پاکستان  کرتار پور ته د ازادی ویزی سفر په لارکی خنډونه رامنځته کړل

لیکنه: د نصرت ظهیر احمد

ژباړه : د پښتو څانګی 

د کرتارپور صاحب د سفر د تړون په هکله د هند او پاکستان ترمنځ د دواړو هیوادونو د چارواکو او استازو ترمنځ د خبرو اترو په دریمه ورځ هم تړون نهائی نشو. د دی مطلب دا دی چی د پاکستان حکومت د یو  خاص مذهبی ، کلتوری او له ټولنیز نورم څخه دفعتاً سیاسی ګټه اوچتول غواړی. که چیرته مونږ تیرو ته نظر وکړو نو د کرتارپور صاحب د لاری د خلاصیدو وړاندیز په لومړی ځل ۱۹۹۹ کال کی په لومړیو کی د هند او پاکستان د لومړیو وزیرانو مرحوم اټل بیهاری واجپائۍ اود نواز شریف د لیدنی  په محال وړاندی شوی وو، چی تر کلونو کلونو دا وړاندیز یوازی وړاندیز پاتی شو. بلاخرِه تیر کال د د غی لاری د خلاصیدو بنسټ د نومبر په ۲۶ نیټه د هند په سیمه کی او دوه ورځی وروسته د پاکستان په سیمه کی هم کیښودل شو.د کرتار پور صاحب ګورودواره د سیکهـ مذهب ستر پیغمبر حضرت بابا ګورو نانک دیو جی  سره تړون لری، د کوم چی د روان کال د نوامبر په میاشت کی ۵۵۰ م مولود شریف لمانځل کیږی، چی له همدی وجی د نوموړی لاری ارزښت خورا زیات شویدی.دا مستقیمه لاره د سیکهـ زیات کونکو د سفرفاصله تر ډیره حده لنډه کړی. د هندوستان خلکو او په خاص ډول د سیکانو لخوا ددی لاری د خلاصولو د پاکستان د دی فیصلی هرکلۍ کړی وو، او هغه وخت دا هیله پیدا شوی وه چی  د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان د حکومت دا اقدام به د دواړو هیوادونو ترمنخ تاو تریخوالۍ به یو څه اندازه کم کړی. خو دفعتاً د کرتارپور صاحب د تړون په هکله پاکستان چی کوم ډول چلند غوره کړی ټول یی حیرانه کړی. ددی څخه داسی څرګندیږی چی د پاکستان حکومت د لار د خلاصون په کړنه دا غواړی چی په هند خپله سلطه ترلاسه کړی تر څو د دی پریکړی په اقتصادی ګټه برخه من شی  که څه هم په ډیرو خبرو موافقه شوی وه مثال په ډول پاکستان به هندی زیارت کونکو ته د دوی د باور په پام کی نیولو سره له ویزی پرته کرتارپور صاحب ته د تلو اجازه ورکړی.پاکستان پدی هم موافقه کړی وه چی هره ورځ به ۵۰۰۰ زایرینو ته کرتارپور صاحب ته د تګ اجازه ورکوی.مګر هندوستان غواړی چی په خاصو مواقعو باندی دا شمیره تر ۱۰٫۰۰۰ زیاته کړای شی خو پاکستانی حکمرانو ته دا د منلو وړ نه وه.  نو له همدی وجی پدی خبره زیات ټینګار ونشو. ټاکل شوی وه چی د کرتارپور دهلیز به ټول کال د اونۍ ۷ ورځی خلاص وساتل شی. د راوی په زوړ کانال باندی به پاکستان سیکهـ زیارت کونکو لپاره یو پل جوړ کړی ، او تر پله جوړیدو پوری به د یو بس سړک اسانتیاوی برابری کړای شی. د دی سربیره په بیړنی حالت کی به زیارت کونکی ژغوری ، راولی به ئی او د لنګر انتظام په برخه کی د مرستی کړنی هم په پام کی نیول کیږی. خو دفعتاً پاکستانی حکمرانو په زایرینو د ۲۰ ډالرو فیس وضع کولو شرط رامنځته کړو چی په شوی پریکړه کی خنډ را پیدا کړی. هند دلیل وړاندی کوی چی زیارت کونکو باندی د ویزی پابندی نده وضع شوی نو لازمه نده چی له زائرینو څخه دی فیس واخستل شی. حقیقت دا هم دی چی په ټوله نړۍ کی له چا څخه د خپلو عبادت ځایونو د زیارت کولو هیڅ ډول فیس نه اخستل کیږی. د یادولو وړ ده که چیری د ۲۰ ډالرو فیس د شوی پریکړی برخه وګرځی نو هره ورځ ۵۰۰۰ زیارت کونکو څخه به پاکستان د ورځی یو لک دالره ترلاسه کړی چی د پاکستان د کرنسۍ په پرتله د ورځی شپاړس کروړه روپۍ او همدا ډول په کال کی به ۵٫۵۰۰ کروړه روپۍ  د تر لاسه کولو هیله پیدا شی. د پاکستان په دی کړنه کی د ناڅاپی بدلون په اړه سیاسی مبصرین وائی چی پاکستان ته د نوموړی هیواد نظامی واکدارو شاید دا هدایت ورکړی وی تر څو د شوی معادی په عملی کولو ځنډ او خنډ راپیښ کړی. له دی کړنی څخه دا څرګندیږی چی د پاکستان په حکومت کی د سیاسی فشار له وجی اوس د جدی مذاکراتو په ځای په تبلیغاتو کی علاقمندی ښودل کیژی . په راتلونکی کی به دا تړون تر سره شی او که نه اوس پدی هکله هیڅ هم نشی ویل کیدای. یوازی هیله کیدای شی چی پاکستانی حکمرانان لږ څه عقل او سوچ څخه کار واخلی او په مذهبی عقیدو باندی د سیاست او کاروبار کولو څخه ځان وژغوری.