د داتا دربار ځان وژونکی برید

لیکنه: ډاکټر زینب اختر

ژباړه: د پښتو څانګه

د لاهور په مشهور صوفي مقبرې داتا دربار کې د روژې مقدسې میاشتې په دویمه ورځ مرګونی برید وشو چې لس تنه پکې وژل شوي او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان دي. دا په خواشینۍ سره ددې خبرې یادونه کوي چې پاکستان اوس هم د ترهګرو ډلو لپاره پټنځای دی چې اوس یې د هغوۍ خپل هېواد په نخښه کړو. دغه ځان وژونکي بریدګر نیغ په نیغه د لوړپوړی ځواکونو هغه موټر په نښه کړ کوم چې د یاد زیارت د هغو زایرینو د ساتنې لپاره ګمارل شوی وو چې د روژې په میاشت کې یې شمیر ډیریږي.

د یادونې ده چې دا لومړی وار دی چې ترهګرو په پاکستان کې داتا دربار په نخښه کړی دی. ګڼ شمیر نور زیارتونه لکه لال شهباز قلندر زیارت په سیهوال کې، د بابا فرید زیارت په پاکپتن کې او د عبدالله شاه غازي زیارت په کراچي کې پخوا په نخښه شوي وو. ددې زایرینو صوفیانه څیرو د ترهګرو کار له دې امله آسان کړ چې ترهګرې ډلې هم په صوفیانه څیرو کې ګرځي. هغه ترهګرې ډلې چې په پاکستان کې میشتې دي لکه، د پاکستان طالبان، لشکری جنګوي او حزب الاحرار چې د سیمه ییزو طالبانو هغه کوچنۍ ډله چې د داتا دربار د پیښې پړه یې پرغاړه اخیستې، ټول صوفیانه مذهب لرونکي د یادو ډلو لخوا مشرک بلل کیږي او دا ځکه چې د صوفیانو کړنې د دوی له مذهب سره یو رنګوالی نلري، له همدې کبله د دوی پر وړاندې سخت نفرت شتون لري.

د داتا دربار زیارت په سویلي آسیا کې تر ټولو لوی د صوفییزم زیارت دی چیرته چې هرکال د کال وروستنیو درې ورځو کې فیسټیوال لمانځل کیږي چې د پاکستان له ګوټ ګوټ څخه ورته ټول سني او شیعه راځي او پکې برخه اخلي. باید چې یادونه وکړو چې د خپل ځانګړي سمبول او لوی شمیر تابعینو په لرلو سره داتا دربار ته په پاکستان کې اغیزاچوونکې څیرې هم ورځي لکه سیاستمداران چې غواړي د خلکو په منځ کې ځای پیدا کړي. نواز شریف چې د یوې اونۍ په ضمانت له بنده آزاد شوی وو، د برید نه یواځې دوه ورځې د مخه یې د داتا له دربار څخه لیدنه کړې وه. ډیرو پاکستاني شنونکو ویلي وو چې د داتا له دربار نه دغه لیدنه په دې مانا ده چې د پاکستان مسلم لیګ ګوند بیا راغللو او دا د دوی یوه ښکارندوینه وه کنه نو که له بلې خوا وکتل شي دوی خو محوه شوي وو. په داسې یو وضعیت کې د یاد زیارت امنیت په هغه هېواد کې لاپیاوړی کړی شوی وو. دا چې امنیتي پرسونل او قانون پلي کوونکي د یو هېواد د سمبول په توګه ګڼل کیږي نو له همدې امله یې په لویه کچه په نخښه کړل.

د لوړپوړی ځواکونو په نخښه کول صوفي زیارت خورا ډیر مهم او مشهور کړ. دغه ځان وژونکی برید د پاکستان هېواد ته دا په ډاګه کوي چې ترهګر لا تراوسه فعاله دي او بریدونه کوي او دوی به د داتا دربار هغه زیارت په نخښه کړي په کوم کې چې په ځانګړې توګه اذکار کیږي. پرته له دې د داتا دربار زیارت له دې امله هم خورا مشهور دی چې هلته د یوې ځانګړې نڅا او موسیقۍ رنګارنګ فیسټیولونه جوړیږي په کومو کې چې زایرین خپل ځان په نڅا او د ډول په غږ کې ورک بلي. دا هغه عمل کوم چې د ډیرو تندروو ډلو لخوا یو غیر اسلامي عمل بلل شوی دی.

علاوه له دي دا لومړی وار نه وو چې د داتا دربار کړنې تر برید لاندې نیول شوي. په ۲۰۱۰میلادي کال کې هم دغه زیارت د دوه پرله پسې چاودنو شاهد وو د کومو له امله چې له ۵۰ تنو زیات زایرین وژل شوي او تر ۲۰۰ ډیر ټپیان شوي وو.

دا باید د پاکستان لپاره له اهمیته ډکه موضوع وي چې د پاکستان ترهګرې ډلې د دوی ځوانان د زیارتونو د ځان وژونکو بریدونو لپاره کاروي. ولایتي چارواکو ویلي دي چې دا ځل د زیارت بریدګر یو ۱۵ کلن هلک وو. دا جوته وي چې تندروې ډلې د پردې ترشاه فعاله دي او د ترهګرۍ د مبارزې لپاره د پاکستان اسټراټيژي ننګوي چې پړه یې ترمخه د حزب الاحرار لخوا منل شوې.

دا باید په نخښه کړۍ شي چې د تیرو دوو کلونو راپدیخوا د پاکستان په پنجاب ایالت کې کومه لویه ترهګریزه پیښه نه وه ترسره شوې. د داتا دربار برید د عمران خان حکومت ته قوي یادونه ده چې تندروه ډلې بیا میدان ته شوې او هغوئ لا تراوسه ندي ختمې شوي. په هغه وخت کې چې مسعود اظهر بالاخره د نړیوال ترهګر په توګه ونومول شو، پاکستان لا تر اوسه هم د ترهګرو سره د مبارزې اړوند ادارې یا فاینانشل ایکشن ټاسک فورس لخوا په تور لسټ کې د شاملولو معاهده نه ده منلې. په داتا دربار زیارت کې ترسره شوي برید سره باید اسلام آباد راویخ شي او مخکې له دې چې لا پسې ناوخته شي باید خپل کور په سمه توګه تنظیم کړي.