د هند او ویتنام اړیکې مخ پر زیاتیدو دي

لیکنه: د پروفیسور راجارام پانډا

ژباړه: د پښتو څانګه

د هند مرستیال ولسمشر ایم وینکایا نایډو ویتنام ته څلور ورځنی رسمي سفر ترسره کړو چې موخه یې له ویتنام سره د هند هراړخیزو سټراټيژیکي اړیکو ته پیاوړتیا ورکول وو. دا یوه عادی خبره ده چې د هند او ویتنام اړیکې د وخت په آزموینه کې قرارلري. ددې ترڅنګ چې مرستیال ولسمشر د ویتنام له سیاسي رهبرانو سره ناستې لرلې ښاغلي نایډو په ویتنام کې میشتو هندي ټولنو ته هم وینا وکړه او د هند او ویتنام ترمنځ اړیکې یې وستایلې. مرستیال ولسمشر له خپل ویتنامي سیال ډانګ تهي ګاک تهین، د ویتنام له لومړي وزیر ګویین سان پهوک او د ملي شورا له مشرې ګویین تهي کیم ګان سره لیده کاته وکړه. ښاغلي نایډو د ویتنام د هانام ولایت په تام چوک پاګوډا کې د ملګرو ملتونو لخوا د ویساک ورځ ۱۶م پړاو لمانځغونډه کې هم ګډون وکړلو او هغې غونډې ته یې ارزښتمنه وینا هم واوروله. دغه غونډه نړیوال مشرتابه او ګډو مسوولیتونو او پایدارو ټولنو ته د بودیزم لاسرسي په موخه جوړه شوې وه.

د دواړو هېوادونو د سیاسي مشرانو دوړه اړخیز سفرونه ددې لامل شوي چې ددې هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې په یو لوی سټراټيژیک شراکت بدل شي چې دا کار د هند د لومړي وزیر نریندر مودي لخوا ویتنام ته د ۲۰۱۶میلادي کال په سفر کې ترسره شوی وو. په ۲۰۱۸میلادی کال کې د مرستیال ولسمشر لخوا سفر هم د لوړې کچې د سفرونو د لړۍ یوه برخه وه چې بیا د ویتنام لومړي وزیر او ولسمشر لخوا په ۲۰۱۸میلادي کال کې هند ته په سفر کولو سره دې لړۍ ته دوام ورکړل شوه. د سفرونو دغه تبادلې په بیلابیلو برخو کې د عالي کچې همکاریو لامل شوې چې دفاعي او امنیتي اړیکې یې پیاوړې کړې، نوي اقتصادي او سوداګریزې اړیکې یې رامنځته کړې او د ولسونو اړیکې یې له ولسونو سره لا ژورې کړې. دواړو خواوو د سولې، امنیت او روڼتیا د پراختیا په برخو کې ګډې غوښتنې له یوبل سره شریکې کړې.

په بهرنیو هېوادونو کې میشتو هندیانو ته لاسرسي د هند د بهرنۍ پالیسۍ د یوې مهمې آلې په توګه وده وکړه. د هند مرستیال ولسمشر په هانوی کې هندۍ ټولنې او د هند ملګرو ته وینا وکړه او بهر میشتو هندیانو ته د لاسرسي په موخه یې د هند حکومت پر لومړیتوبونو ټینګار وکړو.

کله چې ښاغلي نایډو د ویتنام له مرستیال ولسمشر سره په پراخه کچه خبرې اترې درلودې نو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو په پیاوړي کولو یې ټینګار وکړو. ښاغلي نایډو په انډو پیسیفیک سیمه کې د امنیت او رغنیزو چارو پر اهمیت ټینګار وکړو ترڅو ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو ته درناوی وشي. د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه دوه اړخیزې اړیکې د دوه پلوه باور، تفاهم او د سیمې او نړۍ په هکله د نظرونو د هم رنګوالي پربنسټ ولاړې دي.

په حقیقت کې ویتنام د هند د ایکټ ایسټ پالیسۍ په برخه کې یوه سټراټيژیکه ستن ده او په آسیان کې د هند کلیدي پلوي هېواد دی نو له همدې امله دواړه هېوادونه غواړي چې دوی خپلو کې سره هوکړې ته ورسیږي چې د چین په سویلي سمندر کې کوم هېوادونه باید کوم ډول چلند وکړي. د انډو پیسیفیک بایو جغرافیایي سیمه ده چې د هند سمندر او غربي او مرکزي پیسیفیک او همداراز د سویلي چین سمندر څخه جوړه ده. د امریکا متحده ایالاتو یو لړ تمرینات (د لارښوونو خپلواکي) په نوم د سویلي چین ولکې لاندې سمندر په سیمه کې ترسره کړل چې د بیجینګ لخوا یې غبرګونونه راوپارول او ویل یې چې دا د بل په حاکمیت کې ښکاره مداخله ده.

دا په داسې حال کې ده چې چین دغه سیمه یواځې خپله بولي خو برونای، مالیزیا، فلیپین، ویتنام او تایوان هم وایي چې دغه سیمه د دوی په سیمو کې موقعیت لري. له دې سره د سویلي چین سمندر په یوه قوي ناورین لرونکې سیمی بدل شوی.

په دوه اړخیزه کچه، د هند او ویتنام ټولې دوه اړخیزې اړیکې په ډیرو برخو کې د څو اړخیزو اړیکو د جوړولو سبب ګرځیدلي. دواړه هېوادونه د دفاع او امنیت، د اټومي انرژۍ په سوله ییزه توګه کارول او بیرونۍ خلا، ساینس او ټکنالوژۍ، تیل او ګاز، بیا نوې کیدونکې انرژۍ، د زیربنا پراختیا، کرنې او د نوښتونو په برخو کې خپله همکاري پیاوړې کوي.

اوس مهال دوه اړخیزه سوداګري په ۱۴ بیلیونه ډالرو ولاړه ده. دوه برابره د هغې کچې چې درې کاله د مخه ۷٫۸ بیلیونه ډالره وه. دواړو نوې ډیلي او هانوی تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې هدف ټاکلی چې دغه دوه اړخیزه سوداګري به ۱۵ بیلیونه ډالرو ته لوړوي. که تیر وخت ته وکتل شي نو دغه هدف هم د ترلاسه کولو قابل دی.

د یوې اوږدې مودې لپاره په اړیکو کې یو څه ښکیلتیاوې پاتې دي. په حاضر وخت کې د نوې ډيلي او هانوی ترمنځ کوم نیغ په نیغه هوایي پرواز شتون نلري. تر دې دمخه دې کار کوم سوداګریزه بڼه نه درلوده. لیکن د دوو پایتختونو ترمنځ نیغ په نیغه هوايي پروازونه شوني دي چې د ۲۰۱۹میلادي کال په وروستیو کې به د هندۍ الوتکې له لورې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شي. کله چې دغه کار بشپړ شي نو دا به د دواړو هېوادونو لپاره یو بل هدف وي چې پوره کوي یې او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ او ګرځندویۍ چارو د تبادلې د پیاوړتیا سبب شي.