هندوستان د ترکۍ سره خپلې بوختیاوی ژوری کړې

لیکنه: د دیپنجن رای چودری

ژباړه: د پښتو څانګه

هندوستان او ترکۍ په دی ورستۍ کې خاموشه مګر حتمی وده ترسره کړی او د لوړپوړی چارواکو په کچه پرله پسی غونډو د لیاری یی خپل انډیوالتوب معیاری ګرځولۍ. ترکیه دا موخه لری چې راپورته کیدونکې ملګری، هندوستان او عنعنوي ملګرۍ، پاکستان ترمنځ خپلی اړیکی سره جلا کړی. انقره خپل ولسمشری مشاور ډاکټر ابراهیم کالن نوي ډیلی ته راولیږلو چاچې د ترهګرۍ پرضد او د تعصب څخه په پاکه همکاری پراخ واټنه خبری وکړی چې په خپل انډيوالتوب کې اقتصادی زرغونتیا راولی.

هندوستان د ترکۍ د انډيوالتوب لټه کړی چې د پولی بل اړخ څخه خوریدونکې د ترهګرۍ ستونزه هواره کړی چې پخپله اوږدی مودی راهیسی ددی ښکار پاتی شوی. په سرلانکا کې د ترهګرۍ د بریدونو اوسنۍ ستونزه هم هغه وخت د غونډی یوه موضوع پاتی شوه کله چې ابراهیم کالن د هندوستان ملی امنیتی مشاور اجیت ډوول سره وکتل. دواړو اړخونو په نړیوالو او سیمه ایزو ستونزو د نظریو تبادله وکړه چې ورکې د جنوبې اسیا او د لودیځ اسیا په اړه موضوعګان شامل دی. دواړو اړخونو د ټولو هیوادونو اهمیت پرګوته کړو چې یو بل سره مرسته وکړی او د ترهګرۍ ستونزه له منځه یوسی خوا که په هر شکل او بڼه کې وي او داسی د ترهګرۍ مرتکب او د ترهګریزو بریدونو ملاتړ کونکې قضاوت ته راولی. د دواړو هیوادونو څخه چارواکو په تهزیبی او کلتوری رابطو هم ټينګار وکړو.

د ډاکټر کالن ددغه لیدنی یو مهم عنصر دا و چې لوړپوړی اسلامی پوهانو سره یی غونډه وکړه څنګه چې نوي ډيلی او انقره تعصب له منځه وړلو په ډګر کې مرستې لپاره خواهیشمند دی. ددغه غونډې هدف دا و چې د هند په کلتور او په اسلامی عنعنه ښه تفاهم ترلاسه کړۍ شي.

هند څخه د ډاکټر کالن د لیدنې څخه پس د ترکې بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیدات اونال له هندوستان څخه دری ورځنۍ لیدنه وکړه. نوموړی د بهرنیو چارو په وزارت کې د لودیځ سکرټر جیتیش ای سرما سره وکتل او سوداګرۍ ته وده ورکولو په موخه فرستونه او د پانګونې اړیکو په ګډون د دوه اړخیز اړیکو په راز راز اړخونو یی پراخ واټنه بحث وکړو. دواړو اړخونو په خپلو خپلو سیمو کې د روان وضعیت ارزونه وکړه او په ګڼ اړخیزو ستونزو یی د نظریو تبادله وکړه.

د پاکستان څخه ګواښ په شا تمبولو لپاره د ترکې ملاتړ حتمی دی ځکه چې انقره د اسلام آباد عنعنوی ملګرۍ پاتی شوی البته د ترکې ولسمشر رجب طیب اردوغان جنوبې اسیا ته د ترکې پړاخ بنسټه لاسرسی د زیاتولو لټه کړی.

۲۰۱۷میلادی کال کې هند څخه د ښاغلی اردوغان لیدنی د هندوستان سره جلا ډوله اړیکی د جوړولو اشاره کړی وه څنګه چې هغه د هندوستان لومړی وزیر سره شخصې اړیکو ته وده د ورکولو لټه وکړه. ولسمشر اردوغان په خاصه توګه په دی حقیقت ډير متاثره شو چې هندوستان چې د نړۍ ترټولو غټ جمهوری هیواد دی هغه وخت یی د هغه حکومت سره بوختیا وکړه کله چې یو څو کاله وړاندی د هغه تخته پرزولو لپاره د شوي کودتا ډير وخت لا نه و شوی. هندوستان په فعاله ډول د لودیځ اسیا دری ستونونو- سعودی عربستان، ایران او ترکۍ سره بوختیا زیاته کړې چې د پاکستان سره چلند وکړۍ شي کوم چې د پولی بل اړخ څخه ترهګرې د خپل هیواد یوی تګلاری په توګه کاروي.

ګرځند، سمارټ ښارونو، زیربناو، بنسټيزی اډاوڼې او د معلوماتو او تکنالوژۍ په څير جدی ډګرونو کې د سرمایه کارۍ فرستونه هم دواړو هیوادونو لخوا ولټول شول. ۲۰۱۷ میلادی کال کې هند ته د ترکې ولسمشر سفر راهیسی دوه اړخیز سوداګرې پرله پسی غوړیدلی او دا وخت ارزښت یی ۸٬۶ملیارده امریکایی ډالره جوړیږی. هدف ټاکل شوی چې ۲۰۲۰میلادی کاله پوری دا ۱۰ ملیارده امریکایی ډالرو ته ورسول شي. ترکیه د استحلاک کونکې شیانو په ډګر کې په چټکه وده کوي او د هند بازارونو ته د ورننوتلو په لټه کې دی.

هندوستان او ترکې ترمنځ سوداګرې په تیره یوه نیمه لسیزه کې ډيره زیاته شوی. ترکې ته د هند په غټو صادراتو کې د منځنې کچې تیل او خاشاک، مصنوعی فلمنټس او استعمال شوي تارونه، خودکاره پرزه جات او کارول کیدونکې شیان او نامیاتی کیمیاوي مواد شامل دی. هندوستان ته د ترکې په صادراتو کې مات شوي او نه مات شوي د ډوډی تخمونه، مشینرې او میخانیکی توکې، د وسپنې او د پولادو مواد، غیر نامیاتی کیمیاوي مواد، غمي او کره او غیر کره تیګی او فلز، نقلی جواهرات، ماربل او داسی نور شیان شامل دی.

هندوستان او ترکې ترمنځ تاریخې پیوستون هم شتون لری. لومړی نړیوال جنګ په پای کې مهاتما ګاندی په خپله ترکې پرضد کیدونکې نا انصافیو په وړاندی سخت دریځ غوره کړۍ و.