د کشمیر په هکله د پاکستان بی ځایه ویناوی

لیکنه : د اشوک هانډو

ژباړه د پښتو څانګی

د هند لخوا د جمو او کشمیر خاص حیثیت د بیرته اخستلو او د کشمیر ایالت دوو مرکزی س واک او اختیار تر لاندی سیمو کی، ویشلو څخه وروسته د پاکستان مشرتابه  په بشپړه توګه نه ارامه لیدی کیږی.د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هندوستان ته دا اخطار ورکولو یوه موقع هم له لاسه نه ورکوی. آن تر دی چی د ذروی جنګ اخطار ئي هم ورکړیدی. او د هندوستان خلاف د غندنی وړ ژبه کی ښکیل دی. نوموړی وویل چی دواړه هیوووادونه په مستقیم  توګه پوځی جنګ ته ورنیژدی شویدی، که چیری نړی د کشمیر په هکله د هندوستان د فیصلو مخه نیولو لپاره کار ونکړو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی هم د عمران خاان په ژبه غږیږی. او نوموړی وویل چی جنګ د کشمیر د کشالید حل کولو لپاره غوره دریځ ندی. د پاکستان د ریلوی وزیر رشید تیره ورځ په یوه غونډه کی وویل چی نوموړی راتلونکی اکتوبر یا نومبر میاشت کی د دوواړو هیوادونه تر منځ د جنګ اثار وینی. د همغږی نشتوالۍ ، د پاکستان د حکومت د محرومیت څرګنده عکاسی کوی. او دغه راز ویناوی د هندوستان حکومت لخوا د کشمیر په هکله د شوی فیصلی له وجی رامنځته شویدی. 

د کشمیر مسلی په ترڅ کی نړیواله ټولنه ښکلیدولپاره د ښو هڅو باوجود  پاکستان ځینی طرفداره او مثپت عکس العمل په تر لاسه کولو کی په بشپړه توګه ناکامه شویدی. ځینی هیوادونه لکه د امریکا متحده ایالات،روس، فرانس او برطانیی په ډانګ پیلی توګه پاکستان ته ویلی ، چی د هندوسبان لخوا پورته  د کشمیر په هکله کړای شوی ګامونه د هند وستان یوه داخلی مسله ده. او د ځنی دریم فریق منځړګړتوب حاجت نلری. ان تر دی چی چین د پاکستان یو ښه دوست ګڼل کیږی خو د کشمیر د مسلی په هکله د پاکستان مرسته ونکړه. د دی باوجود پاکستان د تیری جمعی په ورځ د یوه ساعت لپاره د اعتصاب غږ کړی وو چی هغه هم په بشپړه توګه ناکامه شو . چی ډیری پاکستانیان پکی شامل نشول ، او عمران خان دغه مسله ملګرو ملتونو او د انصاف نړیوالی ادری ته د وړلو اعلان هم وکړو. عمران خان دا هیره کړی چی د ملګرو ملتونو امنیتی شورا دایمی غړو، له مخکی څخه د هند په حق کی خپل دریځ وړاندی کړی. د دی محرومیت په نتیجه کی د پاکستان مشر تابه له هند سره د خبرو اترو مسلی باندی هم ویشلی ښکاری. کله چی عمران خان دا وائی چی له هند سره خبری اتری کول به هیڅ مقصد حل نکړی.د نوموړی د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی پدی ویلو پر شا شو ،چی  پاکستان د هندوستان سره د خبرو اترو کولو لپاره تیار دی. دغی وینا عمران خان مجبور کړو چی له هند سره د خبرو اترو کولو په ترڅ کی د اسلام اباد د رضامندی په هکله د رسیدو راپورنه رد کړی. د هند تل دا دریځ پاتی شوی چی له پاکستان سره خبری اتری هغه وخت پیل کیدای شی چی اسلام اباد د هند او نورو هیوادونو په ضد د ترهګری استعمال د خپلی دولتی پالیسی په حیث پریږدی. د هند د بهرنیو چاور وزیر ایس جی شنکر ویلی ، چی هند له ترهګری او تشدد څخه په پاک چاپیریال کی پرته د جمو او کشمیر ټولو پاتی مسلو باندی له پاکستان سره خبرو اترو کولو ته تیار دی .

پاکستان په پرله پسی ډول هڅی کړی ، چی د اسلامی هیوادونو په شمول د نورو هیوادونو ملاتړ تر لاسه کړی . له کویټ او له سعودی عرب سره پس له ځنډه اړیکه ونیوله ، او په کشمیر کی د بشری حقوقو د خلاف ورزی تور پوری کړو. لیکن حقیقت دادی چی ځینی اسلامی هیوادونو هم د هند لومړی وزیر نریندر مودی د کشمیر په هکله تر سره کړی فیصلی نه وروسته د درناوی لپارغوره وبللو. څو ورځی مخکی د متحده عرب عماراتو لخوا ښاغی مودی ته د نوموړی هیواد تر ټولو لویه ملکی جایزه (ارډر آف زاید ) ورکړی شوه.  او دغی جایزی پاکستان ته یو څرګند پیغام ورکړو چی ، متحده عرب عمارات له هند سره خپلی اړیکی زیاتی مهمی ګڼی. او پاکستانی مشرانو د بی ځایه ویناوو له کبله به بی لاری به نشی. د پاکستان یوه مشر پارلمانی غړی ویلی چی د اسلامی امت په ترڅ کی مبارزه ناکامه شویده . د اسلامی هیوادونو سازمان په کشمیر کی د هند اقداماتو په ترڅ کی خاموشی غوره کړی. نوموړی زیاته کړه چی د ډیلی لخوا د کشمیر د خپلواکی له منځه وړلو یا لغوه کولو کی د خلیج عرب هیوادونو د کشمیر په مسلی چوپ پاتی شویدی. نو پاکستان ته هم په کشمیر کی د بشری حقوقو د خلاف ورزی په هکله وینا نده پکار چی البته دا خبره ریښتونی هم نده. څنګه چی اسلام اباد  پخپله د بلوچستان ، خیبر پښتونخوا او پاکستان اشغالی کشمیر کی د بشری حقو قو د خلاف ورزو کی ښکیل دی . پاکستان ته په کار ده چی اصل حقیقتونه ومنی او د هند پر ضد له بی ځایه خبرو اترو په ځای دی سمه لار غوره کړی.