پاکستان بیا خجالت شو

لیکنه: د کوشک رای

ژباړه: د پښتو څانګه

 پاکستان خپل ځان د کشمیر په موضوع کې ښکیل ګڼي. پاکستان ډیر په جدیت سره هڅه کوي چې د هند لخوا د جمو او کشمیر د ځانګړي حیثیت د ختمولو پریکړې په هکله نړیواله پاملرنه را جلب کړي. نوې ډیلي په لویه کچه څرګنده کړې چې دا د دوی کورنۍ موضوع ده. هند په دې کې هم بریالی وو چې خپل نظر په سمه توګه نړیوالو ته ورسوي او د هند دغه پریکړه د ډیرو هېوادونو لخوا تایید شوې هم ده.

 مګر پاکستان لا هم قناعت نه دی کړی. اوس خپل ځان منزوي بولي حتی د خپلو نږدې متحدینو په منځ کې هم. تیره اونۍ، د پاکستان لومړي وزیر او د دوی د پوځ مشر د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو ته بلنه ورکړې وه. په یوه کلاسیکه ډیپلوماټیکه مانا کې، دواړو ورغلیو وزیرانو یواځې دومره وکړه چې د پاکستان خبرو ته یې غوږ ونیولو.

نو له همدې امله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې، موږ هیله مند یو چې دواړه هېوادونه به مونږ نه ناهیلي کوي. د دواړو هېوادونو وزیرانو زموږ دریځ واوریده.

تر دې زیاته د پټو سترګو بیانیه نه شوه کیدلی. هیڅ چا هم ترې ډيره طمع نه لرله. حتی پاکستاني شنونکو هم داسې احساس لرلو چې دا نور هیڅ هم نه وو بس یواځې انځوریزه ننداره وه. پاکستان ادعا کړې چې دوی بریالي وو ترڅو پخپل ډیپلوماټیک فشار کې سعودي عرب او عربي متحده امارات هم ښکیل کړي. مګر په هر صورت دواړه عربي هېوادونه بې اغیزې پاتې شول، او له دې داسې بریښې چې اسلام آباد د جلابۍ دعوې بې ګټې وې. دغه ناستې په پاکستانیو رسنیو کې د قهر طوفان راوستی- مګر د رسنیو پوهان توانیدلي چې دغه مسله غلې کړي.

پاکستان پخپله د دغه غیر شعوري حرکت مسوول دی. دا د دې دوه بډایه هېوادونو جیره خور دی. تیر کال، پاکستان له دواړو هېوادونو ریاض او ابو ذهبي څخه شاوخوا ۶ بیلیونه ډالر ترلاسه کړل. سعودیان هغه پاکستانیان چې په سعودي کې کار کوي د مسکین یا (اړمن) په نوم یادوي. دا حقیقت باید له لاسه ورنکړل شي. په داسې حال کې چې، هندي مهاجرین چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې میشت دي د خپل پام وړ مهارت، زده کړو، پراخه اند او پوهې له امله پیژندل کیږي. دوی په داسې یو نوم پیژندل کیږي چې په هغو هېوادونو کې دوی ژوند کوي د هغوئ په اقتصادي حوزه کې خورا اغیزمن رول لوبوي.

په ۲۰۱۶ کال کې، د سعودي عرب شاه سلمان د هند لومړی وزیر نریندر مودي د شاه عبدالعزیز (د شاهییت تر ټولو لوی ملکي) اعزاز باندې ونازولو. سعودي شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان تر ۲۰۲۱ کال پورې په هند کې د ۱۰۰ بیلیونه ډالرو د پانګونې اعلان وکړو. تر دې د مخه د روان کال په لومړیو کې نوموړي ژمنه کړې وه چې په پاکستان کې به ۲۰ بیلیونه ډالره پانګونه کوي. دا په څرګند ډول سره دا جوتوي چې عربي هېوادونه په هغو اړیکو کې د پراختیا لیوال دي چې ولسونو ته یې ګټه رسوي او مذهبي جنبه پکې مهمه نه ده. د پاکستان او سعودي عرب تر منځ سوداګریزې اړیکې په ۲۰۱۷-۱۸ کال کې یواځې ۷٫۵ بیلیونه ډالره وې او دا په داسې حال کې ده چې په عین وخت کې د هند او سعودي عرب سوداګریزې اړیکې ۲۷٫۵ بیلیونه ډالره وې.

عربي متحده اماراتو تل پاکستان ته کمه پاملرنه کړې. په هند کې د سعودي عرب سفیر احمد البنا د هند له کړنو دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا د هند کورنۍ  اداري موضوع ده او دا کار یې د لاډيرې سولې او ثبات لپاره یو اقدام بللی. څو اونۍ وروسته، متحده عربي اماراتو هم د زاید په حکم، لومړی وزیر نریندر مودي په خپل تر ټولو لوی ملکي اعزاز ونازولو. نو پاکستان ناراحته شو چې له امله یې د پاکستان د سنآ/ مشرانو جرګې رییس صادق سنجراني متحده عربي اماراتو ته خپل سفر وځنډولو.

په عین حال کې پاکستان مبصرینو هم له هند نه د ملاتړ له امله د تیلو څخه بډا عربي هېوادونو پر دغه اقدام نیوکې کړي، د پاکستان ولسونه په سړکونو راوتلي او له خپل حکومت او پوځ نه غواړي چې ولې دوی د اویغور مسلمانانو په هکله پټه خوله پاتې دي چې په چین کې د بیا روزنې په کمپونو کې بند دي. مګر دوی ډیر ښه پوهیږي چې د چین او پاکستان تر منځ هغه اقتصادي دهلیز د دوی هېواد لپاره حیاتي ارزښت لري. پاکستان هيڅکله هم په یمن کې د وژنو او ورانیو په هکله څه نه دي ویلي. د پاکستان حرص او هیله د دې سبب شوې چې د دوی پوځي او ملکي مرستې تر ډيرو کلونو پورې د نورو په چوپړ کې وي.

شنونکي داسې فکر کوي چې ګواکې د دوی قوي ډیپلوماسي به په پاکستان کې ویش پرېنږدي. دا به هم د دې هېواد تر ټولو زیات حماقت وي چې له مسلمانو هېوادونو د ملاتړ ډیره طمع وکړي. مسلمان هېوادونه په دې باوري دي چې پاکستان یواځې د همدې ساز په غږولو کې لیوالتیا لري. د خپل موجودیت د ۷۲ کلنونو په موده کې، دوی هیڅ هم و نکړل ترڅو له دغه دلدل څخه راو اوځي. پداسې حال کې چې ګاونډیانو یې پرمختګونه وکړل خو اسلام آباد اوس هم د بهرنیو مرستو له لارې پر مخ روان دی او د ترهګرو صادروونکی هېواد دی. په حقیقت کې دې کار په نړیواله کچه د دوی ارزښت کم کړی. پاکستان له ډیرې مودې دغه کار ته دوام ورکړی او تل یې ورته د پیوند ایښودلو اقدام کړی.