د هند او نیپال تر منځ د پټرولو پایپ لاین پرانستل شو

لیکنه : د رتن سالدی

ژباړه :د پښتو څانګی

هند او نیپال تر منځ دوه اړخیز مناسباتو کی هغه وخت د بریا یو نوی باب اضافه وشوه کله چی د دواړد هیوادونو لومړی وزیرانو د ویډیو کنفرانس د لیاری د هند د بهار ایالت کی د موتی هاری او نیپال کی د املیک ګنج تر منځه د جنوبی اسیا لمړنۍ پټرولیم تولیداتو پایپ لین په ګډه افتتاح وکړه. ۶۹ کیلو میټره اوږد پایپ لاین کوم چی هندی سیمه غاړه کی ۳۲٫۷ کیلو میټره ده او د نیپال سیمه غاړه کی ۳۷٫۲ کیلو میټره ده په کال کی د نیپال خلکو ته دوه میلیون ټنه پاک پترولیم تولیداتو سپلائي کولو استعداد لری .د هند او نیپال تر منځ دغه پایپ لین د نیږدی دوه اړخیزو اړیکو یو نښی په حیث بللو.لومړی وزیر نریندر مودی وویل چی موتی هاری او امولیک ګنج پایپ لاین پروژه به د منطقی انرژي امنیت زیاتولو کی کومک وکړی.او په مهمه توګه ټرانزیټ مصرفونه به کم کړای شی. دا خبره په اطمینان سره را په یاد کړه چی په ستر سوئی باقاعده تبادلو د هند نیپال ملګرتیا غزولو د پاره د یوی لری لید ایجنډی تر مخ ‎په وړاندی کتلو د پاره بنسټ کیښودو. د نوی ډیل پروژی افتتاح په کولو ښاغلی مودی اعتماد څرګند کړو چی د دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخیزه مناسباتو ته به نور ژوروالی ورکړی شی او په راز راز سکتورونو کی وغزول شی. او د هند هغه ژمنه ئی تکراره کړه چی د همالیی ملت ته د هغه انکشاف هڅو کی کومک برابر کړی.

په کاټمنډو کی پدی موقع باندی خپل خطاب کی د نیپال لومړی وزیر کی.پی.شرما.اولی. دغه پایپ لاین پروژه د تجارت،ټرانزیټ، او بنسټیزی اډاونی کی د رابطی په ترڅ کی تر ټولو ښه مثال وبللو. نوموړ وویل چی ټینګ سیاسی ژمنی په ملاتړ هند او نیپال د انکشاف، سوکالۍ، او خپلو  خلکو خوشالی د پاره یو شاندار لری لید اینی او دواړ د دغه احساس له پاره یو قوی ژمنه لری. د نیپال خلکو ته یو لوی رعایت په ورکولو ښاغلی اولی په نیپال کی د پيټرو لیم او ډيزل نرخ کی فی لیټر د دوو روپو کمۍ اعلان وکړو. نوموړی وویل چی د هند څخه نیپال ته د پایپ لاین د لیاری د تیلو سپلایی به نه یوازی مصرف کم کړی بلکه وخت به هم خوندی وساتی ، او د سړک د لیاری تګ راتګ کی به هم کمی را منځ کړی. د تیلوټانکرونو لخوا رامنځ ته کیدونکی فضائی ناوړتیا به کم کړی. د ۱۹۷۳ میلادی کال راهیسی نیپال د خپلو تیلو تولیداتو ټول ضروریات له هند څخه پوره کوی. او په عنعنوی توګه د تیلو تولیداتو وړلو لپاره د ټینکرونو استعمال کیږی. د دولتی سکټور هندی تیل کارپوریشن چی بهار کی د خپل برونی تیلو پاکولو کارخانی او د ریګزول ډیپو لری، چی همدا نیبال ته د تیلو د سپلائی مهم ایجنسی ده. په ۲۰۱۷ میلادی کال کی د نیپال تیل کارپوریشن سره د یو بل ۵ کلن یعنی ۲۰۲۵ میلادی کال پوری لوضنامه تجدید کړای شوه .

د ۱۹۹۶ میلادی کال په لومړی ځل پیشنهاد کړای شوی موتی هاری ـ املیک ګنج پایپ لاین پروژه د یو شمیر کالونه د پاره په ډیل کی پاتی شو. دا پبروژه ۲۰۱۴ مبلادی کال کی نیپال ته د لومړی وزیر نریندر مودی د مسافرت څخه وروسته بیا فعاله کړای شوه. د دواړو هیوادونه دولتی سکټر شرکتونو انډین آیل کارپوریشن او د نیپال تیلو کارپوریشن د ۲۰۱۵ میلادی کال سپټمبر میاشت کی پروژه په غاړه اخستلو لپاره یو لوضنامه لاسلیک کړه. تیر کال اپریل میاشت کی کی. پی.شرما.اولی مسافرت په دوران کی په نوی ډیلی کی د حیدراباد د هاوس څخه د دواړو هیوادونو لومړی وزیرانو ښاغلی مودی او ښاغلی اولی لخوا د ریموټ کنټرول له لیاری د پروژی بنسټ تیږه کیښوده. دغه پروژه ۳۰ میاشتو کی بشپړه کول ټاکل شوی وو، لیکن د دواړو غاړو څخه د مامورینو سخت زیار له کبله دغه پروژه په نیم وخت بشپړه کړای شو. کوم چی په نیپال کی د ټاکلی وخت څخه مخکی د پروژی تکمیلول یوه لویه بریا ده. ښاغلی اولی په نیپال کی ۲۰۱۵ میلادی کال زلزلی ځپلی شوی کسانو لپره د ۵۰٫۰۰۰ کورونه جوړولو لپاره هم د هندوستان مننه وکړه.