نوی ډيلی ته د جواد ظریف سفر

لیکنه: د ډاکټر آصف شجاع

ژباړه: د پښتو څانګه

د ایران بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف نوي ډيلی ته مسافرت په داسی حال کې ترسره شو کله چې د امریکې متحده ایالاتو او ایران ترمنځ نښته زیاته شوی. د ایران بهرینو چارو وزیر د هند بهرنیو چارو وزیری سره لیدنه وکړه او دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو ګټو ټولو دوه اړخیز مسلو باندی بحث مباحسه ترسره شوه. دغی غونډې دواړو مشرانو ته موقع پلاس ورکړه چې رابرسیره شوی سیمه ایز وضعیت باندی د نظریاتو تبادله وکړی چې ورکې د افغانستان مسله شامله ده. څنګه چې هند د ایران سره د پیړیو راهیسی شریکی کلتوری اړیکی لری دواړو هیوادونو دوه اړخیز مناسبات او د انرژۍ او رابطې په ساحه کې د انډيوالۍ په علت نور زیات پیاوړه شوی. ایران د هند انرژۍ امنیت قلمرو کې یو ستر مقام لری او یوی اوږدی مودی لپاره هند ته تیلو سپلاۍ کونکو ترمنځ په ستر سپلاۍ کونکی پاتی شوی آن تر دی چې د ایران پرضد د امریکی متحده ایالاتو بندیزونو اوسنې پړاو په دوران کې چې ورکې واشنګټن انکار کړۍ چې ځينی هیواد ته د تیلو وارداتو معافی ونه غزوي. د زروي تړون څخه مخکې هند د امریکې متحده ایالاتو بندیزونو تیر پړاو په دوران کې دغه روش تعقیب کړۍ و کله چې هند د تادیاتو جریان په ترڅ کې د سخت بندیزونو باوجود د ایران څخه خام تیلو وارداتو ته دوام ورکړو. هغه وخت په دوران کې ایران ته د هند ملاتړ د تهران لخوا تصدیق کړۍ شوی و او په دی ترڅ کې د ښاغلی ظریف اوسنۍ دوره دی ولیدۍ شي.

هند د امریکی متحده ایالاتو سره هم شریک ستراتیژیک ملګرتیا لری چې د کوم سره ایران د ۱۹۷۹میلادی کال اسلامی انقلاب راهیسی تقریبا څلور لسیزو کش اړیکی لری. په نژدی تیر کلونو کې د امریکې متحده ایالات د هند لپاره زیات مهم دفاعی ساز او سامان ترلاسه کولو منابعو ځینی یو پاتی شوی. هند د امریکې سره د ګڼ سوی مناسبات هم لری او یو شمیر هندی تاسیسات په متحده ایالاتو کې غټ سوداګرۍ مفاد لری. په داسی تناظر کې هند د امریکی متحده ایالاتو سره د عزت او احترام وړ اړیکې لری او ایران هند یو مهم مقام ورکړۍ. په مثبت توګه کتلو د هند دغه مقام د ځینی منځګړی رول لوبولو وسیله هم کیداۍ شي چې موجوده بهران کم کړۍ شي که چیری نوي ډيلی ته ددی لپاره موقع ورکړۍ شوه.

که څه هم هند د عملیاتو ګډ جامع پلان په ترڅ کې یو فریق ندی دغه پلان باندی د ملګرو ملتونو امنیتی شورا ټول پنځه دایمی غړو ورسره آلمان او ایران ترمنځ موافقه شوی وه. نوي ډيلی د زروی لوزنامی هرکلۍ وکړو.

هند دغه زروی لوزنامه د یو فعاله لاری په حیث ګڼې چې د ایران زروي شخړی شاوخوا بحران لمنځه یوړل شي. هند دا خبره تصدیق کړی چې ایران په پرله پسی توګه دا تړون شرایتو سره چلند کوي. اوس ایران هم دا فیصله کړی چې د امریکی متحده ایالاتو اوسنۍ پالیسیو ته په عکس العمل کې د زروي تړون ترلاندی خپل ځینی ژمنو څخه پرشا شي.

هند په یو داسی حال کې دی چی رابرسیره کیدونکې انکشافاتو ترلاندی د عملیاتو خپله لاره غوره کړی. موجوده تناظر ترلاندی نوي ډيلی ته د ایران بهرنیو چارو وزیر مسافرت د هند ملاتړ د ایران لخوا تصدیق په تناظر کې ولیدۍ شي. تهران هڅې کوي چې د امریکی روان پړاو بندیزونو ترلاندی هند ته د ایران تیلو واردات جاری ساتلو لپاره لاری ولټوي. دا هم ممکن دی چې د جواد ظریف مسافرت د لیاری ایران هند ته اشاره ورکوي چې یو داسی رول دی ولوبوي کوم چې د ایران او امریکی ترمنځ تاوتریخوالی کم کړی ځکه چې دواړه هیوادونو سره د هند دوستانه اړیکی دی.