چندریان دویم په باب د پاکستان ماشومانه څیړنه پخپله پاکستانیانو لخوا د ملنډی موضوع جوړ شوې

لیکنه: د محمد خاور حسن

ژباړه : دپښتوڅانګی

څوک چی څه کوی هم هغه ناکام کیږی او هم هغوئي بریا ترلاسه کوی. کله د بشپړ ناکامۍ سره مخامخ کیدل وی او کله په جزوی ډول ناکامی مخی ته راځی خو د هندوستان خلائي مشن چندریان دویم ناکامه نشی بلل کیدلی ځکه چی هغه ته څه کارکول و د هغه ۹۵ سلنی کار کړی و کله چی وکرم لینډر د سپوږمۍ سطحی څخه فقط دوه اعشاریه یو کلومیټرو په واټن و چی له زمکی څخه د هغی اړیکه و شوکیدله . که اړیکه نه وه شوکیدلی او د لینډر د سپوږمۍ په سطحه کوز شوی وائ نو په خلائي سائینس کی دا به یو لوئ بریا وه لاکن دغه مشن پرګوته کولو سره باید چی لدی خبری څخه سرغړونه ونشی چی آربیټر خپل پی لوډ سره اوس هم کار کوی او د هندوستان د خلائ سائینسی پلټونکی سازمان ایسرو دا خبره په درک کولو کی بریا ترلاسه کړیده چی لینډر د سپوږمۍ په سطحه ولی کوز نشو. د امریکی د خلائي سائیس اداری ناسا دغه مشن په حواله د ایسرو ستائینه کړیده خو د پاکستان د سائینس او ټکنالوژۍ وزیر فواد چودهری لینډر سره اړیکه شوکیدلو یو څه وخت وروستو د هند خلائي مشن ناکامه بللی و او په سوشل میډیا باندی دغه مشن په ترڅ کی په هند په نیوکو لاس پوری کړی و . او س هغوئي ته به چا پوه برابروله چی نوموړی د پاکستان د سائنس او ټکنالوژۍ وزیر دې سائینس پوه نه نو ځکه نوموړی ته  د سائنس پوه ګڼل خطائي ونکړی . پداسی کولو نوموړی خو د خندا موضوع جوړ شی خو پاکستان هم د ملنډی موضوع جوړ شی او دا وخت د پاکستان حالت داسی ندی چی هغه ملنډه و زغملی شی . اقتصادی بده وضع هغه ته د تریخ احساس ورپه برخه کوی .

د فواد چودهری لخوا د چندریان دویم ناکامه بللو یو علت دا هم دی چی نوموړی د سیاست پیل هم ناکامۍ سره کړی . نوموړی ۲۰۰۲میلادی کال کی  په ټاکنو کی یو آزاد نوماند په حیث ودریدلی و کله د نوموړی مخالف ته ۳۸۶۳۶ رائ ترلاسه شوی وې او نوموړی ته فقط ۱۶۱ رائ ترلاسه شوی و . د هغی وروسته نوموړی په یولړ ګوندونو کی خپل بخت و ازمائیلو خو نوموړی په دوامداره ناکامۍ سره مخامخ شو.

په خلائي سائینس کی هند حیرانونکی بریا ترلاسه کړیده . د هند شمار د امریکی ، روس او چین په شان هیوادونو سره کیږی خو د پاکستان په خلائي سائینس کی هیڅ حیثیت نشته . د هندوستان لپاره سپوږمۍ لری نده خو د پاکستان لپاره سپوږمۍ نن هم ډیر لری ده. داسی  ځکه دی کله چی له بده مرغه په پاکستان کی فواد چودهری په شان مشران د سائینس او د ټکنا لوژۍ وزیران دی څوک چی پخپله څه نه کوی او په نورو ملنډی وهی . پاکستان د دیوالیه کیدو پر غاړه ولاړ دی . د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په ډیرو هڅو له نړیوال وجهی صندوق څخه د پور په اخستلو کی بریا ترلاسه کړیده خونوموړی لپاره دا خبره ګرانه ده چی هغه پور تادیه کړی ، زیاتیدنکی بی روزګاری له مینځه یوسی ، د غریبی له مینځه وړلو لپاره یو څه کار وکړی یا بیا بل څه وکړی خو د نوموړی وزیر فواد چودهری هندوستان ته په ویړیا سلا ورکوی چی نوموړی په چندریان دویم د ۹۰۰کروړو روپیو مصرف له هند څخه واخلی . باید چی عمران خان نوموړی پوه کړی چی هندوستان  پاکستان ندی . د هغی اقتصادی وضع داسی ده چی هغه په خپل خلائي مشن ملیونونه مصرف کولی شی نوځکه هغه ته لا د خلائي مشن خوب لیدل پکار دې. پخپله پاکستانیان د دی خبری احساس لری چی د هندوستان په دښمنۍ کی فواد چودهری دومره مخی ته لاړلو چی د پاکستان د ملنډی جوړیدو خیال ونشو.  ژورنالسته غریده فاروقی لدی خبری سره د ټولو اتفاق شته چی پرمختللی ملتونه سائینس، ټکنالوژۍ او عصریتوب په میدان کی په هڅو ملنډی نه کوی لاکن پاکستان پرمختللی هیواد ندی نو ځکه د فواد چودهری په شان د پاکستان مشرانودا مجبوری ده چی هغوئي د هندوستان په خلائي مشن ملنډی وکړی . دا خبره بیله ده چی هغوئي پخپله مسخره جوړ شوی او نړۍ په هغوئي خاندي.