د ملګرو ملتونو په امنیتی شورا کی د هندوستان په دایمی غړیتوب ټینګار

لیکنه: د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګی

له نن څخه ۷۴  کاله پخوا د ملګرو ملتونو سازمان رامنځ ته شو . د دوهمی نړیوالی جګړی نه وروسته  کله چی نړۍ په لوئی تباهی اوښتی وه ، نو د یوی داسی نړیوالی اداری ضرورت په ډیره چټکتیا سره     احساسیدو تر څو نړۍ له دی بدبختیو وژغوری .په تیره پیړی کی نړی له دوو تباه کونکو جګړو سره مخ شوی چی هر څه  پکی لوټ شوی وو نو له همدی کبله نړۍ مجبوره شوه چی پدی غور وکړی تر څو نړۍ له افراطیت ،جګړه غوښتونکو ، او مرګ ژوبلی څخه په امن وساتل شی چی په راتلونکی کی بیا د هیرو شیما او ناګاساکی په څیر پیښی تکراری نشی .   په تیرو ۷۴ کلونو کی نومړی اداره په تدریجی ډول با ثباته او منظمه شوی او د لاندی ادارو زیاتوالی هم پکی شویدی چی د ژوند په بیلا بیلو برخو کی په نړیواله سطح د انسانیت غوره والی او د ژوند د معیارونو د لوړوالی په برخه کی ټینکار کوی .  د خیریۍ کړنو سر بیره د دی اداری بنیادی کړنه د نړیواله سولی د ټینګښت د جګړو او د دوښمنیو د له منځه وړلو په برخه کی هم کار کوی . دا نشی ویل کیدی چی جګړه ، لوټ او د وژنو سلسله په ټپه دریدلی او هر ځای کی پوره سوله ټینګه شوی ، اوس هم د نړی په ډیرو برخو کی پرته له شکه د جګړو میدان تود او ډیری کرغیړنی کړنی اوس هم تر سترګو کیږی .خو په هر صورت دا هم حقیقت دی چی یادی اداری د امنیت په ټینګولو کی بی حده هلی ځلی کړی دی. لږ تر لږه له دوهمی نړیوالی جګړی نه وروسته تر ننه بیا داسی لوی ناورین ندی رامنځته شوی چی نړۍ بیا د یوی لوئی ستونزی شاهده و اوسی لکه څنګه چی ۱۹۳۹ او ۱۹۴۵ کلونو تر منځ برملا شوی وی . دا ویل ضروری دی چی لږ تر لږه یوه داسی ټولنه خو شته چی د ټولی نړۍ ملتونه سره ګډ ناست او پّه مختلفو مسلو باندی خپل نظر وړاندی کوی . له ۱۹۴۵ نه تردی وخته پوری په نړۍ  کی لوی بدلون راغلی دی. سوړ جنګ هم ختم شوی او د یو نړیوال منصفانه نظام د ټینګیدو هڅی روانی دی . په تیرو کی نړۍ په دوو قطبونو ویشل شوی وه خو د سړی جګړی له پای ته رسیدو نه وروسته د ډیر ملیتی ټولنی ته وده ورکول د وخت تر ټولو لویه غوښتنه ده . د نړۍ حالاتو د تیرو ۷۴ ـ۷۵ کلونو په پرتله ډیر بدلون موندلی دی چی ځینی هیوادونه د پرمختګ ډیر لوړ مقام ته رسیدلی او شاته پاتی هیوادونه د پرمختللو هیوادونه په نوم لړ کی شامل او پرمختلونکی هیوادونه د ترقۍ لوړ منزل تر حده رسیدلی دی . ډیر هیوادونه ازاد دی ـ د ملګرو ملتونو اداره هرو مرو باید د حالاتو د بدلیدو شاهده هم واوسی او د لا دیموکراتیکه کیدو لپاره لازمه ده نورو ته هم استازیتوب ورکړل شی تر څو هیڅ یوی سیمی ته دا احساس پیدا نشی چی ګواکی د ده مناسب استازی پکی نشته دی ـ هند په ملګرو ملتو کی همیشه مثبت رول ادا کړی دی  په خاص ډول په هغه هڅو کی کوم سره چی نړیوال امنیت ته قوت میلاویږی .نوموړی په دی برخه ښکاره رول لوبولی دی .

د ملګرو ملتونو په سازمان کی د امنیت د شورا د پراخوالی ضرورت له څو لسیزو راهیسی احساسیږی . خو تر اوسه د نوموړی سازمان د دایمی غړو په شمیر کی هم زیاتوالی ندی راغلی .هند د ځینی نورو مهمو هیوادونو په څیر په قانونی ډول د دی غړیتوب دعویدار دی . د خوښی او اطمینان  خبره داده چی نړیوالو لخوا د دی غوښتنی کلک ملاتړ کیږی .په دی ورستیو کی په ملګرو ملتو کی د فرانسی فوق العاده استازی په دی خبره ټینګار کړی چی د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ د غوره والی لپاره ضروری ده چی د هند او له هغه سره سره جرمنی ،جاپان او برازیل په څیر هیوادونو استازیتوب هم باید ومنی . په ملګرو ملتونو کی د فرانسی فوق العاده استازی دا هم ویلی چی د فرانسی هیواد په لومړیتوبونو او په ستراتیژیکی اولیتونو کی هم دا خبره شامله ده چی باید نوموړی هیوادونه په هر حال باید د امنیتی شورا غړی وټاکل شی.