من کی بات

 

نمسکار/ سلامونه  : الوهیوادو خوږو  زما

زمونږ هیواد پدی ورځو کی له یوی خوا د بارانونو خوند اخلی ، او له بلی خوا د هندوستان په هره څنډه کی یو نه یو ډول جشن یا میلی وی چی تردیوالی پوری ټول همدا روانی دی . شاید زمونږ نیکونو موسمی دوره ، د ځمکی دوره او د ټولنیز ژوند ترتیب په دا ډول جوړ کړی چی په هر ډول حالاتو کی ، ټولنه کی ، کله هم پیکه والی را نشی.تیرو ورځو کی مونږ ډیر جشنونه ولمانځل. پرون دلته د هندوانو پیغمبر بهګوان شری کرشن جی مهاراج میلاد شریف مبارکه ورځ ولمانځل شوه. ایا څوک دا فکر کولی شی چی څه ډول شخصیت به وی؟ چی نن زرګونه کاله وروسته هم هر جشن د نوی والی سره مونږ ته راځی. نوی الهام سره راځی، د نوی انرژۍ سره راځی، او د زرګونو کالو پخوا ژوند پدا ډول چی نن هم د ستونزو د حل لپاره مثال وړاندی کولۍ شی، الهام رابښلی شی. 

هر شخص د بهګوان شری کرشن جی مهاراج له ژوندون څخه د ننۍ ورځی د مشکلاتو د حل لاری لټولی شی . د دومره ځواک د درلودو سره سره کله به په مستۍ کی ډوب شو او کله به د غواګانو تر منځ ، او کله هم د شودو پلورونکو تر منځه لوبی کول .کله شپیلۍ غږول ، د بی شمیره تنوع والی څخه ډک شخصیت ، د بی کچی صلاحیت خاوند ، خو د ټولنیز ځواک ته  وقف ، ولسی ځواک ته وقف او د خلکو په یوالی راوستلو کی د لوړ مقام او لوی فکر خاوند دی. دوستی باید په څه ډول وی. د دی لپاره د حضرت مبارک خوږ ملګری شریمان سوداما جی څوک هیرولی شی؟ او د جګړی په ډګر کی د دومرو ډیرو القابو باوجود یی د کوچوان یا بګی چلونکی دنده هم تر سره کړله. کله د لاری منځ نه تیږو پاکول ، کله د خوړو لوخی اوچتول یا ټولول ، غرض دا چی په کار کی یو نوی والی حس کول هم د حضرت مبارک له لویو کړنو څخه شمیرل کیږی . نن ورځ کله چی زه تاسو ته مخاطب یم نو زما فکر د 

دوو داسی شخصیتونو په لور ګرځی چی یو ئی د سودرشن چکردهاری (یانی سودرشن په نامه یوه وسله لرونکی ) موهن ( بهګوان شری کریشن ) او بل د اوبدلو څرخ (تنسته) چلونکی موهن یا  موهن داس کرم چند ګاندهی چی معمولاً په ګاندهی جی شهرت لری . سودرشن چکر لرونکی موهن د جمنا غاړه پریښوده او د ګجرات د سمندر په غاړه د دوارکا په نامه ښار ګوټی کی اوسیدل پیلوی.او بل د همدی سمندر په غاړه زیږیدلی موهن د جمنا په غاړه ډیلی په ښار کی د ژوند تر وروستی سلګۍ پوری اوسیږی. په زرګونه کاله وړاندی هم د سودرشن چکر لرونکی موهن د هغی زمانی په حالاتو کی، د جنګ د مخنیوی لپاره هلی ځلی، د خپل ذهن او سوچ ، د خپلو کړنو ، د خپل قدرت ، او د خپل فکر استعمال ئی په بشپړه توګه کړی وو. همدا راز څرخ چلونکی موهن هم همدا لاره غوره کړه .د ازادۍ لپاره د بشری ارزښتونو په پیاوړی کولو سره  د شخصیت اساسی ارزښتونو ته قوت وربښل او د خپلواکۍ جنګ ته ئی یوه داسی بڼه ورکړه او داسی لور ئی ورپه برخه کړو چی د ټولی نړۍ لپاره حیرانونکی مثال وو او نن هم دا یو د حیرانتیا خبره ده. د بیلا عوض چوپړتیا مقصد وی ، که د پوهی یا د زدکړی موخه وی ، او یا هم په ژوند کی د لوړو او ژورو تر منځ په خندا خندا مخ په وړاندی د تګ موخه وی ، دا هر څه مونږ له بهګوان شری کرشن جی مهاراج له سپیڅلی پیغامه زده کولۍ شو. همدا وجه ده چی پهګوان شری کرشن جی د ټولی نړۍ لار ښود په بڼه هم پیژندل شویدی. ځکه خو په شری مد بهګوت ګیتا کی فرمان دی ( کرشنڼ وندی جګد

ګورُم) یعنی شری کرشن بهګوان د ګردی نړی لارښود دی.

 نن چی کله مونږ د جشنونوذکر کوو، نو بهارت یا هندوستان د یو بل جشن د لمانځلو په تیاري نیولو کی بوخت دی. 

 زما خوږو هیوادوالو زه  خبره کوم د مهاتما ګاندهی د ۱۵۰ ځیږیدنی د ورځی . په کال ۱۸۶۹ د اکتوبر په ۲ نیټه د ګجرات ایالت د پور بندر ښار ، د بحر په غاړی کوم ته چی مونږ کیرتی مندر وایو، په هغه واړه کور کی یو شخص نه بلکه د یوی زمانی راتګ شویدی. چا چی د بشر تاریخ ته یو نوی پړاو ورپه برخه کړو او د نوو بریاوو سره ئی اشنا کړو.د مهاتما ګاندهی له ژوند سره یوه خبره د تل لپاره تړلی پاتی شوی ، او هغه د نوموړی د ژوند یوه برخه پاتی شوی ، او هغه وو خدمت ،د خدمت روحیه او د خدمت د فریضی تر سره کول .که چیری د ګاندهی جی ژوند ته  ځیر شو نو تر سترګو کیږی چی په جنوبی افریکا کی یی د هغو ټولنو خدمتونه کړی کوم چی د نسلی توپیر او تبعیض سره مخامخ وو. په هغه زمانه کی دا وړه خبره نه وه. نوموړی په چمپارڼ کی دهغو بزګرانو خدمتونه هم وکړل چی د نسلی توپیر ښکار وو، او هم ئی د هغو مزدورانو چی په فابریکو کی ورته لازمه اجوره یا تنخوا نه ورکول کیده ، او د هغو وږو، غریبانو، بی وزلواو کمزورو خلکو خدمات ئی د خپل ژوندون فرض وګڼلو. د وینی شکر لرونکی مریضانو په هکله چی څومره شکونه موجود وو او خلکو له دی ناروغانو څخه لری والی په له منځه وړلو کی خدمتونه هم پخپله کول،  د خپلو خدمتونو د عرضه کولو سره ئی مثال وړاندی کړو. ګاندهی جی خدمت یوازی په الفاظو نه بلکه په عمل کی کولو راښودلی وه. له ریښتیا سره د ګاندهی جی نه شلیدونکی اړیکی پاتی شوی. هرچاته ، په هر زمان ، هرچیرته ، او هر کله هم ضرورت پیښ شوی ګاندهی جی د خدمت لپاره همیشه حاضر وو. نوموړی نه یوازی په خدمت کولو زور اچولی بلکه ورسره ئی پیوند ساتلی، او د روح په خوشاله ساتلو ئی هم ټینګار کړیدی. د خدمت ملګرتیا په همدی مانا ده چی هغه په خوښی تر سره شی(سیوا پرمو دهرم)یعنی خدمت بهترین دین دی. خو ورسره د ټولو خوشحالۍ او د ټولو خیرخیګنه هم په دی خدمت کی شمیرل کیږی. پد ی ټکی مونږ د ګاندهی جی له ژوند څخه په ښه ډول پوهیدلی شو. مهاتما ګاندهی د بیشماره هندیانو خو غږ جوړ شو ، ورسره په یو ډول د انسانی ارزښتونو او انسانی وقارلپاره  د نړۍ اواز جوړشوی وو. د مهاتما ګاندهی لپاره، شخص او ټولنه، انسان او انسانیت هر څه وو. که د افریکا فوینیکس فارم وی یا هم د ټولسټای فارم ، سابرمتی اشرم وی یا وردها ، په یوه عجیبه انداز کی په ټولنیز پرمختګ یی همیشه ټینګار کولو.دا زما لویه خوشبختی ده چی له قدرمن مهاتما ګاندهی سره اړه لرونکی ډیرو مهمو ځایونو ته لاړم او په درناوی می د تعظیم سر ورته ټیټ کړو. زه ویلی شم چی ګاندهی جی له احساس څخه په تنظیم ډیر ټینګارکولو.د ټولنی خدمت او ټولنیز پرمختګ دا هغه احساس دی چی مونږ ئی پخپل عملی ژوند کی راوستل غواړو. په حقیقت کی همدا مهاتما ګاندهی ته ریښتینی خراج عقیدت دی. دا ډول موقع خو ډیرځله راځی، مونږ ګډون هم پکی کوو. ایا د ګاندهی جی ۱۵۰ مه کلیزه باید همداسی تیره شی؟ ایا دا د قبول وړ ده؟ نه هیڅکله هم نه. هیوادوالو مونږ ټول باید  له ځانه وپوښتو، مونږ باید فکر وکړو، سوچ وکړو، په ګډه خبری وکړو. مونږ د ټولنی او خلکو سره یو ځای ، د ټولو ټولنو سره یو ځای ، د هر عمر له خلکو سره ، کلی وی یا ښار ، نر وی که ښخه ، د ټولو سره یو ځای د ټولنی لپاره باید څه نه څه وکړو. د یو شخص په نوم له هغو کوششونو سره څه اضافه کړم. زما لخوا باید ارزښت څه وی ؟ د جمعیت خپل قوت وی . د ګاندهی جی ۱۵۰ کلیزی لمانځغونډو کی باید جمعیت هم وی او خدمت هم. ولی نه، مونږ په اتحاد سره ټوله منطقه را ووزو. که زمونږ د فوټبال ټیم شته ، نو هغوی به فوټبال کوی خو ورسره یو نیم د ګاندهی جی د نورم سره سم خدمت هم وکړی. دلته ښځینه کلبونه هم شته ، د عصری دور ښځینه کلبونه چی څه کار وی هغه به کوی .خو د نومړوی کلب غړی باید په ټولو سره یو نیم د خدمت کار هم تر سره کړی. ډیر څه کولی شی ، زاړه کتابونه د راټول کړی په غریبانو دی وویشی. پوهه خپره کړی. او زه باور لرم شاید ۱۳۰ کروړه هیوادوالو سره ۱۳۰ کروړه تخیلونه موجود وی ، ۱۳۰ کروړو سامان الات کیدای شی، کوم حد نشته. څه مو چی ذهن ته راځی بس په پوره صداقت سره وی، د ښو لپاره وی ، همغږی ولرۍ ،او په بشپړ ډول باید خدمت ته ځان وقف کړو .او هغه هم د خوښی بی کچی احساس لپاره وی. 

زما  خوږو هیوادوالو : څو میاشتی وړاندی زه د ګجرات ډانډی ته تللی وم . د ازادی په مبارزه کی نمک ستیه ګره ( د مالګی د حق مبارزه ) دانډی ، یو خورا ډیرلوی او مهم څرخیدونکی ټکی دی. په ډانډی کی ګاندی جی ته وقف شوی د ډیر عصری موزیم پرانیسته ما کړی وه. زما دا هیله ده چی په راتلونکی کی، هرو مرو ګاندهی جی پوری اړوند د یو نه یو ځای څخه لیدنه تاسو هم وکړۍ، دا کوم ځای هم کیدای شی. لکه پوربندر، سابرمتی اشرم ، چمپارڼ ، وردها ،او یا هم په ډيلی کی مهاتما ګاندهی پوری مربوط کوم ځای وی، داسی ځایونو ته چی لاړشۍ خپل تصویر په سوشل میډیا ضرور شریک کړی، او ورسره د خپل احساس د څرګندولو په موخه دوه ، دری ، څلور جملی هم ولیکی ، تر څو نورو خلکو ته الهام ورسیږی. ستاسو په ذهن کی را پورته شوی احساس، د هر لوي ادبی تخلیق څخه ډیر زیات قوت ولری. او کیدای شی، په ننی وخت کی، ستاسو په فکر، شاید ستاسو له قلمه لیکل شوی د ګاندهی جی د څیری اړونده خبره هم تر سترګو شی. په راتلونکی وخت کی د ډیرو پروګرامونو،مسابقی ، نندارتونونو پلان هم جوړ شویدی. خو پدی حواله خبره ډیره خوندوره ده چی زه يی له تاسو سره شریکوم. وینیس بینال په نوم یو ډیر مشهور هنری پروګرام شتون لری. په کوم کی چی د ټولی نړۍ هنرمندان برخه اخلی. دا ځل وینیس بینالی په هندی غرفه کی د ګاندهی جی د خاطرو په اړوند ډیر په زړه پوری ننداتون جوړ کړای شو. پدی کی د هری پورا پینلونه په خاص ډول په زړه پوری وو. ستاسو به په یاد وی چی د ګجرات په هریپورا کی د کانګرس ګوند عالی کمیسیون دایر شوی وو په کوم کی چی د سوبهاش چندر بوس د مشر په توګه د ټاکل کیدو پيښه په تاریخ کی درج شویده. دی آرټ پینلس ډیر په زړه پوری خاطری نن هم شتون لری.د کانګریس د هری پوره ناستی نه وړاندی په ۱۹۳۷-۳۸ م کال کی مهاتما ګاندهی په شانتی نیکیتن کلا بهون کی پخوانی مدیر نند لال بوس  میلمه کړی وو. ګاندهی جی غوښتل چی په هند کی اوسیدونکو ته د ژوند طریقه د هنر له لاری وښئي او د نوموړی هنر د غونډی په مهال وړاندی شی.دا هماغه نند لال بوس دی د کوم چی هنری کار د قانون ښکلا زیاتوی. اساسی قانون ته یو نوی پیژندګلوی ورپه برخه شوه. او د نوموړی د هنرونو سره د اساسی قانون ښکله زیاته شوه او ددی سره سره نند لال نوم ئی تلپاتی کړو. نند لال بوس د هری پورا شا او خوا کلو لیدنه وکړه، او په پای کی د کلیوال هندوستان د ژوند طریقو د بیانولو لپاره هنری تابلو ګانی جوړی کړی او ښودلو ته یی وړاندی کړلی. دغه بی ساری هنر په وینیس کی ډیر وځلیدو. یو ځل بیا د ګاندهی جی ۱۵۰ زیګون کلیزه په ویاړ له مبارکی سره سره له هر هندی وګړی څخه د څه نا څه پریکړی هیله لرم. د هیواد لپاره ، د ټولنی لپاره ، د کوم بل چا لپاره څه نا څه کول ضروری دی.همدا به د ملت پلار لپاره ښه، حقیقی، مستند او کاری ځواک ووسی. 

د هند د مورنۍ خاوری زامنو: ستاسو به په یاد وی مونږ له څو کالو راهیسی د اکتوبر د ۲ نیټی څخه وړاندی تقریباً دوه اونۍ په ټول هیواد کی(سوچهتا هی سیوا) یا پاکوالی  خدمت دی په نامه  کمپاین چلوو، دا ځل به د سپتمبر له ۱۱ څخه پیلیږی. دا ځل به مونږ له خپلو کورونو څخه باندی راووزو، د پاکوالی په موخه به هلی ځلی کوو او زحمت په ګالولو به  ګاندهی جی ته حقیقی عقیدت وړاندی کړو. کور وی ، که کوڅه وی ، په واټونه او یا څلورلاری وی او یا هم نالۍ ، ښونځی او پوهنخی وی ، په ټولو عامه ځایونو کی لوی کمپاین به  تر سره کوو. دا ځل به د پلاسټیک د استعمال د مخ نیوی لپاره په خاص ډول هلی ځلی کوو. ما له لال کلا څخه د اګست په ۱۵مه نیټه دا ویلی وو چی په کوم احساس او جوش سره ۱۲۵ کروړه هیواد والو د پاکوالی لپاره مبارزه وکړه،  په ازاده فضا کی د بولو کولو څخه د خلاصون او مخنیوی لپاره یی هلی ځلی وکړی، که په هر ډول وی مونږ به لاسونه سره ورکوو او د سینګل یوز پلاستیک  د استعمال مخ نیوی به کوو. د دی کمپاین په اړه د ټولنی په ټولو کټګوریو کی لویه حوصله ښکاری.زما ډیرو دوکاندارانو خویندو او ورورڼو پخپلو دوکانو کی لوحی لګولی دی، په کوم چی لیکل شوی ، چی  پيرودونکی دی خپله کڅوړه له ځان سره راوړی. له دی کړنی سره به له یوی خوا د پيسو سپما وشی او له بلی خوا به اقلیم صاف پاتی شی او پدی مبارزه کی به زمونږه برخه هم شامله وی. دا ځل چی مونږ د اکتوبر ۲ نیټه چی د ګاندهی جی د زوکړی ورځ ده ۱۵۰کلیزه به  ولمانځو. نو پدی موقع به نه یوازی په ازاده فضا کی له بولو کولو خلاص هند ډالۍ کړو بلکی په هماغه ورځ به په ټول هیواد کی د پلاسټیک د استعمال په خلاف د یوی نوی مبارزی بنسټ کیږدو. زه د ټولنی له هر قشر څخه ، هرکلی ، هر ښارګوټی کی د هر ښار اوسیدونکو څخه غوښتنه کوم او هیله کوم چی دا ځل د مهاتما ګاندهی کلیزه داسی ولمانځو، چی هندوستان د پلاسټیک له کثافاتو څخه ازاد شی او مونږ د نومبر ۲ نیټه د یوی خاصی ورځی په شکل ولمانځو. تر څو د ګاندهی جی د زو کړی ورځ چی یوه فوق العاده د کار د ورځی د جشن په ډول ولمانځل شی. د هیواد له ټولو ښاروالیو ، د ولسوالی اداری، کلیواله موسسی، دولتی او غیر دولتی ټولی اداری ، د ټولو ادارو یو یو کس او له هر چا څخه زما هیله ده چی د پلاسټیک  د کثافاتو د ذخیره کولو لپاره لازم اقدامات وکړی.زه د کارپوریټ له سکتور څخه هم هیله کوم چی کله دا ټول پلاسټیک جمع شی، نو ددی د لازمی تصفیی لپاره مخی ته راشی. هغوی دا مواد ریسایکل یا بیا نوی کولی شی. له دی څخه د سونګ مواد جوړیدلی شی. په همدی ډول تر راتلونکی دیوالۍ پوری مونږ د پلاسټیک د کثافت د له منځه وړلو کارتر سره کولۍ شو. بس اراده ضروری ده.د الهام لپاره دیخو ایخوا کتلو ته ضرورت نشته .  له ګاندهی جی څخه لوی بل الهام څوک کیدای شی. 

ګرانو هیوادوالو : زمونږ د سنسکریت ژبی تشریحاتو یو ډول د پوهی او د علم غمی دی. مونږ ته چی په ژوند کی هر څه پکار دی له هغه څخه ئی ترلاسه کولی شو. نن سبا زما اړیکه کمه شوی ، خو پخوا ډیره وه . نن زه د سنسکریت له علم څخه ډیره مهمه خبره کول غواړم . نن هم د دی خبری څومره اهمیت دی.  یو کامل عالم دی او هغه عالم ویلی دی . پریتهویا تریڼی رتنانی خل مننن سو بهاشتم   

موډهی : پاشڼ کهنډیشو رتن سنګهیه پردی یتی 

یعنې په ځمکه کې اوبه، غله دانې او سوکالي، دا درې واړه ګوهر دي. کم عقل خلک ډبرو ته ګوهر وایي. زموږ په فرهنګ کې د خوړو ډیر قدر شوی. آن تر دې چې موږ د غلو دانو علم هم په ساینس بدل کړی. متوازنه او مقوي خوړو ته موږ ټول اړتیا لرو. په ځانګړې توګه ښځو او نویو زیږیدلو ماشومانو لپاره، او دا ځکه چې همدوی زموږ د راتلونکي بنسټ دي. د تغذیې د کمپاین تر چتر لاندې، د نویو ساینسي تګلارو په واسطه په ټول هېواد کې تغذیه د یو ولسي یون په توګه راجوړیږي. خلک د خوړو د کموالي سره په نویو او په زړه پورې لارو چارو مبارزه کوي، یو وار یوې خبرې ته زما پام راګرځول شوی وو. په ناسک کې د (مُټي بهر دانا) یا یوه لپه غله په نوم تحریک په یو لوی یون بدل شوی دی. په دې تحریک کې د آنګن واړي کارکوونکي د فصلونو په وخت کې له خلکو یو یو موټی غله راټولوي. دغه غلې د ماشومانو او ښځو لپاره د تودو خوړو د جوړولو لپاره کارول کیږي. له دې سره، هغه شخص چې یو موټی غله خیراتوي، د یو با شعوره ټولنیز فعال په توګه بدلیږي. په دې پروسه کې، یاد شخص خپل ځان په دې برخه کې وقف بولي او د یاد یون یو لاروی ترې جوړیږي. موږ ټولو د هندوستان په ګوټ ګوټ کې په خپلو کورنیو کې د (آن پراسان سنسکار) یا د خوړو فرهنګ په اړه آوریدلي دي.  دا فرهنګ هغه مهال لمانځل کیږي کله چې یو ماشوم د لومړي ځل لپاره د خوړو په خوړلو پيل کوي، یانې اوبلن خواړه نه بلکې سخت خواړه.  

په ۲۰۱۰ کال کې په ګجرات کې پریکړه وشوه چې د آن پراسان سنسکار پر مهال ماشومانو ته ځانګړي توصیفي خواړه ورکړل شي ترڅو وکولی شي خلک له دې خبر کړي. دا یو ښه نوښت دی او هر چیرې یې عملي کولی شو. په بیلابیلو ایالتونو کې ولسونه په ځانګړو تاریخونو کې د خوړو کمپاینونه ترسره کوي. که یوه کورنۍ د زیږیدنې ورځ لمانځي، یا کومه ځانګړې د یادبود ورځ لمانځي نو کورنۍ له خپلو پخو کړو خوړو سره د پام وړ سیمو ته او ښوونځیو ته ځي او دغه د کورنۍ غړي پخپله د خپلو ماشوانو خدمت کوي او دوی ته له تغذیې ډک خواړه ورکوي. دوی یواځې خپلې خوښۍ نه ویشي بلکې په دې پروسه کې دوی څو برابره ډیره خوښي ترلاسه کوي هم. په دې کې د اخلاقو او خدمت یو په زړه پورې احساس پروت دی.

 زما ګرانو هیوادوالو! ګڼ شمیر داسې واړه کارونه شته چې که چیرې زموږ په هیواد کې پلي کړی شي نو له سؤتغذي سره به مو اغیزمنه مبارزه کړې وي. نن، د آګاهۍ د کموالي له امله، دواړه غریبې او بډایه کورنۍ د سؤتغذیې له ستونزې اغیزمنې دي. د سپټمبر میاشت به په ټول هیواد کې د (پوشن ابهیان) یا د تغذیې د مبارزې په توګه ولمانځل شي. تاسو باید په دې کې برخه واخلۍ، د دې نوښت په هکله مالومات ترلاسه کړئ او یو څه نوي ابعاد هم د تغذیې په مبارزه کې شامل کړئ او خپله ونډه پکې ترسره کړئ. که تاسو وکولئ شئ چې لږ کسان هم د سؤتغذیې څخه وژغورئ، نو په دې مانا به وي چې موږ کولی شو چې خپل هیواد د سؤتغذیې له ولکې څخه وباسو.

د شریشتي ویدیا ټیلفوني اړیکه

سریشتي صیب ستاسو له ټیلفوني اړیکې منندوی یم او همدا راز د هریانا له سوهنا نه د کی کی پانډې صیب، له صورت نه د ایشوریا شرما له اړیکې او د نورو ګڼ شمیر هغو کسانو له اړیکو چې له ډیسکوري ټلویزیوني شبکې نه یې د خپور شوي (انسان د وحشي حیوان پر وړاندې) پروګرام په هکله د لاډیرو مالوماتو غوښتنه کړې. دا وار چې ما د من کي بات پروګرام په هکله فکر کولو، نو زه ډاډمن ووم چې په دې برخه کې به هم ډیرې پوښتنې ترسره شي، چې دا دی په حقیقت بدل شو. په تیرو څو اونیو کې چې هر چیرې زه ولاړم او له خلکو سره مې ولیدل نو د (انسان د وحشي حیوان پر وړاندې) پروګرام یادونه شوې.  له دې یوه پروګرام سره، یواځې دا نه چې زه یې د نړۍ له ځوانانو سره وصل کړم بلکې ما فکر هم نه کولو چې زه به په دې کچه د ځوانانو په زړونو کې دومره د پام وړ ځای پیدا کړم. ما هیڅکله هم فکر نه کولو چې زموږ د هیواد ځوانان او نړۍ ځوانان به بیلابیلو شیانو ته دومره ځیر وي. 

ما هیڅکله هم فکر نه کولو چې ما ته دې دومره زمینه برابره شي چې زه د نړۍ په کچه د ځوانانو زړونه په لاس راوړم. او وګورئ چې څه وشو؟ بس همدا تیره اونۍ زه بوټان ته تللی ووم. ما ولیدل هرکله هم چې د لومړي وزیر په توګه ما کوم ځای ته د تلو زمینه ترلاسه کړې، چې امتیاز یې ټول د یوګا نړیوالې ورځې ته ځي، وضعیت اوس دې ته رارسیدلی دی چې د نړۍ هرځای ته چې زه تللی یم او یا کیناستلی یم نو یو چا خامخا د یوګا په تړاو پوښتنه کړې او له پنځو نه تر اوو دقیقو لپاره باید زه د پوښتنو او ځوابونو برخې ته ورکړم.

ډیر په مشکل سره به داسې کوم نړیوال رهبر وي چې له ماسره یې د یوګا په تړاو خبرې نه وي کړې او په ټوله نړۍ کې دا زما یوه تجربه ده. مګر په دې ورځو کې زه د خبرو اترو یو نوي زون ته ورننوتی یم. له هر چا سره چې ما لیدلي او یا مې ورسره د خبرو کولو زمینه ترلاسه کړې نو تمرکز مو د وحشي حیواناتو په ژوند باندې وي، د چاپیریال په هکله وي، د پړانګانو په هکله وي، آسیايي زمریانو په هکله، بشپړتیا وغیره په هکله خبرې وي. او زه حیران یم چې خلک له طبیعیت سره څومره لیوالتیا لري. 

د ډیسکوري ټلویزیوني شبکه په پام کې لري چې دغه پروګرام د نړۍ په ۱۶۵ هیوادونو کې د دوی په خپلو ژبو خپور کړي. نن، چې د چاپیریال، نړیوالې تودوخې او اقلیمي بدلون  په هکله په نړیواله کچه کوم فکر شتون لري، زه هیله مند یم چې په داسې وضعیت کې به د ډیسکوري ټلویزیوني شبکې دغه پروګرام د دې وسیله شي چې د هندوستان په ځلانده کلتور کې د طبیعت په برخه کې د هند د عنعناتو، ترحم او همدردۍ پیغام په لوړه کچه په خلکو وپیژني.

دا زما ټینګ باور دی چې خلک غواړي چې د اقلیمي نظم او پاک چاپیریال په برخه کې په هند کې د ترسره کړی شویو اقداماتو په هکله ځان خبر کړي. مګر یو بل په زړه پورې خبره هم شته، بعضې خلکو زړه نا زړه له مانه پوښتنه وکړه چې مودي صیب دا راته ووایه چې تا خو په هندۍ ژبه کې خبرې کولې او بییرګریلز خو په هندي ژبه نه پوهیږي نو تاسو څنګه وکولی شول چې پخپل منځ کې دومره په سرعت کې خبرې اترې وکړئ؟ آیا دا پروګرام وروسته ایډیټ شوی وو؟ دې پروګرام لپاره مو دغه ثبت څو څو وارې او څرنګه کړی وو؟ دوی ډير په حیرانتیا سره دا پوښتنې کولې. 

اوس په دې کې هیڅ راز نشته، ګڼ شمیر خلک دغه د پام وړ پوښتنې کوي چې په ذهن کې یې تیریږي، نو زه به له دې راز نه پرده پورته کړم. ښه نو دا خو له هیڅ چا هم پټه نه ده چې له بییر ګریل سره زما د خبرو پر مهال په لوړه کچه له ټیکنالوجۍ څخه کار اخیستل شوی وو. کله چې به هم ما ناڅاپه خبره وکړه نو د بییر ګریل په غوږ کې د سمدستي ژباړې یوه آله ایښودل شوې وه. نو چې په هندي کې به وویل شوه په اینګلیسي کې به واوریدل شوه نو له همدې امله افهام او تفهیم ډير په آسانۍ سره ترسره شو او دا د ټیکنالوجۍ یو په زړه پورې اړخ دی.

 د دې پروګرام له خپریدلو وروسته یو ډير شمیر خلک د جیم کاربیټ ملي پارک په هکله خبرې کوي. تاسو هم باید هغه ځایونو نه لیدنه وکړۍ چې له طبیعت، وحشي ژوند او حیواناتو سره تړلي دي. لکه څنګه چې ما مخکې وویل، او ټینګار پرې کوم چې تاسو باید حتمآ پخپل ژوند کې له شمالي شرق څخه لیدنه وکړئ. څه یو ښکلی طبیعت هلته شتون لري چې حیران به ورته پاتې شئ او په درک کې به مو زیاتوالی راشي. د آګست په پنځلسمه نیټه د سرې کلا له ټریبیون څخه ما له تاسو غوښتنه وکړه چې په راتلونکو دریو کلونو کې باید لږ تر لږه د هند ۱۵ ځایونو ته ورشئ! ویې وینۍ او درک یې کړئ چې دا پنځلس ځایونه سل په سله د ګرځندویۍ لپاره دي. خپلې کورنۍ بوځۍ او یو څه وخت هلته تیر کړئ. 

زموږ هیواد له تنوع څخه ډک دی او دغه په لویه کچه تنوع په تاسو بدلونونه لکه د یوه ښوونکي په شان تلقین کړي. ژوند به ښکلی شي. فکرونه به مو پراخه شي. او باور وکړئ چې په هند کې داسې ځایونه شته چې تاسو به ترې له نوې انرژۍ، تنوع او هیلو سره راستانه شۍ، او تاسو به شاهد داسې فکر ولرۍ چې داسې د پام وړ ځایونو ته بیا او بیا راشۍ، ستاسو کورنۍ به هم همداسې احساس لري. 

زما ګرانو هیوادوالو! د چاپیریال ځانګړتیا او ساتنه په هند کې طبیعي ده. تیره میاشت ما په هیواد کې د پړانګانو د نسل شمیر خپرولو ویاړ ترلاسه کړ. آیا تاسو پوهیږۍ چې په هند کې څومره پړانګان دي؟ په هند کې ۲۹۶۷ پړانګان شتون لري.

یو څو کاله د مخه، موږ د پړانګانو د شتون په برخه کې خورا ستونزه درلوده چې د اوسني شمیر په نیمه هم نه وو. په ۲۰۱۰ کال کې د روسیې په پیټرزبرګ کې د پړانګانو په هکله یوه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې، په نړۍ کې د پړانګانو د نسل کمرنګه کیدو په هکله د پام وړ خبرې ترسره او حل لاره و موندل شوه. او دا پریکړه وشوه چې تر ۲۰۲۲ کال پورې به په نړۍ کې د شته پړانګانو شمیر دوه برابره کړل شي. مګر دا نوی هند دی، چیرته چې موږ خپلې موخې په چټکه او ممکنه توګه ترلاسه کوو. موږ پخپله د خپلو پړانګانو شمیر په ۲۰۱۹ کال کې دوه برابره کړ. نه یواځې دا چې په هند کې د پړانګانو شمیر دوه برابره کړی شو، بلکې د دوی د ساتنې سیمې او په ټولنه کې د هغوۍ ساتنځایونه هم ډیر کړی شوې. 

په یو وخت چې ما د پړانګانو په هکله مالومات خپرول، نو ما ته د ګجرات په ګیر سیمه کې آسیایي زمریان هم را په یاد شول. هغه مهال زه دګجرات مشر وزیر ووم چې د ګیر سیمې په ځنګلونو کې د زمریانو میشت ځایونه نیول کیدل. ګڼ شمیر  یې کمیدل. موږ په ګیر سیمه کې یو پر بل پسې اقدامات ترسره کړل. په ۲۰۰۷ کال کې، دا پریکړه وشوه چې ښځینه ګاردان باید هلته وګمارل شي. هلته د ګرځندویۍ د آډانې په پراخولو کې پرمختګ راغی. هرکله هم چې موږ د طبیعت او وحشي ژوند په هکله خبرې کوو، موږ یواځې د ژغورلو په هکله خبرې کوو. مګر اوس باید موږ له ژغورنې نه مخ ته ولاړ شو او د ترحم په هکله باید فکر وکړو. زموږ مقدسات موږ ته د دې موضوع د درناوي په برخه کې غوره لارښود دي. زموږ مقدساتو پیړۍ پخوا ویلي چې: 

نیرنو بریتی ویاګرو، نیوریاګرچیکتی ونم 

تسمادویاګرو ون رکشیت ، ون ویاګر نا پالیتی

که چیرې هیڅ ځنګ شتون ونلري، نو زمریان اړ دي چې د انسانانو میشت سیمو ته ورشي او ووژل شي، او که چیرې په ځنګل کې زمري شتون ونلري نو انسانان به ځنګلونه پرې کړي او وران به یې کړي، نو په حقیقت کې زمریان ځنګونه ساتي او دا رښتیا نه ده چې ځنګونه د زمریانو ساتنه کوي. زموږ مشرانو دغه لوی حقیقت په مناسبه توګه تشریح کړی. نو له همدې امله، موږ یواځې دې ته اړتیا نلرو چې له ځنګلونو، نباتات او څارویو څخه ساتنه وکړو، بلکې موږ باید دوی ته یو داسې چاپیریال هم برابر کړو چیرته چې دوی وکولی شي چې ښه او آرامه ژوند ولري. 

زما ګرانو هیوادوالو! څوک کولی شي چې سوامي ویویکانندا د ۱۸۹۳ کال د سپټمبر په ۱۱ نیټه ترسره کړې تاریخي وینا هیره کړي. د هند دغه ځوانې څیرې، چا چې په ټوله نړۍ کې د بشریت ضمیر ته ټکان ورکړ، په ټوله نړۍ یې د هند ځلیدونکی شناخت تعمیل کړ. هغه غلام هند چې نړۍ به ورته په ډیر ټیټ نظر کتل د لوی سوامي ویویکانندا د ۱۸۹۳کال د سپټمبر د ۱۱ نیټې وینا له امله نړیوال اړ شول ترڅو خپل لیدلوری بدل کړي. راځئ، چې دې ته وګورو چې، هغه نظریه کې چې سوامي ویویکانندا هند ته کتل او موږ ته یې دا زمینه برابره کړه چې د هند په اصلي ځواک کې هغه پلي کړو. موږ هر څه پخپل ځان کې هرڅه لرو، راځئ چې په ډاډ سره یې پر مخ بوځو.

زما ګرانو هیوادوالو! تاسو ټول به په یاد لرۍ چې د آګست ۲۹ مه نیټه د ملي ورزش ورځ په نوم لمانځل کیږي. په دې موقع موږ د سالم هند یون په ټول هیواد کې په لاره اچوو. موږ باید خپل ځان سالم وساتو او هیواد هم باید سالم کړی شي. دا به د ماشومانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو ښځو او هرچا لپاره ډیر یو په زړه پورې کمپاین وي، او د دې کمپاین مشري به پخپله تاسو کوئ. مګر نن زه د هغه کمپاین ځانګړتیاوې نه روښانه کوم تاسو باید تر ۲۹ م د آګست پورې انتظار وکړئ. زه به په هغه ورځ تاسو ته د فیټ انډیا موومینټ په هکله ټول مالومات درکړم، زه به دا هیر نکړم چې تاسو په دغه یون کې ګډ کړم او دا ځکه چې زه تاسو ټول سالم لیدل غواړم. زه غواړم چې تاسو د روغتیا په هکله خبر کړم د یو روغ هند لپاره، موږ باید سره یو شو ترڅو د هیواد لپاره بعضې موخې وټاکو.

زما ګرانو هیوادوالو! زه به په فیټ انډیا موومنټ کې ستاسو ګډون ته د آګست په ۲۹ مه نیټه او پوشن ابهیان  کې د سپټمبر په میاشت کې سترګې په لار یم او په ځانګړې توګه په سواچاتا ابهیان کې چې د سپټمبر له ۱۱ مې نیټې نه د آکتوبر تر دویمې نیټې په لاره اچول کیږي.  او د آکتوبر دوهمه نیټه د پلاستیک نه په بشپړه توګه د خلاصیدلو ورځې ته وقف کړی شوې ده. موږ ټول باید پخپل ټول توان سره له خپلو کورونو او د خپلو کورونو نه بیرون په هرځای کې د له پلاستیکونو څخه ځان خلاص کړو. او زه په دې پوهیږم چې ټول دغه کمپاینونه به په ټولنیزو رسنیو کې لویه غوغا راپورته کړي. راځئ چې له یوه نوي عزم، جذبې او ځواک سره بدل شو.

زما ګرانو هیوادوالو! دا ټول هغه څه وو چې د من کي بات په دغه پروګرام کې نن وویل شو. زه به وروسته بیا له تاسو سره ووینم. زه به ستاسو خبرو او مشورو ته سترګې په لار یم. راځئ او اجازه راکړئ چې ټول سره یو ځای روان شو او یو نوی هند جوړ کړو کوم هند چې زموږ د آزادۍ د جنګیالیو خوب وو او د ګاندي، د ټولو د خیر او ښیګڼې خوبونه رښتیا کوي. اجازه راکړئ چې د چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره له خپل داخلي سعادت څخه خوند واخلو.

ډیره ډيره مننه

سلام