د هند او روسیې سټراټيژیک انډیوالتوب

لیکنه: د ډاکټر ایندراني تالوکدار

ژباړه: د پښتو څانګه

د هند او روسیې ترمنځ شلمه کلنۍ ناسته د نړۍ د نظم په بدلون کې د متحرکو پرمختګونو په برخه کې د ځانګړي وخت تجربه وه او د امتیاز لرونکي’ ستراتیژیکې ملګرتیا شاهده وه.

د هند لومړی وزیر نریندر مودي چې د روسیې د ویلاډیووسټاک ښار ته د شرقي اقتصادي فورم په پنځمه ناسته کې د ګډون په موخه په دوه ورځني سفر تللی وو ، د روسیې له ولسمشر ویلادیمیرپوتین سره یې هم کلنۍ ناسته ترسره کړه.

د اقتصادي فورم پر مهال هند خپلې اقتصادي ډیپلوماسۍ ته په دوام ورکولو سره د ( ایکټ فار ایسټ) پالیسۍ څخه هم پرده پورته کړه. لومړي وزیر دغه له منابعیو ډکې سیمې د پراختیا په موخه د یو بیلیون امریکايي ډالرو اعلان هم وکړو. دا پالیسي به نوي ډیلي سره مرسته وکړي ترڅو په دغه سیمه کې لا ډیره همکاري او پانګونه وکړي. هند د الماسو، سکرو او د سرو زرو د کانونو په برخو کې پانګونه کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یو په یو، محرمې او په طبیعي بڼه د دواړو لپاره ګټورې اړیکي دي چې له هر ډول دوه اړخیزو همکاریو څخه برخمنې دي. برسیره پر دې، تمدني همرنګي ارزښتونه، آزمویل شوې ملګرتیا، متقابل درک، باور، ګډې ګټې او په اقتصادي پرمختګ او بنسټيزو کړنو کې یو رنګ والي له هند او روسیې سره مرسته کړې ترڅو په دواړو سیمه ییزه او نړیواله کچه سره یو بل ته لا ډیر نږدې شي. د دواړو مشرانو ترمنځ د شانګهای د همکاریو شورا تر ټولو لویه د بحث متمرکزه موضوع وه. 

د کلنۍ ناستې پر مهال، د دواړو رهبرانو لخوا د خپلو هېوادونو بعضې غوره کړنې هم بیان کړی شوې. هغه ننګونی چې د پردې تر شا ورسره دواړه هېوادونه مخامخ وو، چې له هغې ډلې د ډیلي د ګاونډیانو لخوا د دوی په کورنۍ موضوع کې د لاس وهنې او غوغا جوړول هم شامل وو.

په دغه شلمه کلنۍ ناسته کې، دواړو رهبرانو د دوه اړخیزې همکاریو لپاره په نویو لار چارو موندلو تمرکز وکړو چې په هغو کې د سوداګرۍ، دفاع، فضانوردۍ، انرژۍ او بحري اړیکو جوړولو برخې هم شاملې وې. 

په اقتصادي برخه کې، ولسمشر پوتین د کلنۍ سوداګرۍ په برخه کې له ۱۷ سلنه ډيروالي څخه ډاډ څرګند کړ چې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۱ بیلیونه ډالرو ته ورسیده. دواړو مشرانو د سوداګریزو او اقتصادي څواړخیزو همکاریو لومړیتوبونه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د بوختیاوو په ډیروالي کې د بنسټیزو ستنو په توګه وبلل. د هند په میک ان انډیا پروګرام کې د روسیۍ د ولسمشر ګډون او په روسیه کې د هند په پانګونه د روانو پروژو په هکله هم خبرې اترې وشوې.

د انرژۍ په برخه کې، د هند او روسیې تر منځ د شته انرژیکي ښکیلتیاوو په ستایلو سره، هند او روسیه ژمن  دي چې د ځمکې پیژندنې، تیلو، نفتو او ګازو برخو کې د ګډو پرمختیاوو په موخه هند او روسیه له یو بل سره همکاري وکړي. دوی له روسیۍ نه هند ته په اوږدمهاله توګه د انرژۍ په لیږدولو هم هوکړه وکړه، چې په هغو کې په آرکټیک کې د شمالي بحر مسیر هم شامل وو. دواړو خواوو له ۲۰۱۹ نه تر ۲۰۱۴ کال لپاره د هایډروکاربن په برخه کې هم د همکاریو هوکړه لیک امضا کړ. داسې بریښي چې د انرژۍ سکتور به په راتلونکو پنځو کلونو کې لوړو څوکو ته ورسیږي. د هسته یي موادو په برخه کې به  په راتلونکو شلو کلونو کې ۱۲ نور د روسیې لخوا ډیزاین کړی شوي پاور یونټونه هم جوړ کړی شي.

د نړیوال شمال سویل ټرانسپورټي دهلیز په هکله هم خبرې وشوې. د بریښنایي اسنادو په کاري بهیر هم تمرکز وشو چې له هغې ډلې څخه د لیږد رالیږد په پروسه کې ډیجیټلي ټیکنالوژي او د فضا له لارې اندازه اخیستنې برخه هم معرفي کړی شوه. په اقتصادي، سوداګریزې او پانګونې برخو کې مساوات برقراره ساتلو په موخه د چنای نه تر ولاویډوسټاک تر منځ نوی مسیر هم پرانستل شو. 

په دفاعي چارو کې په لویې لاسته راوړنې سره، هند به روسي پوځ ته د ټکنالوژۍ د لیږدولو او ګډو پروژو پر مخ وړلو لپاره د پرزه جاتو او آلاتو جوړول پیل کړي. دواړو خواوو د متقابلو تدارکاتو څخه پر ملاتړ هم هوډ وکړو.

په فضايي برخه کې، هند اعلان وکړو چې د ګګن یان په نوم میشن لپاره به هندي فضانوردان په روسیه کې زده کړې ترلاسه کړي.

د کلتوري او د ولسونو له ولسونو سره د اړیکو په برخو کې، د مهاتما ګاندي د ۱۵۰ مې زیږدیزې کلیزې د یادبود په ویاړ په روسیه کې یو ډاک ټیکټ هم خپور کړی شو.

په ټولیزه توګه، د شرقي اقتصادي فورم پنځمه غونډه او کلنۍ ناسته یوه لویه لاسته راوړنه بللی شو چې په ټولو برخو کې د نویو پرمختګونو سبب شو چې په هغو کې د نوې (ایکټ فار ایسټ) نوې پالیسۍ معرفي هم شامله وه.