د یو ان ایچ سی ار په ۴۲ مه ناسته کی د هند پياوړی عکس العمل

لیکنه: د ډاکټر زیناب اختر

ژباړه : د پښتو څانګی

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو کمیسون (یو ان ایچ سی ار) په ۴۲ مه ناسته کې د کشمير د مسلی په اړه د پرېکړی په هدف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر مسلې د نړیواله ګرځولو لپاره هلې ځلې وکړې خو په بده توګه ناکام شو. پاکستان به د ۴۷ غړیو له ډلې څخه د ۲۴ هیوادونو ملاتړ ته اړتیا ولري او د خپلو هڅو سربیره ، په دې کې پاتې راغلی چې په یو ان ایچ سی ار کې د بیړني بحث لپاره غوښتنې ته د رسیدو لپاره حتی ملاتړ ترلاسه کړي. دا باید په یاد ولرئ چې پداسې حال کې چې د غونډې په اوږدو کې هر وخت د بحث غوښتنه کیدلی شي ، د کشمیر په اړه د پریکړې لپاره غوښتنه د ثبتولو وروستۍ نیټه د سپټمبر ۱۹ مه ده. هند پریکړه کړی چی جنیوا ته به خپل وزیر نه لیږی او دا خبره دا په ډاګه کوی چی دوی دغی مسلی ته ډير اهمیت نه ورکوی. په همدی حال کی  دوې د پاکستان ادعاوی او څرګندونې په کلکه رد کړې او دا یې “توهین آمیز بیان” ، “دروغجنې ادعاوې” او ” تورونه” وبلل.

شاه محمود قریشي یو ځل بیا د کشمیر د مسلې راپورته کولو هڅه وکړه چې د بشري حقوقو سرغړونه یې بولي او د ملګرو ملتونو لخوا د ګډې پلټنې غوښتنه کوي. هندوستان د پاکستان دا غوښتنی په کلکه رد کړی او ټینګار یی وکړ چې کشمير یوه داخلي مسله ده او د دې لپاره محدودیتونه لګول شوي ترڅو له پولې هاخوا ترهګرو څخه د خلکو امنیت تامین کړي. د هند استازو پاکستان ته په ځواب ویلو ټینګار وکړ چې د بشری حقوقو ترټولو ناوړی سرغړونې له ترهګرۍ څخه سرچینه اخلي او د شورا له غړو یې وغوښتل چې د دغه ډول تروریستي عملونو په وړاندې غږ پورته کړي.

هندی ډیپلوماتی ، اغلې ویجی ټاکور سنګ  په پاکستان کې د هند پخواني سفیر اجی بیساریا او په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د هند دایمي استازې راجیو چندر له خوا د دې تور مشري په غاړه واخیسته. 

پاکستان ته په اشارې سره  اغلې سینګ وویل ، “دلته یو هییت زما د هیواد پر وړاندې د دروغجنو او محکومو تورونو د بیانولو یوه روانه تبصره کړې. نړۍ پوهیږي چې دا جعلي داستان د نړیوال تروریزم له مرکز څخه راځي ، چیرې چې د دی حلقې مشران له کلونو راهیسې پټنځایونه لري. دا هیواد د پولې پورې غاړې ترهګر د ‘متبادل ډیپلوماسۍ’ په توګه کاروی. هندي استازو په پاکستان کې د بشري حقوقو وضعیت په بریالیتوب سره راپورته کړ او د پولې دواړو خواوو تروریزم یې په ګوته کړ چې له پاکستان څخه راځی.

د هند قضیه د دوو پیښو له کبله ځواکمنه شوه ، لومړی د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي بلدیو سینګ پیغام  چې په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند غړی دی او په هندوستان کې د سیاسي پناه غوښتنه کوي. په یوه مطبوعاتی بیانیه کی هغه په پاکستان کې د اقلیتونو د حالت یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې “نه یوازې په پاکستان کې هندوان او سکهان” په ازابیږی “، بلکه مسلمانان هم په دغه هیواد کې خوندي نه دي. دوهم په جنیوا کې د یو ان ایچ سی ار غونډې نه بهر د نړۍ سندهی کانګریس لخوا لاریون دی چې په سند ، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د بشري حقوقو سرغړونې پر وړاندې د نړۍ پاملرنه د جلبولو لپاره ترسره شو.

باید یادونه وشي چې د یو ان ایچ سی ار غونډې د مخه ، د پاکستان لخوا د جیش محمد ترهګر مسعود اظهر د خوشې کیدو په اړه داسې راپورونه خپاره شوي چې هغه یې په کشمیر کې د هند پروړاندې د جګړې لپاره د ترهګرو دهڅولو په موخه سرحدي سیمو ته نږدې استولولی دی. پاکستان غوښتل دوه اړخيزه ستراتيژۍ وکاروي ، لومړی د راجستان – سيالکوټ سکټور کې د سرتيرو رامينځته کول او دوهم په کشمير کې د ملګرو ملتونو د پاملرنې راجلبولو په هڅه کې د یو ان ایچ سی ار غونډې دمخه په جمو او کشمير کې  نفوذ زياتول. تر دې دمه نړیوالې ټولنې د هند د دریځ ملاتړ کړی او د پاکستان ادعاوې یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

په یو ان ایچ سی ار کې د پاکستان ناکامي او د تروریزم سره د هغې دوامداره ملاتړ به د هغوی قضیه لاهم کمزورې کړي کله چې ښاغلي عمران خان د سپټمبر په ۲۷ ملګرو ملتونو ته وینا کوي. پداسې حال کې چې پاکستان په ټولو غونډو کې غږونه پورته کوي ، هند په خاموش ډول د کشمیر په اړه د پریکړې لپاره د نړیوالو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره یوه ستراتیژي کاروی. په هرصورت ، د خپلو ناکامیو سربیره ، پاکستان به د جعلي پروپاګند په خپرولو سره د کشمیر مسلې د غوړېدو لپاره جدي هڅې وکړي او د اورپکۍ د را ژوندي کولو هڅه به وکړي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دمخه د جمعې په ورځ یا د سپټمبر په ۱۳ مه نیټه  د پاکستان لخواه د اشغال شوی کشمیر په مظفرآباد کې د عامه خلکو لویه جرګه اعلان کړه چې د جمو او کشمیر له “محاصره شویو خلکو” سره پیوستون څرګند کړي. هندوستان اړتیا لري چې دمخه دا فرصت وکاروي او د اکتوبر په میاشت کې د راتلونکي مالي عمل کاري ځواک (ایف، ای، ټی، ایف) غونډې دمخه په تور لیست کې د پاکستان د شاملیدو هڅه وکړي.