په نوي ډيلی کې د ډبلیو ټي او د وزیرانو غونډه

لیکنه: جی سرینیواسن

ژباړه: د پښتو څانګه

د خصوصې او د تفریقی سلوک جریان تقویه ګرځولو لپاره یوه جدی هڅه چې د ډبلیو ټي او یا د سوداګرۍ نړیوال سازمان نادار او مخ په انکشاف هیوادونه بااختیاره وګرځولۍ شي، د نوي ډيلی د وزیرانو په جرګه کې وشوه. پدغه غونډه کې مخ په انکشاف هیوادونو ته غږ وشو چې د سوداګرۍ راز راز نړیوالو تړونونو مراعات او نرموالی وکارولی شي او د ډبلیو ټي او ترنظارت د سوداګرۍ ګڼ اړخیز سیستم ته وده ورکړۍ شي. په نوي ډيلی کې اوس اوس دا غونډه پای ته رسیدلی چې د ډبلیو ټي او د سوداګرۍ په غونډه کې شتون لرونکې تعاتل له مخه یوړلی شي او پدی حال کې له ۲۲هیوادونو څخه لوړ پوړی چارواکو لخوا د ګڼ اړخیزې جزبې روایت خوندی وساتل شو چې د ډبلیو ټي او په اوسنی تحولاتو څیړنی وشي او د ټولو غړو سره کارکولو لپاره لاری چاری راولټول شي چې د سوداګرۍ نړیوال سیستم ځواکمن شي. د ډبلیو ټي او د تنازې د حل استناف موسسی ته غړی د ټاکلو مخالفت لپاره د ټرمپ انتظامې موقف څرګند شو چې د سوداګرۍ په تنازه کې نامساعد فیصلی امریکی ته ونه سپارلی شي. د ګڼ شمیر هیوادونو سره یی روانې سوداګریزې جګړې یو لړ هیتونو لخوا غندل شوی.

د ډبلیو ټي او ټولو غړو لخوا دا پرګوته شوی چې د استناف په موسسی کې خالی ځایونه بیله ځنډ ډکولو لپاره ګټوره بوختیا ولرلی شي او پداسی حال کې د تنازعی حل په ترڅ کې د میکانیزم کارکردګۍ لپاره په نورو ستونزو بحث ته دوام ورکړۍ شي. د هند د سوداګرۍ وزیر په جرګه کې خپل غږ پورته کړو او کتنه یی وکړه چې دا جرګه په داسی حال کې ډيره مهمه ده کله چې غټو سوداګریزو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندیښنو څخه لږ راحت مخته راغلۍ او تحفظ خوښونکې رجحاناتو خپل سرونه راپورته کړی او دا د آزادنه اومنصفانه سوداګرۍ په ګټو د خپل خطر سوری اچولۍ شي چې لسیزو راهیسی د جنګ څخه په وروستنۍ تناظر کې یی خوشحالی رامنځته کړی. د هندوستان وزیر د وزیرانو په لومړی اجلاس کې دا سخته دعوه هم وکړه چې مخ په انکشاف نړۍ کې ۷٬۳م بیلیونه خلک ژوند کوي او باید چې هغوي د ودې له ګټو څخه بی برخې پاتی نشي ځکه چې ډبلیو ټي او یوه داسی موسسه ده کومه چې د سوداګرۍ، نه چې مرستی د لیارې د هیوادونو د انکشاف او د ودی ستونزې هواروي. هم دغه راز اندیښنې په څرګندولو د ډبلیو ټي او ډایرکټر جنرال روبیرتو ازویدو د ډبلیو ټي او د اصلاحاتو په ترڅ کې روانې څيړنې پرګوته کړی او ګڼې ګوڼې ته یی وویل چې دا ستاسو خپل سازمان دی او پدی بحت کې خپل غږ د اوریدو په موخه پورته کړۍ. نوموړی د ډبلیو ټي او د کار ټولو ۳ ستونونو- څارنه، د تنازعی حل او مباحثو کې د غړو د څيړنو خاکه وړاندی کړه. نوموړی وویل چې مخ په وړاندی یوه ښه لاره دا ده چې د سوداګرۍ د اسانتیاو تړون ډوله ماډل خپل کړۍ شي چیرته چې هیوادونه خپل بنچ مارک ټاکلۍ شي. مګر هندوستان او چین په ګډون ۱۷غړو وویل چې د خصوصې او د تفریقی سلوک میکانیزم د مخ په انکشاف هیوادونو حق دی چې باید خوندی وساتلی شي او د ډبلیو ټي او په اوسنی او راتلونکې لوزنامو کې ورته د کم پرمختللی هیوادونو پاتی ستونزو ته اولیت ورکولو سره تقویت ورکړۍ شي. ۵ غړی هیوادونو- قزاقستان، ترکې، ارجنټينا، برازیل او ګواتیمالا ګډه بیانیه لاس لیک نکړه. البته په ډبلیو ټي او کې د هندوستان دایمی استازی جې ایس دیپک وویل چې د خصوصې او تفریقی سلوک په میکانیزم د هند موقف بلکل واضع دی. دا د ډبلیو ټي او د میکانیزم یوه مهمه برخه ده. هندوستان دا هیواد نور په ویشلو باور نلری.