د امریکا او طالبانو تر منځ تړون او د افغانستان حکومت اندیښنی 

لیکنه د معین الدین خان 

ژباړه : د پښتو څانګی

نن سبا د افغانستان د راتلونکی په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولی خبرو اترو په تړاو ماحول تود دی. د خبرو دا سلسله د تیر کال څخه شروع شوی وه او له وروستیو مرحلو څخه په تیریدو داسی اوریدل شوی چی د دغه تړون پایله له مخکی څخه ټاکل شوی وه. امریکا او طالبانو ترمنځ چی کومی خبری اتری روانی وی په دی کی یوه خبره د ټولو په ذهن کی څرخیده چی د افغانستان ټاکل شوی حکومت راتلونکی په څه وی ؟ طالبانو له لومړۍ ورځی څخه دا موقف غوره کړی وو چی د اشرف غنی حکومت او د نوموړی استازو سره به هیڅکله غونډه ونکړی. د دی سبب یو خو دا وړاندی کړای شو چی دا د امریکا پلوۍ حکومت دی ، له بلی خوا له امریکا سره خبری کولو کی طالبانو ته هیڅ ډول ستونځه نه وه. په شروع کی امریکا غوښتل چی طالبان د امریکی په ځای له افغان حکومت  سره د خبرو اترو میز ته کینی او د افغانستان د راتلونکی په اړه څه نا څه پریکړه وکړی او بیا امریکا کولی شی چی په دی کی وروسته ګډون وکړی .مګر بیا ناڅاپی د امریکا د ولسمشر په تګ لاره کی یو غټ بدلون راغی. هسی خو امریکا د افغانستان په هکله دجنوبی اسیا لپاره د یوی نوی تګلاری اعلان کړی وو د کوم له مخی چی طالبانو او د هغوی پلویانو پر ضد به سخت موقف غوره کړی شی. د دی لړۍ یوه برخه دا هم وه چی هغوی د طالبانو ملاتړ کونکی پاکستان ته ورکړای کیدونکی مرسته وځنډوله مګر فیصله ئۍ دا وکړه چی له افغانستان څخه د امریکا سرتیری زر تر زره بیرته را وغواړی . همدا وجه وه چی له طالبانو سره غونډی کولو ته ئی هوکړه وکړه. طالبانو سره خبری اتری کولو په موخه امریکا خپل خصوصی استازی افغان نژاده امریکائی سفیر زلمۍ خلیلزاد وټاکلو. د امریکا او د طالبانو استازو ترمنځ د سولی خبرو اترو سلسله د قطر په پلازمینه دوحه کی پیل شوه. مګر د دی غونډی په هیڅ پړاو د افغان حکومت یا د هغوی استاذو کوم رول ونه لیدل شو، او نه هم دا بر علا شوه چی که چیری د طالبانو او امریکا ترمنځ کیدونکی تړون اخری بڼه هم  غوره کړی نو د افغانستان د راتلونکی په اړه سیاسی نقشه به څه وی؟ د افغانستان لپاره تر ټولو لویه او د اندیښنی خبره دا وه چی د خبرو اترو دغو پړاونو ترمنځ د طالبانو په بریدونو کی هیڅ کمی را نغۍ. څنګه چی د خبرو اترو سلسله مخ په وړاندی روانه وه د طالبانو په بریدونو کی نور شدت راغی . نور خو نور دا بریدونه اوس هم روان دی . کله چی د تړون په اړه ټولی خبری اتری اوس هم روانی دی. د ګډوډۍ پدی ماحول کی د افغانانو لوی شمیر ډلی ټپلی په ویره او ډار کی ورځی شپی سبا کوی . په خاص ډول افغان میرمنی په سخت تشویش کی ښکیل پاتی شوی چی د طالبانو حکومت د پرځیدو څخه وروسته یی د اطمینان ساه اخیستی وّ او د نوی جوش او ولولو سره ئی د افغانستان د پرمختګ په کارونو کی ونډه اخیستله. دا هغه خلک دی کوم چی دی سوچ پریشانه کړی چی د امریکا او طالبانو ترمنځ پریکړه له عملی کیدو وروسته به په افغانستان کی د طالبانو سلطه رامنځته شی. د دوی دا تشویش بی وجه هم نه مالومیږی ځکه چی د خبرو په دوران کی هم په مسلسل ډول د طالبانو بریدونه همداسی روان وو . او موخه ئی امنیتی سرتیری، دولتی دفترونه او ماڼۍ، پو لیس، دولتی کار کونکی او عام وګړی او په تیره هدف یی لوی شمیر ښځی او ماشومان وو. د امریکا خصوصی استازی زلمی خلیلزاد په تیرو ورځو کی کابل ته تللی وو چیرته چی له دولتی لوړپوړو چارواکو سره یی غونډي وکړی او ویی ویل چی له طالبانو سره د شوی تړون تفصیلات څرګند شوی او پدی لړ کی د امریکا له نظر سره همغږی لری . د دغه تړون له مخی د امریکا سرتیری خپل هیواد ته ستنیږی. مګر داسی بریښی چی کومی خبری چی د دولتی چارواکو سره شوی د حکومت د قناعت وړ ندی. تیره چارشنبه افغان حکومت دا اشاره وړاندی کړی وه چی هغوی پدی ترڅ کی د خطر احساس کوی او باید چی د تړون په هکله پوره وضاحت وړاندی کړای شی .

کابل حکومت جدی غبرګون ندی وړاندی کړی   مګر د اشرف غنی ویاند صدیق صدیقی وویل چی که چیری په اصل کی د سولی لپاره لاره هواریږی نو باید چی ملاتړ یۍ وشی، مګر حکومت به دا هرومرو وغواړی چی له غونډی څخه وروستته کومه پایله چی ترلاسه کیږی منفی اغیزه یی باید تر سترګو نشی. ښاغلی صدیقی زیاته کړه چی کومی مسودی چی چمتو کړای  شوی باید چی تفصیل سره ئي جاج واخیستل شی. غرض دا چی خلیل زاد چی کومی خبری کړی ، پوره تفصیل ئی مالوم ندی او تر کومی چی د هغی تفصیل مالوم نشی د اندیښتی ماحول به همداسی خور وی . مناسبه به دا وی چی امریکا نه یوازی افغان حکومت بلکی ټولو افغانانو ته دا په ډاګه کړی چی د دغه تړون د ترسره کیدو وروسته به څه تر سره کیږی. روان وضعیت دومره مبهم دی چی د خلکو اندیښنی له منځه وړل حتمی ګرځیدلی دی .