هند په ژوره توګه په شرق کې ښکیل دی

لیکنه: د ډاکټر راهول میشرا

ژباړه: د پښتو څانګی

وروسته له دې چې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر د وزارت واګې ترلاسه کړې د آسیان هېوادونو ته یې خپل لومړی دوه اړخیز سفر د انډونیزیا او سینګاپور هېوادونو ته ترسره کړلو.

د خپل سویل شرق آسیایي هېوادونو د سفر په لومړي ګام کې ډاکټر جی شنکر له خپل انډونیزیایي سیال رینټو مرسودي سره خبرې وکړې. بل لومړی قرار د ملاقات یې د بحري چارو له انسجامی  وزیر جنرال متقاعد لوهوت بینسار پنډجایتن سره وو. دواړو وزیرانو د هند د انډامان او نیکوبار ټاپوګانو او د انډونیزیا د آچې ټاپو ترمنځ د همکاریو په لویو لارو خبرې وکړې. انډونیزیا د هند نږدې سمندري ګاونډي دی چې د هند له سویلي سوکي نه له ۹۰ میلو څخه لږ واټن باندې لرې پروت د انډونیزیا په شمالي سوکه موقعیت لري. د دغه دوه مخکښه سویلي او سویل شرقي آسیا وتلی هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزی سمندري همکاری لوی اهمیت لری.

د هند ایکټ ایسټ پالیسي او د انډونیزیا ګلوبل میري ټایم فولکرم پالیسي په طبیعیت کې د یو او بل بشپړونکې دي. دواړه هېوادونه د آسیان هېوادونو مرکزیت او وحدت ته ارزښت او پرمختګ ورکوي. دا په ځانګړې توګه د پاملرنې وړ ده چې د انډو پیسیفیک اهدافو او لید لپاره خورا د پام وړ دی چې دواړه هېوادونه  د انډو پیسیفیک قوي ملاتړ کوونکي دي او د لنډ مهاله او اوږد مهاله سیاسي، اقتصادي موخو او د هغوئ د نښلونې په برخه کې ګڼ شمیر مشترکات لري. د هندي اوقیانوس په هکله د آسیان هېوادونو د لیدلوري په خپرولو سره دا ډیره په زړه پورې ښکاري چې د سیمي هېوادونه وکولی شي د آزاد او پرانستي، روڼ، د اصولو پر بنسټ، سوله ییز، ګټور او ټول شموله اهداف ترلاسه کړي. کوم چې د بل هیڅ کوم هېواد سره د سیالۍ پر مانا نه ده.

د بهرنیو چارو وزیر همدا راز د بحري، سیاسي، قوانینو او امنیتي چارو له انسجامی وزیر جنرال متقاعد لوهوت بینسار پنډجایتن سره وکتل او د دفاع، امین او ترهګرۍ سره د مبارزې اړونده موضوعاتو په برخو کې پر همکاریو یې بحث وکړو. نوموړي همدا راز د انډونیزیا له مرستیال ولسمشر جوزوف کولا سره هم لیده کاته وکړه.

د یاد سفر لومړنۍ موخه د هندي او انډونیزیایي اړیکو په بیلابیلو برخو کې د چټکتیا رامنځته کول وو. په هند کې د انډونیزیا د ښکیلتیاوو د ډیرولو په موخه  او همدا راز د اوږد مهاله بهرنۍ پالیسۍ د لومړیتوبونو په موخه دا یو منطقي ګام دی. انډونیزیا په سیمه کې له سینګاپور وروسته د هند دوهم تر ټولو لوی سوداګریز ملګری هېواد دی چې په ۲۰۱۹-۲۰۱۸ کال کې دوه اړخیزه سوداګري د دواړو هېوادونو ترمنځ ۲۱٫۱۲ بیلیونه ډالرو ته رسیدلې وه.

 نوې ډیلي او جکارتا خپلې دفاعي او امینتي اړیکې د پیاوړي کړی شويو دفاعي همکاریو او  د سوله ییزو موخو د ترلاسه کولو لپاره د بهرنۍ فضا څخه د ګټې اخیستنې د همکاریو د آډانې هوکړه لیکونو په امضا کولو سره پیاوړې کړې چې په ۲۰۱۸ کال کې انډونیزیا ته د لومړي وزیر مودي د سفر په موخه لاسلیک شوي وو. هند او انډونیزیا جامع سټراټيژیک ملګري دي له ۲۰۱۷ کال راپدیخوا د سمندري همکاریو په تړاو ګډې اعلامیې خپروي. 

دغه دوه سمندري قدرتونو خپل لومړي ګډ بحري تمرینات د ۲۰۱۸ کال نومبر میاشت کې د انډونیزیا په سورابیا کې د سمودرا شکتي په نوم ترسره کړل. هند له انډونیزیا سره د آچې په سبنګ کې د جکارتا ژور بحري بندر په پراختیا کې کار کوي. سبنګ سویل شرقي آسیا او له هغه آخوا سیمو پر لور د هند بحري لار ده چې امکان لري له سیمې سره د هند په نښلولو کې لا ډیر ګټور ثابته شي.

د خپل سفر پر مهال ډاکټر جی شنکر د خپل سینګاپوري سیال ډاکټر ویوان بالاکریشن د هند او سینګاپور د ګډو وزیرانو کمیټۍ شپږم دور مشري هم وکړه او د هند او سینګاپور د سټراټیژیکي ملګرتیا په رڼا کې یې د دوه اړخیزو همکاریو د بهیر لیدنه هم وکړه. نوموړي د سینګاپور له لومړي وزیر لي سیین لوونګ سره هم لیده کاته وکړه او همدا راز یې له مرستیال لومړي وزیر هینګ سوي کیاټ او د دفاع له وزیر این جي اینګ هین سره هم ولیدل.

ډاکټر جی شنکر د هند او سینګاپور په ګډه سوداګري او نوښت غونډه کې هم ګډون وکړو. د غونډې پر مهال نوموړي له سیمې سره جامع اقتصادي ملګرتیا (آر سي اي پي) په هوکړه لیک کې د هند د ګډون لیوالتیا یادونه هم وکړه چې د سوداګرۍ غټ هوکړه لیک دی چې د لسو آسیان هېوادونو په غړیتوب او شپږو خبریزو شریکانو په ګډون ترسره کیږي. 

لکه څنګه چې ډاکټر جی شنکر په ګوته کړي  سینګاپور له آسیان هېوادونو سره د هند د ښکیلتیاو بنسټیز پایه ده. سینګاپور د هند د سمارټ ښار په نوښتونو کې لوی شریک دی او همدا راز د سوداګرۍ ، مالي او سوداګرو په اړونده برخو کې هم کلیدي شریک دی. د مالي روڼتیا په موخه د هند وروستي اقدامات د سینګاپور له لورې ستایل شوي او په هند کې یې په یادو برخو کې د کار کولو لپاره د علاقمندۍ زمینه برابره کړې.

د لومړي وزیر مودي د دوهم دور واک پر مهال د ایکټ ایسټ پالیسۍ په برخه کې دا د پام وړ دوام بلل کیږي. په دې اقداماتو کې داسې هڅه کیږي چې د منظمو او هدمفمندو دوه اړخیزو لیدنو د تبادلو له لارې د ایکټ ایسټ یا شرقي طرحې پالیسۍ په رڼا کې هند د شرق پر لور د لا ګډون زمینې برابرې کړي. د ډاکټر جی شنکر سفر د دغه اقداماتو یو مهم عنصر بلل کیږي.