی بیا غوره هیواد جوړ شي) نوموړی وویل چې راځۍ چې هندوستان او امریکا ترمنځ اړیکی بیا ښه کولو د لیاری امریکه یو غوره هیواد جوړ کړو. د امریکا د سوداګرۍ وزیر د هندوستان په مرسته امریکا بیا غوره هیواد د جوړول یا میګاویک په نامه یو نوي توری منځته راوست. البته هندوستان او امریکا ترمنځ سوداګریزو اړیکو کې هر څه سم نه دی او پدی کې د اندیښنو څپی روانی دی.

هندوستان د امریکا او چین ترمنځ روان د سوداګرۍ جنګ په وخیم ګرځيدو اندیښمن دی. امریکا فیصله کړی چې له ایران څخه د تیلو په وارداتو بندیز ولګوي او د اولیتونو د عمومی سیستم پروګرام یا جی ایس پي لاندی د هندوستان مراعات بیرته واخلی. جی ایس پي د امریکا د سوداګرۍ یو پروګرام دی د کوم د لیاری چې دا مخ په انکشاف هیوادونو ته د مالی هغه تولیداتو ته د لاس رسۍ اجازه ورکوي کوم چې د ۱۹۷۴میلادی کال د سوداګرۍ قانون د لیاری ټاکل شوی. هندوستان د جی ایس پي څخه مهمه ګټه ترلاسه کونکی هیواد دی. جی ایس پي د ایم ایف این یا د ترټولو غوره هیواد حیثیت څخه جلا دی کوم چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان یا ډیلیو ټي او لاندی ورکړۍ کیږی. ولسمشر ډونالډ ترمپ پلان لری چې هندوستان لپاره جی ایس پي پای ته ورسوي. د امریکا د سوداګرۍ وزیر خبرداری هم ورکړی چې د بدلی په صورت کې هندوستان لخواه د امریکا شیانو لپاره مالیه زیاتول به د ډبلیو ټي او اصولو لاندی مناسب نه وي.

ښاغلی روس زیاته کړه چې د الکترونیکی سوداګرۍ په ترڅ کې د هندوستان نوي قوانین د نوي خپرونو د لیاری د سوداګرۍ لګښت زیاتوي او د احصایی سیمه ایز بندیزونه د امریکې کمپنیو لپاره د کرکی وړ دي. له امریکا څخه د طبعی توکو په وارداتو لګول شوی د قیمتونو حد هم د سوداګرۍ په لار یو خنډ دی. البته دغه ستونزو په اړه دوه اړخیز غونډی به هغه وخت وشي کله چې نوی حکومت منځته راشي. راپور وایی چې د امریکا وزیر هغه وخت بی لاری شو کله چې هغه کتنه وکړه چې هندوستان په ګرده نړۍ کې زیاته مالیه لری. په اصل کې د هندوستان مالیه چې ۷٬۵سلنه جوړیږی د برازیل ۱۰٬۳سلنی او د جنوبې کوریا ۹ سلنی څخه کمه ده.

د امریکا د سوداګرۍ وزیر او د هندوستان د سوداګرۍ وزیر سوداګرۍ او تجارت په ډګر کې هندوستان او امریکا ترمنځ غوړیدونکې دوه اړخیزی اړیکی وستایلی. په ګډه خبرپاڼه کې دا کتنه وشوه چې توکو او خدماتو په ډګر کې دوه اړخیزې سوداګرۍ وده ښودلی کومه چې ۲۰۱۷میلادی کال کې ۱۲۶بیلیون ډالره وه او ۲۰۱۸میلادی کال کې ۱۴۲بیلیون ډالرو ته ورسیده. دا لومړۍ ځل دی چې د دوه اړخیزی سوداګرۍ په فورم کې کوچنې او منځنې شرکتونو ته اولیت ورکړۍ شو.

د امریکې د سوداګرۍ وزیر د امریکا ۱۰۰ سوداګریز مشرانو یو هیت سره راغلۍ. ددی مهم هدف دا دی چې په هندوستان کې اسان تجارت سره مربوط ستونزی وڅيړی او د امریکا کمپنیو ته د بازار ښه لاس رسی په لاس راشي.

د هندوستان او امریکا ترمنځ غوړیدونکی تجارتی نابرابرۍ پخوا هم ولسمشر ټرمپ څرګنده کړی. ۲۰۱۷-۱۸میلادی کال کې امریکا ته د هندوستان صادرات ۴۷٬۹ بیلیون ډالرو په سمون وو کله چې د هندوستان واردات ۲۶٬۶ بیلیون ډالره وو. د ۲۱٬۳بیلیون امریکایی ډالرو دا فرق امریکا لپاره د سوداګرۍ نابرابری یا عدم توازن دی. امریکا په دی هم غور کړۍ چې هندوستان په سیمه ایز سرور احصایه راټولولو لپاره د مالی خدماتو د شرکتونو په ترڅ کې د آر بی آي یا د هند ریزرو بانک تګلاره بدله کړی. امریکا د هندوستان او امریکا ترمنځ مساوي سوداګریزی اړیکې غواړی. البته دا د کتنی وړ ده چې هندوستان د بدلی په ګامونو لاس پوری کولاۍ شي که چیری امریکا جی ایس پي بیرته اخلی. دا د یو هیواد فریضه ده چې خپلی اقتصادی ګټی خوندی وساتی.