له جاپان څخه د دفاع چارو وزیر لیدنی اړیکی پیاوړی کړی

لیکنه : د راجه رام پانډه

ژباړه : د پښتو څانګی

د دفاع وزیر راج نات سینګ جاپان ته د سپټمبر له دویمی تر دریمی دوه اړخیز سفر ترسره کړ او بیا یی د سپټمبر له پینځمی تر شپږمی پورې د کوریا جمهوریت څخه د لیدنی لپاره خپله موخه وټاکله. دواړه لیدنې په لویه وچه کې د هند – بحرالکایل سیمه کې د جیوسټراټجیک چلند ښودلو په پام کې نیولو سره خورا د پام وړ دي. وزیر په هند – بحرالکایل کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسلو په کوربه توب له خپلو همکارانو سره مانا لرونکې خبرې اترې کړی او د نظر تبادله کړې.

ښاغلي سینګ د خپل سیال تکیشي ایوایا سره د دفاع د کلنۍ دفاعي خبرو اترو مشري وکړه. د دی خبرو اترو موخه هم د هند – جاپان ځانګړي ستراتیژیک او نړیوال انډیوالتوب لا پیاوړي کول دي. دواړو مشرانو همدارنګه د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیز دفاعي او امنیتی همکاریو د پراختیا لپاره پراخې خبرې اترې وکړې. سینګ د جاپان له لومړي وزیر ، آبی شینزو سره هم ولیدل. په دفاعي اړیکو کې د دوی مخ په زیاتیدونکي اتحاد منعکس کولو لپاره ، هند او جاپان دواړو دمخه پریکړه کړې چې د لویو پوځی پلټ فارمونو د پرمختګ لپاره په ګډه مخ پر وړاندی لاړ شی. د سینګ د سفر په جریان کې په ځانګړي وړاندیزونو لکه پانګونه هم بحث شوی.

د سینګ د سفر مهمی څرګندونې هغه خبرې وې چې هغه د خپل جاپاني سیال سره د جاپان لخوا هندوستان ته د متحده ایالاتو د ۲ هغو الوتکو د سپلایی په اړه وی چی هم په وچه او هم اوبو کی دناستی او الوتنی وړتیا لری . دا مسله د اوږدې مودې راهیسی پاتی ده. په حقیقت کې ، د دوه اړخیز دفاعي همکارۍ ټوله ساحه بیا کتل شوې. پدې خبرو کې په هندی سمندر سیمې کې د عمومي وضعیت په اړه هم بحث وشو چې پکې چین خپل نظامي حضور زیاتوي. هندوستان ، جاپان او متحده ایالات د مالابار د سمندري کلني تمرین برخه دی چې هدف یې د دغو دریو هیوادونو د سمندري ځواکونو ترمینځ د لا ډیرې همکاری د وړتیا رامنځ ته کول دی. درې اړخيزه سمندري تمرین “ملابار” به د همدی کال د سپټمبر له وروستیو څخه پیل او د اکتوبر میاشتې په لومړیو کی به پای ومومی. دغه لیدنه د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر د مسلې په اړه د راپورته شوي تاوتریخوالي په جریان کې شوې او له همدې امله سینګ جاپاني مشرانو ته په داسې وخت کې د کشمیر په اړه د اسلام آباد د “ناوړه طرحې” په اړه خبرداری ورکړ کله چې پاکستان پریکړه وکړه چې دا مسله نړیواله کړي.

دا چې د دفاع وزیر دا مسله د خپل جاپاني سیال سره راپورته کړه چی چین د مرکزي حکومت د جمو او کشمیر د ځانګړي دریځ د له منځه وړلو پریکړې پر وړاندی د پاکستان ملاتړ کوی، نو هندوستان دا مناسبه بولی چی د خپل دیپلوماتیک لاسرسی له لاری د کشمیر په هکله خپل دریځ ملګرو هیوادونو ته تشریح کړي. د هند – بحرالکایل سیمه کې د سمندری ازادۍ قضیه د اخیستو په پار هند پر چین ډیپلوماټیک فشارونه زیاتولو ته دوام ورکوی.

د هند او جاپان بیانیه څو ورځې وروسته له هغه راپورته کیږي چې نوي ډیلۍ د بیجنګ د غړو زور زیاتی پر وړاندی د چین سویلی سمندر کی ناندری راولاړی کړی تر څو د نریندرا مودی د حکومت لخواه د ۳۷۰ مه ماده د لغوه کیدو پر وړاندی د چین د کمپاین مخه ونیسی. د ایوایا سره د دوه اړخیزې ناستې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره شوه. “وزیرانو دا په ګوته کړه چې د هند او بحرالکاہل سمندر سوله او ثبات د هند – بحرالکاهل سیمې او ټولې نړۍ د هوساینې لپاره مهم دي ، او په دې اړه یې څرګند نظریات درلودل. د هندي سمندر سیمی اوسني امنیتي وضعیت د کوریا ټاپو وزمې او د جنوبي چین سمندر کې پرمختګونو په اړه هم لیدلوری شریک شول. د هند – جاپان بیان څو ورځې وروسته له هغه راپورته شو چې نوي ډیلي د جنوبي چین په لانجمن سمندر کې د بیجینګ د غړو نرمولو پروړاندې دریځ راپورته کړ ترڅو د مودي حکومت لخوا د ۳۷۰ می مادی د لغوه کیدو پریکړې پر وړاندې چین خپل کمپاین ودروي. د جاپاني لومړي وزیر سره په لیدنه کې ، سینګ هغه ته معلومات ورکړل چې جمو او کشمیر د هند مهمه برخه وه او د ۳۷۰می مادې لغوه کول د شمالي ایالت خلکو ته ګټه رسوي. سینګ ابي ته څرګنده کړه چې پاکستان په جمو او کشمیر کې هیڅ موقف نه لری. د ابی لپاره دا توضیحات د پام وړ و ځکه چې تمه کیږي د دې میاشتې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجلس په څنګ کې له مودي سره وګوري.

ګډه اعلامیه د مودی او ابي د ۲۰۱۸ م کال اکتوبر میاشتی د لیدلوری بیانیی ته هم اشاره کوې په کوم کې چې د آسیا دغو ۲ هیوادونو مشرانو د آزاد او خلاص هند – سمندر لپاره د یوځای کار کولو په موخه خپله ټینګه ژمنه تکرار کړه. ټاکل شوې ده هند او جاپان د هند – بعرالکایل سیمې سولې او هوساینې په لور د همکارۍ د پراختیا لپاره د دې کال په وروستیو کې د جاپان – هند کلنۍ ناستې دمخه د بهرنیو او دفاع وزیرانو لومړۍ خبرې اترې (۲+۲) ولري. دواړو لورو د جاپان – هند – متحده ایالاتو د درې اړخیز ماین ضد توکو د تمرین ادامه ورکولو هوډ هم څرګند کړ.