امریکا لخواه د ایران د ذروی وسلو له پریکړه لیک څخه په شا کیدل غیردانشمندانه ګام

لیکنه : د سیراج مهندی نقوی

جباړه : د پښتو څانګی

په ایران باندی د امریکا لخوا یو اړخیز اقتصادی بندیزونو یو ځل بیا د نړیوالو پام ځان ته  را اړولی دی . د اروپائی ټولنی ، چین ، روس ،هند او د ټولی نړۍ مهمو هیوادونو هڅی ناکامی ثابتی شوی دی . له ټولو مهمه دا ده چی نړیواله ټولنه اوس پدی فکر کی ده چی هغوی خپلی او که  د امریکا ګټی په پام کی وساتی  او د امریکا د بندیزونو سربیره له ایران سره څنګه خپلی سیاسی اړیکی ټینګی وساتلی شی . په امریکا کی د ټرمپ اداره له لومړی ورځی همدا ټینګار کوی چی ایران د یورانیمو په غنی کولو سره له خپلو ژمنو سرغړونه کوی . د دی تور هیڅ ډوله ثبوت ندی ترلاسه شوی او نړیوالی تولنی هم تل دا هڅه کړی چی امریکا پدی خبره قانع کړی خو بیا هم امریکا له ایران سره د ۶ هیوادونو د ذروی وسلو د نه ځپرولو له تړون څخه ځان باسلی دی . دا مهمه نده چی له ایران سره امریکا څه ډول اړیکی ساتی البته دا د امریکا خپل کار دی . خو ستونزه پدی کی دا ده چی په ایران لګول شوی بندیزونه په دوستو هیوادونو هم منفی اغیزی کولی شی . دی بندیزونو په نړۍ کی د تیلو قیمتونه لوړ کړیدی . ځګه چی په ایران باندی د لګول شویو بندیزونو له وجی کومو هیوادونو چی له ایران څخه  تیل  پیرودل اوس ئی د نړی له نورو هیوادونو څخه اخلی چی په په لوړه بیه تمامیږی . له بندیزونو څخه د امریکا په اقتصاد هم د منفی اغیزو اندیښنه څرګنیږی .  خو په هر حال ټرمپ په دی نسبت نړیوالی ټولنی څخه زیات د خپل هیواد خلکو ته ډیر مسولیت لری  .  لازمه ده چی په نړیواله ټولنه د دی بندیزونو له وجی چی کوم بوج پریوزی امریکا باید د دی  ځواب هم ووایی . چی ولی نړی د امریکا  بندیزونه په ځان ومنی او خپل ټولنیزو ګټو ته تاوان رسوی .

هند د امریکا نږدی ملګری دی . خو پوښتنه دا ده  چی هند باید دوستی په پام کی لرلو سره خپلی ملی ګټی له پامه وغورځوی ؟ تر کومه چی د ایران د اړیکو موضوع ده نو باید وویل شی چی ایران هم د هندوستان د باور وړ ګاونډی دی او دواړه هیوادونه په ډیرو داسی ګډو پروژو کار کوی چی  د هند د اقتصاد د پیاوړی کولو قوی امکانات  لری  .

د امریکا  ټینګار په وجه که  له ایران څخه هند  تیل  رانیول  کم کړی نو  نه یوازی له اقتصادی تاوان سره به مخامخ کیږی بلکی یو ښه منطقوی ملګری سره به یی اړیکی هم ترینګلی شی.  د ټرمپ د اداری له وروستی پریکړی سره هغه هیودونه هم خپه دی کوم چی  ۲۰۱۵  کال کی د ذروی وسلو په پریکړه کی شامل وو . خصوصاً چین او روسیی په امریکا باندی پدی اړه اعتراض هم کړی دی .  ایران هم  د امریکا له خوا د وضع شوی  بندیزونو  وروسته خپل موقف ته تغیر ورکړی او هغو پنځوهیوادونو ته  کوم چی د ذروی وسلو د مخنیوی د تړون غړی دی د لیکونو په وسیله یی دا اخطار ورکړی که چیری دغه هیوادونه په پریکړه عمل ونشو نو ایران به هم له هغه تړون څخه عملاً ځان بیل کړی کوم چی د ذروی وسلو د مخنیوی په هکله شوی دی  .  که چیری ایران په حقیقت کی داسی قدم اوچت کړی نو ایران به د ذروی وسلو لپاره هم ازادی تر لاسه کړی چی د دی په نتیجه کی به په سیمه کی د تاوتریخوالی د ډیریدو اندیښنه هم تر سترګو کیږی .  روسیۍ  د ایران لخواه دا ډول موقف دغوره کولو مسعولیت په  امریکا اچولی . ایران هغو پنځو هیوادونو ته په استول شوی لیک کی خبرداری ورکړی چی که چیری په دوو میاشتو کی په شوی تړون باندی عمل ونه کړی نو ایران به هم له دی پریکړی څخه لاس په سر شی . فرانسی او جرمنی په څیر هیوادونو ایران ته په پریکړه د ټینګ دریدو ټینګار کړیدی .

نوموړی هیوادونه دا هڅه کوی چی په هر صورت باید پریکړه پخپل حال پاتی شی  .  خو اصلی موضوع د ټرمپ د موقف ده چی غواړی ایران که په هر ډول وی باید ټیټ کړی .  چی له د ی وجی په نړۍ کی او خصوصاً په اسیائی هیوادونوکی په اقتصادی او نورو برخو پریوتونکی منفی اثرات په پام کی د نه نیولو سره امریکا هم د خپلو اروپائی ملګرو سره د اړیکو دخرابیدو له خطر سره مخامخ دی .

تر کومه د چی د هند د اړیکو خبره ده نو په دی کی هیڅ شک نشته چی دا وخت د هند او امریکی ترمنځ هم ډیری ښی اړیکی دی .  او په ځینو مهمو برخو د امریکا ملاتړ هم تر لاسه شوی  ، خو پدی کی هم شک نشته چی په ایران د امریکا لخوا لګول شوی بندیزونو اغیزه به په هند هم پریوزی . هند به  د دی بندیزونو له وجی مجبوره شی چی د تیلو د اخستلو لپاره بل بدیل ولټوی خو خامخا به منفی اغیزی د هیواد په اقتصاد راڅرګندیږی . او له بلی خوا به له ایران سره په سیاسی اړیکو کی هم تر یوه حده  له منفی اثراتو انکار نشی کیدای  . مونږ ته لازمه دا ده چی له امریکا یا له ایران سره د خپلو دوستانه اړیکو د ساتلو سره سره خپلو ملی ګټو ټه په لومړیتوب و سره یوی فیصلی ته ورسیږو .