من کی بات 29.09.2019

زما درنو هېوادوالو نمسکار! دوستانو د نن د ورځې په خبره کې د هېواد د هغه لوړ شخصیت په هکله به زه خبره کوم چې زموږ د ټولو په زړونو کې ورته ډیره مینه او عزت شتون لري او ټول ورته ډير درناوی کوي. شاید د هندوستان کوم داسې وګړی به وي چې دې لوړ شخصیت ته درناوی ونلري؟ هغه په عمر کې له موږ ټولو څخه ډيره لویه ده او د هیواد بیلابیلو پړاوونو او دورو شاهده ده، موږ هغې ته دی دي یانې خور وایو، (لتا دی دي). هغه د روان کال د سپټمبر په ۲۸ مه نیټه د عمر ۹۰ م پړاو ته رسیږي. د بهرنیو هېوادونو له سفر نه وړاندې ماته خور لتا جي ټیلفون کړی وو. دا خبرې داسې وې لکه یوه خور یې وړوکي ته کوي. زه هیڅکله هم د داسې  شخصي مکالمو په هکله چا ته نه وایم مګر نن غواړم چې تاسو هم د لتا خور خبرې واورۍ. واورئ چې څنګه ژوند په دې پړاو کې هم لتا خور له هېواد سره تړلو خبرو سره مینه لري، چمتو ده، او د ژوند صبر هم د هند په پرمختګ کې لټوي، په بدلیدونکي هندوستان باور لري، هند د نویو پرمختګونو پر لور روان دی.

لتا: مودي صیب! 

مودي: لتا خورې نمسکار! زه نریندر مودي خبرې کوم

لتا: نمسکار

مودي: ما د دې لپاره ټیلفون کړی چې دا ځل ستاسو د زیږیدنې ورځې په موخه تاسو ته مبارکي درکړی شم.

لتا: ښه، ښه

 مودي: زه په الوتکه کې سفر کوم

لتا: ښه…. 

مودي: تاسو ته د زیږیدنې ورځ ډیره مبارکی او غواړم چې له ټولو مخکې تاسو ته مبارکي درکړم، تاسو دې تل روغ رمټ وۍ، ستاسو دعاوې دې تل له موږ سره وي، بس یواځې د همدې هیلې او سلام په موخه مې د امریکا له تګ نه مخکې تاسو ته ټیلفون وکړو.

لتا: دا چې ستاسو ټیلفون به راځي یواځې په آوریدلو یې خوشاله شوې ووم. له سفر نه به تاسو کله بیرته راستنیږۍ؟

مودي: زه به د ۲۸م تاریخ د شپې په ورستیو او د ۲۹ مې نیټې په لومړیو کې به بیرته راستون شم چې ستاسو د زیږیدنې ورځ به تیره شوې وي.

لتا: ښه ښه…. د زیږیدنې ورځ به څه ولمانځو البته د کورنۍ ټول غړي به…

مودي: خورې ماته خو ډیر ارزښت لرې او د درناوي وړ یاستۍ.

لتا: دا چې ستاسو دعاګانې را په برخه شوې ډيره ده.

مودي: دا څه وایې موږ ستاسو دعاوو ته اړتیا لرو، تاسو خو له موږ نه مشران یاستۍ.

لتا: د عمر له لحاظه خو ډير خلک لوی وي، مګر دا چې سړی له کاري لحاظه مشر وي د هغه دعاګانې ډیرې د ارزښت وړ وي. 

مودي: خورې تاسو هم د عمر په لحاظ مشران یاست او هم د کار له لحاظه او تاسو چې کوم شهرت ترلاسه کړی دا ستاسو د زیار پایله ده.

لتا: زه خو فکر کوم چې دا زما د مور او پلار دعاګانې دي، او د آوریدونکې پیرزوینې دي. زه پخپله هیڅ هم نه یم.

مودي: ستاسو همدا خاکساري ده چې زموږ د نوې پیړۍ لپاره ډیره لویه زده کړه ده، زموږ لپاره ډیر لوی الهام دی چې تاسو په ژوند کې دومره د هر څه ترلاسه کولو سره بیا هم، د خپل مور او پلار آداب او لارښوونو ته تل لومړیتوب ورکړی دی.

لتا: بلې مهربان یاست! 

مودي: زه خو په دې ډير ویاړم چې تاسو په ویاړ سره وایۍ چې زما مور د ګجرات وه.

لتا: بلې مننه! 

مودي: او هرکله چې ستاسو خوا ته درغلی یم نو تاسو څه نا څه ګجراتي خواړه پر ما پیرزو کړي.

لتا: ولې نه! دا چې تاسو څه ارزښت لرۍ تاسو پخپله هم نه پوهیږۍ. زه پوهیږم چې ستاسو په راتلو سره د هندوستان انځور مخ پر بدلیدلو دی او ستاسو همدا کړنې زما لپاره د خوښۍ سبب کیږي.

مودي: بس خورې چې ستاسو د دعاګانو قابل شم، په ټول هېواد ستاسو د دعاګانو پیرزوینې وي او زموږ په څیر خلک تل همداسې څه نا څه ښې کړنې ترسره کړی، تاسو تل زه هڅولی یم. ستاسو لیکونه هم ماته رارسیږي او ستاسو څه نا څه ډالۍ هم تل تر ما رارسږي نو همدا ستاسو لورینه ده چې د کورنیو اړیکو په شان احساس ماته راکوي.

لتا: نه زه نه غواړم چې تاسو ته ډیر زحمت در کړم، ځکه چې زه وینم او پوهیږم چې تاسو څومره مصروف یاستۍ او څومره کارونه لرۍ، څه څه فکرونه باید وکړۍ.  کله چې تاسو لاړۍ او د خپلې مورجانې قدمونه مو ښکل کړل او د هغې دعاګانې مو واخیستې نو ما هم د هغې حضور ته یو څوک ولیږه او دعاګانې مې ترې واخیستې.

مودي: هو…. د مور مې په یاد وو او ماته یې یادونه هم وکړه.

لتا: ښه .. ډیر ښه

مودي: بلې هو..

لتا: هغې د ټیلفون له لارې ماته دعاګانې وکړې نو زه پرې ډير خوشاله شوم.

مودي: زما مور ستاسو د دومره مینې له امله ډیره خوشاله وه.

لتا: مننه مودي صیب

مودي: زه له تاسو ډير منندوی یم چې تل زما په فکر کې یاست. زه یو وار بیا تاسو ته ستاسو د زیږیدنې د کلیزې له امله ډيره مبارکي درکوم.

لتا: مننه، 

مودي: تیر ځل چې ممبۍ ته درغلی ووم نو زړه مې غوښتل چې له تاسو سره له نږدې وګورم.

لتا: ښه ښه.

مودي: خو د وخت د کموالي له امله مې و نه شو کړای چې ستاسو دیدار وکړم. 

لتا: ښه… کاش چې لیدلي مو وی سره

مودي: مګر زه به ډیر ژر درشم.

لتا: هرکله راشئ.

مودي: کور ته به درځم ترڅو یو څه ګجراتي خواړه ستاسو د لاس وخورم.

لتا: ولې نه حتمآ حتمآ، دا خو به زما ویاړ وي.

مودي: د خدای په مان خورې.

لتا: په مخه مو ګلونه.

مودي: ډیرې نیکې هیلې درته وړاندې کوم.

مودي: ډيره ډيره مننه تاسو ته هم.

زما ګرانو هېوادوالو د نوراتري له پیل کیدو سره سم دا دی نن د جشنونو لړۍ یو ځل بیا له نویو هیلو، نوي توان  او له نوي عزم سره به ولمانځل شي. د جشنونو موسم دی که نه! راتلونکو څو اونیو پورې به په هیواد کې د جشنونو خوشالۍ وي. موږ ټول د نوراتري د روژو په نیولو سره، د ګربا نڅا په کولو، د دُرګا عبادت په کولو، دشیهرا، دیوالي، بهیا دوج، چهټ پوجا او بې حسابه جشنونه به لمانځو. تاسو ټولو ته د راتلونکو جشنونو په ویاړ ډیره ډیره مبارکي درکوم. هیله ده چې په جشنونو کې به د کورنۍ ټول غړي ګډون وکړي، کورونه به له خوشالیو ډک وي، مګر تاسو به لیدلي وي چې زموږ شاوخوا کې ډير داسې خلک شته چې د خوښیو له دغه مراسمو څخه بې برخې پاتې وي نو همدې ته د ډیوې لاندې تیاره ویل کیږي. شاید دا متل یواځې الفاظ نه وي بلکې زموږ لپاره یوه زده کړه ده، یو دیدار دی او یو احساس دی. فکر وکړۍ! یو خواته بعضې کورونه په روښنایۍ کې ډوب وي او بلی خوا بیا د هغوۍ شاوخوا د ځینو په کورنو کې تیاره خوره وي. په بعضې کورنو کې خواږه خواړه خوسا کیږي او بعضې کورنو کې بیا ماشومان د دې خوراکونو د ترلاسه کولو لپاره ځوریږي. د چا په الماریو کې د لباسونو د ایښودلو ځای نه وي خو څوک بیا د تن د پټولو لپاره د یو  عادي لباس د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي. آیا دې ته به د ډیوې لاندې تیاره نه وایو؟ د دې جشنونو او اخترونو اصل مزه به هله وي چې دا تیارې له منځه یوړل شي. چې دا تیارې کمې شي او پر ځای یې رڼا خوره شي. موږ هلته هم خوښي وویشو چیرته چې یې امکان نه وي. او دا زموږ وجیبه هم ده. کله چې زموږ کورونو ته میټایانې یا شیرینۍ، کالي او ډالۍ راځي نو باید یوه شیبه د ډالیو ویشلو په هکله هم فکر وکړو. په ډیرو ښارونو کې انجوګانې د خپلو ځوانو همکارانو په واسطه دغه کار ترسره کوي. هغوۍ د خلکو له کورونو څخه لباسونه، شیرینۍ او میټایان، خواړه او نور توکي راغونډوي او اړمن خلک لټوي او په هغوۍ یې بیا ویشي. او پرته له کوم شهرت نه دا کار ترسره کوي. آیا دا ځل د دغو مراسمو په بهیر کې کولی شو چې له پوره هوډ او ژمنتیا سره د ډیوو لاندې دغه تیارې له منځه یوسو؟ د ډیرو غریبانو په شونډو موسکا راتلو سره به ستاسو جشنونه او خوشالۍ دوه چنده شي، ستاسو څیره به لا هم ځلانده شي، ستاسو ډیوې به لا روښانه شي. ستاسو دیوالي به له خوښیو ډکه شي.

زما ګرانو خویندو او ورونو! د نیک نیتۍ او خوشالۍ په دې جشن یا ديوالي کې هر کور ته نیکبختي راځي. په عنعنوي توګه د شتمنۍ دیوي (فرښتې) لکشمي ته ښه راغلاست ویل کیږي. آیا دا ځل موږ په یوې نوې بڼه دې فرښتې ته ښه راغلاست ویلی شو؟ زموږ په کلتور کې لوڼو ته د فرښتې درجه ورکړل شوې ده، او دا ځکه چې لور نیکبختي او خوشالي له ځان سره راوړي. آیا دا ځل موږ په خپله ټولنه، کلي او ښار کې د لوڼو په قدردانۍ کې 

پروګرامونه لمانځلی شو؟ زموږ په منځ کې به داسې لوڼې هم وي چې د خپل زیار، هلوځلو او وړتیا له لارې د کورنۍ، ټولنې او هېواد نوم روښانوي. آیا په دې دیوالي کې موږ د هندوستان د دغو فرښتو (لوڼو) قدرداني کولی شو؟ زموږ شاوخوا به ګڼ شمیر داسې لوڼې او انګورګانې وي چې بې ساري کارونه به ترسره کوي. څوک به د غریبو کورنیو اولادونو ته زده کړې ورکوي. څوک به د روغتیا او پاکوالي د عام کولو په برخه کې هلې ځلې کوي، او څوک به هم د ډاکټرې یا انجینرې په توګه د ټولنې او هېواد خدمت کوي. څوک به د وکیلې په توګه هڅه کوي چې یو چا ته انصاف ترلاسه کړي. زموږ ټولنه باید داسې لوڼې وپیژني او  هغوئ لپاره مبارزه وکړي. د دوی د درناوي په پار باید په ټول هېواد کې پروګرامونه ترسره شي. یو بل کار هم کولی شو چې د دغو لوڼو کړنې د ټولنیزو رسنیو له لارې ډیر تر ډيره خپرې کړو، او له هیشټیګ نه کار واخلو. لکه څنګه چې موږ د هیشټیګ بهارت کي بیټي په نوم کمپاین کړی وو چې نوم یې (سیلفي وید ډاټر) یانې له لور سره سیلفي انځور وو چې هغه په ټوله نړۍ کې خپور شوی وو. دا ځل بیا باید موږ په هماغه ډول د بهارت کي لکشمي په نوم یو کمپاین یا مبارزه پیل کړو ځکه چې د هندوستان د لوڼو د هڅونې مانا د هېواد او هېوادوالو د پرمختګ د تګلاري پیاوړتیا ده.

زما ګرانو هېوادوالو! ما پخوا هم د من کي بات په هکله ویلي وو چې ډیره ګټه یې دا ده چې ماته دا موقع ترلاسه کیږي چې نیغ په نیغه او یا هم په غیر مستقیمه توګه له هر ډول خلکو سره خبرې وکړم. په تیرو ورځو کې له ډیر لري اروناچل پردیش څخه ماته یوې زده کوونکې الینا تایانګ یو ډیر جالب لیک رالیږلی وو او په هغې کې یې داسې لیکلي وو، زه یې تاسو ته لولوم: 

د قدر وړ لومړی وزیر صیب! 

زما نوم الینا تایانګ دی .  زه د اروناچل پردیش ایالت د روینګ اوسیدونکې یم.  دا ځل چې زما د آزموینې پایلې راغلې نو له ما څخه ځینو خلکو پوښتنه وکړه چې آیا تا د ایګزام واریورز کتاب لوستی؟ ما ورته په ځواب کې وویل چې نه، ما دا کتاب نه دی لوستی. مګر له هغې وروسته ما دا کتاب واخیسته او دوه درې ځله مې ولوسته. له دې وروسته زما تجربه ډیره ښه شوه او ما فکر وکړو چې که چیرې دا کتاب ما له آزموینې نه مخکې لوستی وی نو ما ته به یې ډیره ګټه رسولې وی. په دې کتاب کې ما ته ډیر اړخونه ښه ښکاره شول، مګر ما دا احساس وکړو چې په دې کتاب کې د زده کوونکو لپاره خو ډیر څه شته ، ولې د والدینو او ښوونکو لپاره په کې ډیر څه نشته. زه غواړم چې که چیرې تاسو د دې کتاب د بیا چاپ کولو په فکر کې یاستۍ نو د والدینو او ښوونکو لپاره هم پکې څه نوره محتوا ور زیاته کړئ.

وګورۍ زما ځوان نسل هم په دې باوري دی چې که چیرې د هېواد مشر خادم ته د کوم کار ووایو نو هغه به ترسره شي. 

زما کوچنۍ زده کوونکې مینه والې! لومړۍ خو ستا د لیک د را استلو له امله ډیره مننه. د ایګزام ویریوز کتاب د دوه درې ځله لوستلو له امله هم ډیره ډيره مننه، او د لوستلو وروسته چې تا د کتاب کومې نیمګړتیاوې ماته را په ګوته کړې بیا هم ډيره مننه. یواځې دا نه چې دې ماشومې مینه والې ماته لیک رالیږلی بلکې کار یې هم راسپارلی دی. د یو څه کولو سپارښتنه یې هم کړې. زه به حتمآ ستا د امر تامیل کوم. تا چې څه ویلي، که چیرې زه د نوي چاپ وخت پیدا کړم نو په دې کتاب کې به د والدینو او ښوونکو لپاره هم د یو څه لیکلو هڅه وکړم مګر زه به له تاسو ټولو هیله وکړم چې آیا تاسو زما مرسته کولی شئ؟ په ورځني ژوند کې تاسو څه تجربې ترلاسه کوۍ؟ د هېواد له ټولو زده کوونکو، ښوونکو او والیدنو نه زما هیله ده چې تاسو له اندیښنې پرته له آزموینو سره تړلې لارو چارو په هکله خپلې تجربې له ما سره شریکې کړئ. زه به هرو مرو هغه مطالعه کړم، په هغو به فکر وکړم او په هغو کې چې کوم څه ما ته سم ښکاره شو نو هغه به زه پخپلو الفاظو او خپلې طریقې سره د لیکلو هڅه حتمآ وکړم. او که چیرې ستاسو مشورې ډیرې راغلې نو زما د کتاب د نوي چاپ په هکله هم فکر کیدلی شي. نو زه به ستاسو د مشورو په تمه یم. د اروناچل پردیش دغه کوچنۍ زده کړیالې الینا تایانګ نه یو وار بیا مننه کوم.

زما ګرانو هېوادوالو! تاسو د ورځپاڼو او ټلویزیون له شبکو نه آورئ او وینۍ او د هېواد د لومړي وزیر د ډیرو مصروفیتونو په هکله خبریاست، او په دې هکله بحثونه هم کوۍ ، مګر تاسو ته به مالومه وي چې زه هم ستاسو په شان یو عادي انسان یم، یو عام وګړی یم، او د همدې لپاره په عادي ژوند کې چې کومې اغیزې په نورو پریوځي په هماغه ډول زما په ژوند هم اغیزه کوي او ما هم متاثره کوي، ځکه چې زه خو هم ستاسو له منځ نه راوتلی یم. وګورۍ دا وار چې د یو ایس اوپن سیالیو د ګټلو څومره آوازې وې په هماغه اندازه د زغاستونکي ډینیل میډویډیف د وینا هم وې. په ټولنیزو رسنیو خورا ډیر خپور شو او ما هم هغه خبرې واوریدلې او بیا مې هاغه لوبه هم و ګتله. د ۲۳ کلن ډینیل میډیف سادګي او پوخوالي هر څوک تر خپل اغیز لاندې راوستل. زه خو یې هرو مرو تر اغیز لاندې راغلم. یوا ځې یو څو شیبې وړاندې له دې وینا څخه نوموړي له ۱۹ ځله د ګرینډ سلیم اتل او ټینس پیاوړي اتل لوبغاړي رافایل ناډال څخه په پایلوبه کې ماتې خوړلې وه. که په داسې وخت کې کوم بل څوک وی نو هغه به هرو مرو خفه او مایوسه شوی وو خو د ده په څیره کې هیڅ کوم اثرات نه لیدل کیدل، بلکې هغه د خپلو خبرو له لارې د ټولو په شونډو مسکا راوسته. د هغه په تواضع، بې باکۍ او رښتینولۍ جملو او الفاظو کې چې د یوه رښتیني ورزشکار کومه څیره ولیدل شوه، هر څوک یې مینه وال شو. هلته موجودو خلکو د هغه خبرې په پرجوشه توګه وستایلې. ډینیل د اتل ناډال هم ډیره ستاینه وکړه. هغه وویل چې څنګه ناډال د سلګونو زره ځوانان د ټینس لپاره هڅولي دي. دا یې هم ورسره وویل چې له هغه سره لوبیدل څومره ستونزمن کار وو. د یوې سختۍ سیالۍ په پایله کې د لوبې د بایللو وروسته چې بیا هم نوموړي د خپل سیال ناډال دومره تعریف وکړو نو د یو رښتیني ورزشکار 

ژوندی مثال یې وړاندې کړو. حال دا چې بله خوا اتل ناډال هم د ډینیل د لوبې د زړه له خلاصه ستاینه وکړه. په یوه لوبه کې د بایلونکي جوش او د ګټونکي تواضع او عاجزي د لیدلو وړ وه. که چیرې تاسو د ډینیل میډویډیف وینا نه وي آوریدلي نو زه له تاسو ټول او په ځانګړې توګه ځوانانو نه غوښتنه کوم چې د هغه ویډیو ضرور وګورئ. په هغې کې هر عمر او قشر خلکو لپاره د زده کړې ډير څه شتون لري. دا هغه تاثرات دي چې په هغو کې د ګټې یا بیل په اړه فکر نه کیږي بلکې بایلل او ګټل پکې هیڅ مانا نلري. ژوند ګټونکی شي او دا خبره خو زموږ په مقدسو کتابونو کې په ډیر ښه انداز سره بیان شوې ده. زموږ د پخوانیو مشرانو فکرونه په رښتیا هم چې د ستاینی وړ دي. زموږ په مقدسو کتابونو کې راغلي چې:

ویدیا وینیه اوپیتا هرتې

نه چنتاسي کسیه منوجسیه

مڼی کانچن سیوګه 

انیتی لوک سیه لوچن آنندم

یانې که چیرې په کوم شخص کې وړتیا او خاکساري یو ځای پیدا شي نو هغه به بیا د چا زړه و نشي ګټلی! په حقیقت کې دغه ځوان لوبغاړي د ټولې نړۍ زړونه و ګټل.

زما ګرانو هېوادوالو او په ځانګړې توګه زما ځوانو ملګرو، اوس چې زه کومه خبره کول غواړم هغه نیغ په نیغه ستاسو د ښیګڼې لپاره ده. خپلمنځي ستونزې به روانې وي، پلوي او مخالفت به هم روان وي خو که بعضې څیزونه له ډیریدلو د مخه تم کړی شي نو ګټه به یې ډيره زیاته وي. کوم څیزونه چې ډیر زیات شي نو خپاره شي. له هغه وروسته یې بیا مخنیوی کول ډیر ستونزمن وي. مګر که په هماغه پیل کې یې موږ ویخ شو او مخنیوی یې وکړو نو ډير څه به و سپمولی شو. په همدې اساس زما زړه غواړي چې نن له ځوانانو سره ډیرې خبرې وکړم. موږ ټول پوهیږو چې د تنباکو استعمال د روغتیا لپاره ډير مضر دي او د هغه عادت پریښودل هم ډیر ستونزمن کار دی. د تنباکو استعمال کوونکو خلکو ته د سرطان، شکر او د وینې فشار په شان بیلابیلو ناروغیو خطر ډیر رامنځته کیږي. داسې ټول وایي چې د تنباکو نشه په هغه کې د شته نیکوټینو له امله وي. مګر نن زه له تاسو سره په یوې نوې موضوع خبرې کول غواړم .  تاسو ته به مالومه وي چې په دې وروستیو کې په هند کې په الیکټرونیکي سګرټو باندې بندیز لګول شوی دی. د عادي سګرټو په پرتله بریښنایي سګریټ یو ډول برقي آله ده. په اي سګرټو کې د نیکوټینو د شته لمدو موادو څخه د حرارت په نتیجه کې یو ډول کیمیاوي لوګی رامنځته کیږي. له همدې لارې نیکوټین استعمالیږي. د عادي سګرټو خطرونه چې موږ څومره پیژنو د هغه پرخلاف موږ د اي سګرټو په هکله آوریدلي چې ګواکې دا سګریټ هیڅ ډول زیان نه پیښوي خو د دې لپاره 

چې د سګرټو د لوګي له امله بد بویي رامنځته نشي نو د نورو سګرټو په پرتله په اي سګرټو کې خوشبویه مواد ګډوي.  موږ خپل شاوخوا لیدلي چې که چیرې یو پلار چین سموکر یا دوامداره سګرټ څکوونکی وي نو هغه د کورنۍ نور غړي د سګرټو له استعمال څخه منع کوي او رټي یې. او غواړي چې د هغوۍ اولادونه د سګرټو او تنباکو د څښلو عادي نه شي. د هغوئ همدا هڅه وي چې د کورنۍ هیڅ کوم غړی په نشه يي توکو روږدی نه شي او تنباکو نه لرې وي. هغوئ پوهیږي چې له تنباکو او نورو نشه یي توکو له استعمال نه بدن ته ډیر زیان رسیږي. د سګرټو په خطراتو کې هیڅ شک نشته او په دې باندې پلورونکي هم پوهیږي. سګرټ څښوونکي هم پوهیږي او لیدونکي یې هم چې سګریټ څومره خطرناک دي. مګر د اي سګرټو معامله ډیره بیله ده، د اي سګرټو په هکله خلکو کې ډیره آګاهي نشته. خلک د دې سګرټو له خطراتو نه ناخبره دي او له همدې امله کله کله په نا خبرۍ کې په پټه سره اي سګریټ کور ته دننه شي او ماشومان یو بل ته وایي چې اوس درته جادو درښایم او له دې سره ماشومان په دې ناوړه توکو اخته شي. په کورنۍ کې د مور او پلار په مخکې هم وایي چې ګورۍ زه نن تاسو ته نوې جادو ښایم. ګورۍ چې زه له خپلې خولې نه څنګه لوګی باسم، لکه کوم جادوګر چې نمایش کوي. او د کورنۍ غړي ورته لاسونه هم پړکوي. خبر هم نه وي چې که یو وار ماشومان او ځوانان د دې په پنجو کې ونښلي نو بیا ورو ورو د دې نشې معتادیږي. زموږ ځوانه پیړۍ په ناپوهۍ کې د بربادۍ په لاره قدم کیږدي. په حقیقت کې په اي سګریټ کې هغه مضره کیمیاوي مواد کارول کیږي کوم چې روغتیا ته ډير زیان رسوي. تاسو خو پوهیږۍ چې که زموږ شاوخوا څوک نشه یي توکي کاروي نو موږ ته یې د بوی له امله مالومات کیږي. که د هغه په جیب کې حتی د سګرټو قوطی هم وي نو له بوی نه یې موږ خبریږو. خو بدبختانه چې اي سګرټ بوی هم نلري او هر څوک یې نه شي تشخیصولی چې چا سره سګریټ شته. په داسې حال کې تنکي ځوانان او ځوانان په ناخبرۍ کې کله کله د فیشن په توګه په ډير ویاړ سره د خپلو کتابونو په منځ کې اي سګریټ لیږدوي او کله کله خو بیا ورسره په لاس کې هم لیدل کیږي. او د دې ښکار کیږي. ځوانه نسل د هېواد راتلونکی دی. په اي سګرټو بندیز ولګول شو ترڅو د نشې دا نوی مواد زموږ ځوان هېواد برباد نه شي کړلی. د هرې کورنۍ هیلې تر پښو لاندې نکړي. د ماشومانو ژوند برباد نه شي. دا مرض او دا عادت په ټولنه کې ریښې ونکړي. 

زه له تاسو ټولو نه دا غوښتنه کوم چې د تنباکو استعمال پریږدۍ او د اي سګرټو په هکله د هیڅ ډول اشتباه ښکار نه شئ. راځي چې موږ ټول په ګډه سره د یو روغ هند آډانه جوړه کړو. 

هو! ستاسو خو به روغ هند در په یاد وي کنه! د روغ هند مانا خو دا نه ده چې موږ سهار او ماښام جیم ته لاړ شو او دوه دوه ساعته ورزش وکړو بلکې د روغ هند لپاره باید له دې ټولو نشه یي توکو له استعمال څخه هم ځان وساتل شي. زه باور لرم چې زما خبره به په تاسو بده نه لګیږي او حتمآ به ښه درباندې لګیدلي وي.

زما ګرانو خونیدو او ورونو! دا زموږ ټولو لپاره د ویاړ خبره ده چې زموږ هېواد هند د داسې غیر عادي خلکو د زیږیدنې او کړنو ټاټوبی دی چا چې د ځان لپاره نه بلکې د نورو د ښه والي لپاره خپل ټول ژوند قربان کړی دی. 

دا زموږ هېواد ، مورنۍ خاوره هندوستان، دا زموږ وطن، د ډیرو هنرونو خزانه ده. بې شماره انساني ملغلرې له دې خاورې څخه پیدا شوي دي. همدا سې یوه ستره هستي د آکتوبر په دیارلسمه نیټه د واټیکن په ښار کې ستایل کیږي. دا د هر هندوستاني لپاره د ویاړ خبره ده چې په دیارلسم د آکټوبر پاپ فرانسس مریم ټهریسیا د روحاني مشرې په توګه اعلان کړي. خور مریم ټهریسیا چې د پنځوسو کالو په ډیر کم عمر کې انسانیت ته کوم خدمتونه ترسره کړي هغه د ټولې نړۍ لپاره یو مثال دی. له ټولنیزې خیر ښیګڼې او زده کړو سره د هغې بې کچې مینه وه. هغې ګڼ شمیر ښوونځي او لیلیې، یتیم خانې جوړې کړې دي. د ژوند تر وروستیو پورې یې په همدې چارو بوخته وه. خور ټهریسیا چې کوم کارونه کړي هغه یې په پوره لیوالتیا او باور سره ترسره کړي دي. نوموړې د کانګریګیش آف دي سیسټر آف د هولي فیملي بنسټ کیښود. کوم چې نن هم د هغې د ژوند موخه او لارښوود په مخه بیایي. زه یو وار بیا خور مریم ټهریسیا ته تعظیم او درناوی وړاندې کوم. او د هند خلکو په ځانګړې توګه زموږ عیسوي خویندو او ورونو ته د دې لاسته راوړنې ډیره مبارکي وایم. 

زما ګرانو هېوادوالو! یواځې هندوستان ته نه بلکې ټولې نړۍ ته دا د ویاړ ځای دی چې موږ د ګاندي جي ۱۵۰ مه کلیزه لمانځو، او له دې سره ۱۳۰ کروړه هندیانو د یو وار استعمالیدونکی  پلاستیک له استعمالولوڅخه هم د ډډه کولو ژمنه کړې. د اقلیم بدلون په برخه کې چې هند په ټوله نړۍ کې کوم مشریتوب ترسره کړی، هغه ته په کتو سره د ټولې نړۍ سترګې د هندوستان پر لور آووختې دي. زه پوره باور لرم چې تاسو ټول به د آکتوبر په دوهمه نیټه د یو وار استعمالیدونکی پلاستیک څخه د ځان خلاصولو په کمپاین کې برخه واخلۍ. ځای پر ځای په بیلابیل ډول خلک د دې مبارزې په برخه کې خپله ونډه ترسره کوي. مګر زموږ د هېواد یو ځوان یو عجیب کمپاین پیل کړی دی. د هغه د دې کار پر لور زما پام شو او ورته مې ټیلفون وکړو او ځان مې د دې نوي تجربې په هکله د پوهولو هڅه وکړه. کیدلی شي چې د هغه دا خبرې د هېواد نورو خلکو په کار هم راشي. ښاغلی ریپو دهمن بیلوي یوه عجبه نوې تجربه ترسره کوي. هغه پلوګنګ یا عشر کوي. کله چې د لومړي ځل لپاره می د پلوګنګ نوم واوریدلو نو زما لپاره هم نوی وو. په بهرنیو هېوادونو کې خو به شاهد دا توری یو څه پیژندل شوی وي. خو په هند کې دې ځوان دا توری ډیر عام کړی دی. راځئ چې له هغه سره یو څه خبرې وکړو!

مودي: هلو! ریپو دمن صیب سلام،  زه نریندر مودي خبرې کوم.

دمن: بلې صیب! ډيره ډيره مننه.

مودي: ریپودمن صیب یې؟

دمن: هو صیب.

مودي: دا چې تاسو دا د پلوګنګ یا عشر په نوم دومره د زړه له تله کار کوې، نو زما له زړه نه هیله وه چې تا ته ټیلفون وکړم او له تا وپوښتم چې دا مفکوره له کومه ستاسو په ذهن کې راپیدا شو، دا توری او دا طریقه مو څنګه په زړه کې راغله.

دمن: صیب! ځوانانو ته نن ورځ یو څه نوي په کار دي، او یو څه جالب په کار دي، د هغوئ د هڅولو لپاره خو زه خپله هڅاند شوم. که زما د هېواد ۱۳۰ کروړه اوسیدونکي ما په دې مهم کې له ځان سره شاملولو،  نو ما باید یو څه نوي کړي وی. یو څه مې باید جالب ترسره کړي وی. زه پخپله یو زغاستونکی یم. نو د سهار مهال چې موږ منډې ته بیرون ځو نو د موټرو بیروبار کم وي، خلک هم کم وي نو کثافات، ګندګي او پلاستیکونه تر هر وخت ډیر لیدل کیږي. نو د زوریدلو او شکایت کولو پر ځای ما فکر وکړو چې په دې هکله باید یو څه وکړم او د خپل زغاستې له ډلې سره مې پیل وکړو. په ډیلي او بیا مې ټول هند کې دا بهیر پیل کړ. له ځای نه په ډيره کچه وستایل شوم. 

مودي: دقیقآ تاسو څه کول؟ یو څه مې پوی کړه ترڅو زه هم پوی شم او د من کي بات خپرونې له لارې ټول هېوادوال هم له دې خبر کړم.

دمن: صیب نو موږ د رن اینډ کلین اپ موومنټ یا منډې او پاکولو یون پیل کړ. چیرته چې ما خپل د زغاستې ډلې ته وویل چې له منډې وروسته د تفریح په وخت کې تاسو د کثافاتو ټولول پیل کړئ، خپل پخپله د پلاستیکونو ټولول پیل کړئ، نو تاسو چې منډې وهۍ په حقیقت کې پاکوالی هم ورسره کوئ. ناڅاپه ګڼ شمیر تمرینات هم ورسره زیاتیږي. نو تاسو یواځې منډې نه وهئ بلکې ټیټیږۍ جیګیږۍ هم، تاسو بیلابیل او ډول ډول تمریناتي حرکات ترسره کوئ. او تاسو به د خوښۍ احساس وکړئ چې په دې خبر شئ چې تیر کال په ګڼ شمیر ورزشي مجلو کې دغه مهارت او هنر د هند تر ټولو  لوړې روغتیایي بهیر لپاره نومول شوی دی. 

مودي: تاسو ته د دې لپاره مبارکي درکوم.

ریپو دمن: مننه صیب.

مودي: نو اوس تاسو د سپټمبر پنځمې نیټې څخه له کوچي نه پیل کړی دی؟

دمن: هو صیب، د دې بهیر نوم (آر/ ایلن رن ټو میک لیټر فري) دی. لکه څنګه چې تاسو د آکټوبر دوهمه باندې یو تاریخي شعار ورکوۍ او زه باوري یم چې کله هندوستان د پلاستیک له استعمال څخه خلاص شي نو له کثافاتو به هم خلاص شي. او یو فردي مسوولیت به رامنځته شي. او نور خو زه هم زرګونه کیلو متره  منډه وهم او ۵۰ ښارونه پاکوم. 

نو

ټولو وویل چې دا شاید د نړۍ تر ټولو اوږد د پاکوالي مبارزه  وي. او له دې سره سره موږ یو بل ډیر غټ د ټولنیز حرکت یانې هیشټیګ پیل کړی دی. چې نوم یې پلاسټیک اوپواس دی چیرته چې موږ خلکو ته وایو چې تاسو موږ ته ووایۍ چې، داسې کوم یو وار مصرفوونکی شی دی پرته له پلاستیک نه چې تاسو به یې له خپل ژوند نه وباسۍ. 

مودي: واه…. دا چې تاسو د سپټمبر له پنځمې نیټې څخه د دې کار لپاره وتلي یۍ، څه تجربه مو ترلاسه کړې؟

دمن: ښاغلیه تردې خو ډیره ښه تجربه ترلاسه شوې. په تیرو دوو کلونو کې هم موږ په ټول هند کې د درې سوو په شاوخوا کې پلاګنګ ډرایووز یانې د عشر کارونه ترسره کړي. نو کله چې موږ له کوچي نه پیل وکړو نو د زغاستې ډلې هم راسره ګډون وکړو، او له هغه ځای نه مې سیمه ییز پاک کاران هم له خپل ځان سره یوځای کړل. له کوچي وروسته مادورای، کویم بټور، سالیم او اوس مو په اوډوپي کې ترسره کړو. نو له هغه ځایه موږ ته د یو ښوونځي نه بلنه راغله او له دریم ټولګي نه تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکو لپاره یې د ورکشاپ ورکول غوښتنه کړې وه. زه یې د نیم ساعت لپاره غوښتی ووم خو هغه ورکشاپ بیا په درې ساعته پلاګنګ ډرایو باندې تبدیل شو. ځکه چې ماشومان دومره لیوال وو چې دوی باید دا کار ترسره کړي. او خپلو والیدنو، ګاونډیانو او همسنانو ته ویل خو بیا تر ټولو لویه هڅونه ده. او موږ باید دا بل پړاو ته بوځو.

مودي: ریپو صیب دا محنت نه ده بلکې یو عبادت دی.  په رښتیا سره تاسو عبادت کوئ. 

دمن: بلې صیب.

 مودي: زه له خپل لورې ډيره مبارکي درکوم. مګر فکر وکړۍ چې تاسو هېوادوالو ته درې خبرې کوۍ نو داسې درې خبرې به کومې وي چې تاسو یې هېوادوالو ته پیغام ورکوئ. 

دمن: زه به درې پیغامونه ویل وغواړم. له ګندګۍ نه د پاک هند لپاره، له کثافاتو پاک هند لپاره، لومړی قدم: کثافات په کثافتدانۍ کې واچوئ. دویم قدم: هرچیرته چې په ځمکه ګندګي وینئ نو کثافتداني کې واچوئ. دریم قدم: که کثافتداني مو پیدا نکړو نو په جیب کې یې واچوئ او کورته یې یوسئ. لانده او وچ کثافات سره بیل کړئ او سهار چې د ښاورالۍ موټر راشي نو هغه ته یې وسپارئ. که چیرې موږ دا درې قدمونه واخلو نو موږ به له کثافاتو پاک هند ولرو. 

مودي: که په ساده ټکو درته ووایمه نو تاسو په حقیقت کې د ګاندي جي خوبونه په رښتیا کوئ، او له دې سره سره د ګاندي جي د خبرو کولو ساده طریقه هم تاسو خپله کړې.

ریپو دمن: مننه

مودي: نو له همدې امله تاسو د مبارکۍ قابل یاست. ریپو دمن صیب ، له تاسو سره په خبرو کولو زه ډیر خوشال شوم، او تاسو په ډيره یوه نوښتګره توګه او په ځانګړې توګه په داسې یوه طریقه چې د ځوانانو خوښه هم شي ، دا پوره پروګرام په لاره اچولی دی.

تاسوته د زړه له کومې مبارکي وایم. او دوستانو دا ځل د ګاندهی جی دځګیدنی کلیزی په نمانځنه کې د سپورټ وزارت هم د یوشمیر پروګرامونو د اجرا کولو لپاره د پلان جوړولو په حال کې دی. د اکټوبر په دویمه به د ۲کیلومټرو پلاګینګ  کیږي، موږ له ریپودمن جي څخه واوریدل چې څنګه دغه پروګرام باید ترسره شي. هغه څه چې په دغه کمپاین کې باید د اکټوبر په ۲یمه وشي هغه دا دي چې موږ به ددغه دوه کیلومټرو سفر په جریان کې له لارو څخه پلاسټیکونه او خزلې راټولو، په دې سره به دا ښکاره کوو چې نه یوازې دا چې خپلې روغتیا ته باید پام وکړو بلکې د خپلې مورنۍ ځمکې د ساتنې خیال به هم ساتو. دغه کمپاین په خلکو کې د عامه پوهاوي د لوړیدو لامل کیږي. زه باوري یم چې د ۱۳۰کروړه هیوادوالو لخوا د ۱۳۰ګامونو اخستل به له یو ځل استعمال پلاسټیکونو نه د خلاصۍ لپاره د یو پاک هند تضمینونکي وي. ریپودمن جي یوځل بیا هم له تاسو نه مننه کوم او ستاسو له ټیم نه چې په داسې یو نوښت مو لاس پورې کړی، او بیاهم تاسوته مبارکي وایم، زما له خوا مننه……

زما ګرانو هیوادوالو، د اکټوبر د دوهمې لپاره په ټول هیواد او له هیواد بهر اساسي چارې روانې دي، خو موږ غواړو د ګاندي جي  ۱۵۰مه کلیزه د خپلو دندو یوه برخه وګرځوو. موږ غواړو پر مخ ولاړ شو ترڅو خپل ژوند د خپل اولس د ګټې لپاره ځانګړی کړو. زه غواړم له وړاندې نه د یو شي په اړه تاسو ته یادونه وکړم. که څه هم د  من کې بات په بله برخه کې په دې اړه په تفصیل سره خبرې کوو، خو نن دا خبره ځکه وړاندې کوم ترڅو تاسو ورته ځان تیار کړئ. په یاد به مو وي چې د سردار ولابهابي پټیل د ځګیدنی کلیزه هم د اکټوبر په ۳۱مه ده . ایک بهارت شریشیت بهارت یانی یو هندوستان ، ځانګړی هندوستان دا زمونږ د ټولو ارمان دی.. نو له همدې کبله هرکال د اکټور ۳۱ مه په ټول هیواد کې د یووالي لپاره د ځغاستې په نامه ترسره کوو.  موږ باید په ډیره پیمانه د هیواد د یوالي لپاره کار وکړو. زموږ مشران، موږ ټول، ښوونځي، پوهتونونه او ټول باید له یوالي سره د یوځای کیدو په خاطر د هیواد په هر یو کلي کې هڅه او هاند وکړو. نو دا به غوره وي چې له همدې شیبې وروسته ورته تیاری پیل کړئ،موږ به په دې اړه خبرې کوو خو موږ اوس خپل وخت لرو. یو شمیر خلک کولای شي چې خپل تمرینونه پیل کړی، او یوشمیر نور کولای شي چې خپل پروګرامونه ترسره کړي.

زما ګرانو هیوادوالو: ستاسو به په یاد وي چې د اګست په ۱۵مه ما په سره کلا کې له خپله طرفه تاسو ته وویل چې تر ۲۰۲۲ کاله پورې په خپل هیواد کې له ۱۵تورستي سیمونو لیدنه وکړئ. کم له کمه ۱۵داسې ځایونه او هم که امکان ولرۍ د یوې شپې اوسیدلو پرځای دغو ځایونو کې دوه شپې تیرې کړئ. تاسو باید هند وپیژنئ درک یې کړئ او تجربه یې کړئ. . موږ دومره تنوعو لرو چې کله د دیوالي غوندې جشنونه او رخصتۍ  پیلیږي نو خلک مسافرتونه پیلوي، په همدې خاطر له تاسو نه غواړم چې په هند کې کم له کمه ۱۵ځایه وګورئ. 

  

ګرانو هیوادوالو: دوه ورځې وړاندې د سپټمبر په ۲۷مه د ګرځندوی نړیواله ورځ وه او ډیر به خوشحاله شئ که درته ووایم چې د ګرځندویي یوشمیر نړیوالو آژانسونو چې د ګرځندویي نړیوال معیارونه لري، څرګنده کړې چې هند په نړیوال معیار د ګرځندوی برخه کې د ښه رقابت شاخصونه او زیات پرمختګ لري. ددې ټولو دلیل ستاسو همکاري او په خاصه توګه د سوچهتا ابهیان یا د پاکوالی د مبارزی ونډه ده. تاسو به په دې ډیر خوشحاله شئ چې وپوهیږئ چې اوس موږ په دغه شاخص کې  ۳۴م ځای لرو په داسې حال کې چې ۵ کاله وړاندې مو ۶۵درجه کې وو چې دا پخپله یو بیسارې پرمختګ دی. که موږ لا پخوا په دې اړه زیات زیار ایستلی وای نو له ۷۵کال او استقلال وروسته مو کولای شوای تر دې هم د ګرځندوی برخه کې ښه او لوړ ځای لرلی وای.

درنوهیوادوالو، هیله کوم هغه جشنونه چې په راروانو موسمونو کې به په هند کې وشي ډیر متنوع او رنګین وي. هو! خو لطفاٌ دې ټکي ته پام وکړئ چې د دیوالي د جشن پر مهال د پټاخو استعمال د اورلګیدنې او د چا د ژوند د اخیستو لامل نشي.هرڅومره چې کیدای شي باید د دیوالي د جشن پرمهال احتیاطي او محافظتي ګامونه پورته کړل شي. له خوښیو سره باید ژوند وکړو او ډاډه اوسو، شور او شوق هم باید موجود وي، زموږ جشنونه په واقعیت کې د یوځای را ټولیدو عطر له ځانه سره لري او بیلابیل مذهبونه د راټولیدو او همغږئ رامنځته کولو لامل ګرځي. د یو ځای اوسیدو ژوند موږ ته  د ځواک او د ځواک د نوي کیدو وړتیا راکوي او دغه جشنونه زموږ د پیاوړتیا د نوي کیدو سمبولونه دي. راځئ چې په شور او شوق سره، خپل خوبونه او تصمیمونه سره ونمانځو او نوي یې کړو، یو ځل بیا تاسو ته د نویو او رنګینو هیلو غوښتنه کوم. مننه کوم