من کي بات – اکتوبر ، ۲۰۱۹

زما ګرانو هیوادوالو! نمسکار، د دیوالي د پرتمینو مراسمو په ویاړ تاسو ټولو ته نیکې هیلې.  موږ ټول د شلوک- شوبهام کروټي کلیانم، آروګیام دهنسمپاډا، شتروبوډاډهي او دیپاجیوټي ناموستوت له نومونوسره آشنا یو.

څومره ښه او له مفهومه ډک پیغام دی! شولوک وایي چې: دا روښنایي ده چې په خوښیو پیل کوي، روغتیا او روڼتیا زموږ په ژوند کې رامنځته کوي،  منفي افکار لرې کوي او مثبت رامنځته کوي. زه دغه خدايي رڼا ته درناوی لرم. دغه دیوالي د یوې یادګاري دیوالي په توګه لمانځلو لپاره به کومه لاره د رڼاګانو له خپرولو څخه بهتره لار وي، مثبت لور ته هڅول، د دښمنۍ د ورکولو لپاره دعاګانو سره؟ په دې ورځو کې دیوالي په ګڼ شمیر هیوادونو کې لمانځل کیږي. او د یادونې ده چې دا یواځې هندۍ ټولنې پورې تړلې نه ده؛ حتی دولتونه، ښارونه، او ادارې د دیوالي رسم په صمیمیت او خوښیو سره لمانځي. په دې ډول دوی پخپلو سیمو کې د هند کلتور ته وده ورکوي.

دوستانو، د فیسټیوالونو توریزم خپل ځانته یو جالبیت لري. زموږ هند، د فیسټیوالونو هیواد دی، د فیسټیوالونو د ګرځندویۍ په برخه کې د بې کچې امکاناتو مرکز دی. زموږ به دا هڅه وي چې د دیوالي، هولي اونام، پونګل او بیهو د لمانځلو په مراسمو کې د نورو ایالتونو او هیوادونو خلکو ته هرکلی ووایو او د هغوۍ د ارواحو په تسکینولو ځان ډاډمن کړو. دلته هر ایالت او هر مذهب له ځانګړو لمانځغونډو څخه برخمن دی، چې د نورو هیوادونو د خلکو خورا دلچسپي یې را جذبه کړې. له همدې امله په نورو هیوادونو کې میشت هندیان یا ډایسپورا د فیسټیوالونو د ټوریزم په هڅولو کې کلیدي نقش لوبوي. 

ګرانو هیواد والو! د من کي بات په تیر قسمت کې موږ پریکړه کړې وه چې په دې دیوالي کې به یو څه بیل او ځانګړي کوو. ما له تاسو ټولو غوښتي وو چې د هند ناري شکتي (د ښځو پیاوړتیا)، د ښځو قدرت او لاسته راوړنې په برخه به کار کوو،  له همدې امله موږ د هند ښځینه قشر تسهیلوو. او په عین وخت کې په دې هکله ډیر الهام بښوونکي داستانونه خپاره کړی شول. د وارنګال نه کوډیپاکا رمیش په “نامو” اپلیکیشن کې لیلکي چې، “زما مور زما پیاوړتیا ده. په ۱۹۹۰ کال کې، کله چې زما پلار وفات شو نو د پنځو اولادونو د روزلو مسوولیت د هغې په اوږو بار شو. نن موږ ټول پنځه ورونه پخپلو مقدسو دندو کې ښه پر مخ روان یو. زما مور زما لپاره هر څه ده. نوموړې له هر پلوه د اوسني وخت اتله ده”.

رمیش جانه! ستاسو درنې مور ته نیکې هیلې. ګیتیکا سوامي چې د ټویټر یوه فعاله ده خپلې مور ته وایي چې،  “ماجور خوشبو کنور د یوه بس د کلینر لور ده، چې د آسام رایفلز د ټولو ښځو د یون مشري یي وکړه، هغه د هند پانګه ده”. د کویتا تهواري لپاره د هغې لور د هند پانګه ده، او د هغې قوت دی. هغه د خپلې لور د غوره نقاشۍ په مهارت باندې ویاړي. هغې همدا راز په کلاټ آزموینه کې هم ښه درجه ترلاسه کړه. 

همدا ډول د میګا جین په نوم یوې ۹۲ کلنې ښځې څخه یې هم یادونه کړې چې د ګوالیر د ریل په ایستګاه کې خلکو ته اوبه ورکوي. میګاجي په رښتیا هم چې د هندۍ ښځې له تواضع او زړه سواندۍ نه الهام اخیستی. دغه ډول ګڼ شمیر کیسې خلکو شریکې کړي دي. دا ولولۍ او له هغو نه الهام واخلۍ او یو ګونې بیلګې یې له نورو سره شریکې کړئ. زه د په درنښت سره د هند ټولو ښځو ته سلامي وړاندې کوم.

زما ګرانو هیوادوالو! د ۱۷ مې پیړۍ پیژندل شوې شاعرې سانچي هوناما په کناډا کې یو شعر لیکلی وو چې همدا مفهوم مجسموي، د هرې هندۍ ښځې لپاره یې ورته توري کارولي کومو ته چې موږ اشاره وکړه.  څوک دا منلی شي چې د دې ذهنیت بنسټ په ۱۷مه پيړۍ کې ایښودل شوی دی. په دغه کناډایي شعر کې ستاسو پام د تورو ښکلا، احساساتو او تفکر په لور آوړي.

پینندا پرمیګوندانو هیما ونتانو

پینندا بروهو پرچندانو

پينندا جنکا ریانو جسوولیندانو

  چې مانا یې ده: هیموانت، لارډ ماونټ د خپلې لور پاروتي له امله په شهرت ورسید، ریشي بریګهو د خپلې لور لکشمي او شاه جنک د خپلې لور سیتا له امله. زموږ لوڼې زموږ ویاړ دي…… د هغوۍ فوق العاده فضیلت، زموږ ټولنیزلرې والی کموِ او زموږ لپاره یوه ښه راتلونکې تضمینوي.

زما ګرانو هیوادوالو! د ۲۰۱۹ کال د نوومبر ۱۲ مه نیټه هغه ورځ ده چې ټوله نړۍ به د ګورونانک د زیږیدنې ۵۵۰ مه کلیزه لمانځي. د ګورو نانک صیب د لیدلوري اغیزې نه یواځې دا چې په هند کې بلکې په ټوله نړۍ کې قابل د درک دي. زموږ ګڼ شمیر سیکهان خویندې او ورنه په نورو هیوادونو کې میشت دي او په متعهده توګه د ګورو نانک صیب افکار تعقیبوي.

زه هیڅکله هم د وانکوور او تهران ګوردوارو ته خپل سفر نشم هیرولی. د ګورونانک دیو صیب په هکله ډیر څه شته چې زه له تاسو سره شریکولی شم، مګر د هغو لپاره د من کي بات ډيرو پروګرامونو ته اړتیا ده. هغه د خدمت روح ته تر ټولو لوړ اهمیت ورکړ. گرو نانک دیو صیب په کلکه باور درلود چې کوم خدمت چې په بې غرضۍ سره ترسره کیږي د ارزونې هاخوا دی. هغه د ټولنيزو ناروغیو لکه د نه لمس کولو په وړاندې کلک ولاړ و. ښاغلي گرو نانک دیو خپل پیغام د نړۍ ټولو کونجونو ته ورساوه. هغه د دې وختونو ترټولو پراخه سفر و. او هر چیرې چې به تللو د خلکو زړونه به یې په خورا سادګۍ او روڼتیا سره په لاس راووړ. ګورو نانک صیب د (اوداسي) په نوم ګڼ شمیر معنوي سفرونه ترسره کړل. هغه د همغږئ او برابروالي له پیغامونو سره شمال، سویل، ختیځ او غرب ته سفرونه وکړل او له خلکو، مذهبي مشرانو او حکماوو سره یې لیده کاته وکړل. ویل کیږي چې معزز آسامیايي شنکر دیو هم له هغه نه الحام اخیستی وو. نوموړي د خپل دور هرې مقدسې ځمکې ته سفرهم وکړو. په کاشي کې یو مقدس ځای دی چې ګورو باغ ګوردواره نومیږي. داسې ګڼل کیږي چې ګواکې ګورونانک صیب هلته پاتې شوی وو. هغه د راجګیر او ګییا په شان د بودایي مذهب مقدسو ځایونو ته هم تللی وو. سویل ته د خپل سفر پر مهال نوموړی سریلانکا ته هم تللی وو. د کرناټکا بیدار ته د خپل مذهبي سفر پر مهال نوموړي د اوبو د ستونزو په اړاو یوه حل لاره رامنځت کړه. ګورونانک جیره صیب یو مشهوره ځاید چې په بیدار کې یې نوموړي ته ځانګړی کړی او د یو یادګار په توګه پاتې دی. ګورو نانک صیب د اوداسي په نوم د سفرونو له لړۍ څخه هم یو سفر د شمال په لور کشمیر او ګاونډیو هېوادونو ته ځانګړی کړ چې د کشمیر او سیک مذهب د پیروانو تر منځ یې یو قوي ارتباط رامنځته کړو.

ګورو نانک صیب همدا راز تبت ته هم تللی وو چیرته چې خلکو هغه ته د ګورو لقب ورکړ. هغه په ازبکستان کې هم په درناوي سره وستایل شو، چیرته چې نوموړی تللی وو. د خپل اوداسي په نوم سفرونو کې نوموړي اسلامي هېوادونو سعودي عربستانؤ عراق او افغانستان ته هم پراخه سفرونه کړي وو. هغه د میلونونو خلکو په زړونو کې له درناوي ډک ځای موندلی وو چې د هغه پیغامونو او اندیشې یې په بشپړه فداکارۍ سره تعقیبولې، چې دا کار تر اوسه هم دوام لري. 

یواځې یو څو ورځې وړاندې، تخمینآ د ۸۵ هېوادونو سفیرانو له ډیلي نه امرتسر ته ولاړل. هلته یې په طلایي معبد کې یې مقدس زیارت وکړو او د ګورو نانک صیب ۵۵۰ مولود شریف یې ولمانځلو. له مولود لمانځلو سربیره دغه سفیرانو وکړی شول چې د سیک مذهب د سنتونو او کلتورنو په اړه لا ډير مالومات ترلاسه کړي. چې وروسته بیا ګڼ شمیر دغه سفیرانو خپل انځورونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړل او د خپلو تجربو په اړه یې لیکنې هم وکړې. دا زما هیله او آرزو هم ده چې د ګورو نانک صیب افکار او ایدې پخپل ژوند کې ځای پر ځای کړو. ممکنه ده چې زموږ ډیری شمیر به وغواړو چې دغه کار وشي.

زما ګرانو خویندو او ورونو! زه باوري یم چې موږ ټول د آکټوبر د ۳۱ مې نیټې په ارزښت پوهیږو. دا ورځ د هند د وسپنیز سړي سردار والا بهایي پټيل د زیږیدنې ورځ ده، چې زموږ د یووالي او یو ملت په توګه راجوړولو کې یو پیاوړی قووت وو. له بل پلوه، نوموړی وتوانیده چې د هغو کسانو تر منځ هم تعادل برقرار کړي کومو چې له هغه سره عقیدتي توافق نه درلود. سردار پټيل به هر وړوکي څیز ته په ژورتیا سره کتل. او هغه به یې په عین وخت کې ارزیابي کول هم.

هغه په حقیقي مانا سره (د توضیحاتو سړی) وو. د دې تر څنګ هغه د یوه سازمان په جوړښت کې هم خورا مهارت درلود. د هغه اصل پروګرام او تګلارې د پروګرامونو پرمختیا او د اسټراټيژۍ تدوین یا اصلاح کول وو.

کله چې موږ د ښاغلي سردار صیب د کاري سبک په اړه لولو او آورو نو زیر کیږو چې د برنامو په طرحه کولو کې د هغه دقیقه اندازه څومره پیاوړې وه. په ۱۹۲۱ کال کې، په احمد آباد کې د کنګرې په جلسه کې له ټول هېواد نه په زرګونو استاذو برخه اخیستې وه. 

سردار پټیل ته د ټولو ترتیباتو نیولو مسوولیت ورسپارل شوی وو. نوموړي له دغه فرصت څخه د ښار د اوبو شبکې د تنظیمولو لپاره ګټه پورته کړه. هغه دا خبره یقیني کړه چې د اوبو له امله به هیڅ شخص ته کومه ستونزه نه وي. یواځې دا نه، هغه د ګډونوالو د امنیت او بوټانو او سامانونو د حفاظت مسوولیت هم پر غاړه اخیستی وو. د دې کار د عملي کولو لپاره چې هغه څه وکړل هغه به تاسو ته هم په زړه پورې وي. هغه بزګرانو ته امر وکړو چې لاسي جوړې شوې خلطې جوړې کړي. او په ګډونوالو یې وپلوري. هغوۍ به خپل بوټان او خریطې پرته له کوم جنجال نه له ځان سره دننه وړلې او هیڅ یو جوړه بوټان هم ورک نه شول. له بلې خوا، دا کار د خپلو تولیداتو په پلور کې د ډير والي سبب هم شو. زموږ هېواد به د اساسي قانون جوړوونکې شورا کې د خپلې بهترینې کارکردګۍ له امله د سردار پټیل احسان مند وي. نوموړي د بنسټیزو حقونو د قوي کولو په موخه مبارزه وکړه د کوم له امله چې قومي او په ټولنیزه کچه د امتیازي سلوک کولو امکاناتو ته د پای ټکی کیښودل شو.

دوستانو، موږ ټول پوهیږو چې د هندوستان د لومړي د کورنیو چارو وزیر په توګه، سردار پټيل د شاهي ریاستونو د یوځای کولو تر ټول لوی او تاریخي کار ترسره کړ. د پيښو د وضعیت څیړل د هغه بې ساری معیار وو. له یوې خوا هغه، حیدرآباد، جوناګړ او نورو ریاستونو باندې پاملرنه وکړه او بل پلو یې، د لکشدویپ پر لور هم خورا په زیرکتیا سره توجه ګامزن کړې وه. په اصل کې، کله چې موږ د سردار پټيل د هڅو په اړه خبرې کوو نو یواځې د یو څو محدودو ریاستونو په یوځای کولو کې د هغه په نقش رڼا اچوو. خو کله چې هغه د لکشدویپ په شان د یوې وړې برخې په یو ځای کولو کار پیل کړ نو هغه یې هم په خورا زیرکتیا سره پر مخ بوتلو او خورا مهم نقش یې پکې ولوبولو. لکشدیپ د هندوستان له ښکولو مناظرو څخه یوه ده. په ۱۹۴۷ کال کې له ویش نه وروسته سمدستي زموږ ګاونډي هېواد لکشدویپ ته سترګې پټې کړې. هلته د دوی د بیرغ پورته کوونکې الوتکه ولیږل شوه. کله چې سردار پټيل له دې موضوع خبر شو نه کلکې هلې ځلې یې پیل کړې او په دې برخه کې یې هیڅ وخت ضایع نکړلو.

هغه په موډالي ورونو، آرکوټ راما سوامي موډالیر او آرکوټ لکشمن سوامي موډالییر باندې غږ وکړو چې په چټکۍ سره د ټراوانکور له خلکو سره اړیکه ونیسي او د لکشدویپ برنامه پیل کړي او هلته د بیرغ په جګولو کې له نورو مخکښ شي.

د نوموړي له احکامو سره سم، سمدستي هلته بیرغ و رپول شو او د لکشدویپ د الحاقولو په هکله یې د ګاونډي هېواد خوبونه په ډیر کم وخت کې له منځ یو وړل. له دې پیښې وروسته سردار پټيل له موډلیر ورونو سره د لکشدیپ د پرمختګ په هکله په شخصي توګه د هر ډول مرستې کولو ژمنه وکړه. نن لکشدیپ د هندوستان په پرمختګ کې خورا ځلانده رول لوبوي. هغه سیمه  د ګرځندویانو لپاره هم خورا په زړه پورې ده. زه باوري یم چې هلته به تاسو له زړه پورې ټاپوګانو او باستاني ساحلونو له لیدلو څخه خوند واخلئ.

زما ګرانو هېوادوالو، د ۲۰۱۸ کال د آکټوبر ۳۱ مه نیټه، هغه ورځ ده چې هېواد او نړۍ ته د سردار پټيل صیب په یاد بود کې د هغه مجسمه د (یووالي مجسمې) په نوم تقدیم کړی شوه. دا په نړۍ کې تر ټولو لوړه مجسمه ده. دا مجسمه په امریکا کې د آزادۍ مجسمې څخه دوه برابره لوړه ده. د هندیانو لپاره دا ویاړ دی چې د نړۍ د ترټولو لویې مجسمې د لرلو امتیاز لري. په دې کار سره د هر هندوستاني سر له ویاړ څخه لوړ دی او په یاد ولرۍ چې یواځې په تیر یوه کال کې له ۲۶ سوه زره څخه زیاتو کسانو د یووالي له دغې مجسمې څخه لیدنه کړې چې په منځنۍ توګه هره ورځ اته نیم زره کسانو دغه مجسمه لیدلې ده. سردار پټيل ته له زړه درناوی او ارادت هغه ته د درناوي کول په پار منعکس شو.

تکریم و ارادت به سردار ولابابهایی پاتل در قلب آنها به شکل ادای احترام به وی منعکس شد.سربیره پردې ، دا مهال ، دغه ټاپوګی ګڼ شمیر د پام وړ مرکزونه لري لکه کیکټس باغ ، تیتلی باغ ، ځنګل سفاري ، او د ماشومانو د تغذیې پارک ، د ایکتا نرسرۍ ، چې دا ټول په دوامداره توګه د بدلون په حال کې دي او کورني اقتصاد ته وده ورکوي. ځایی خلک نه یوازې د کارموندنې فرصتونه ترلاسه کوي بلکه د ګرځندویانو د آسانتیا لپاره ډیری سیمه ییز خلک د کور او استوګنې په څیر آسانتیاوې هم چمتو کوي. او دغه سیمه ییزو خلکو ته په کور کې د میلمنو ساتلو لپاره ځانګړې زده کړې هم ورکول کیږي. محلي خلکو اوس د اژدها په نوم د یو ډول میوې کرل هم پیل کړي دي او زه باوري یم چې ډير ژر به دا کار د هغو خلکو د عایداتو د اصلي سرچینې په توګه تمام شي. 

ملګرو، زموږ له قوم سره سره متحدو ایالتونو ته هم دغه د یووالي مجسمه د ساحیت له صنعت سره سره د څیړنې یو موضوع هم کیدلی شي. موږ ټول شاهدان یو چې یواځې د یوه کال په موده کې څنګه یو ځای د نړۍ په کچه د ګرځندویۍ د یوه مقام په توګه بدل شو. د هیواد دننه او له هیواده بیرون خلک هلته ورځي او چې د لیږد رالیږد، اوسیدنې، لارښود او چاپیریال سره د ملګرتیا چوپړتیاوې یو پر بل پسې پخپله هلته وده کوي. یو ستر اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی او د ګرځندویانو له اړتیاوو سره سم سهولتونه هلته د خلکو  لخوا ایجادیږي. حکومت هم خپل رول ترسره کوي.

ملګرو، کوم هندوستانی به وي چې دې حقیقت نه یې سر له ویاړ څخه نه لوړیږي چې په همدې ورستیو کې د ټایم میګزین د نړۍ په ۱۰۰ مهمو سیاحتي ځایونو کې د یووالي د مجسمې نوم هم شامل کړی دی. زه باوري یم چې تاسو ټول به د خپل قیمتي وخت یو څو شیبې د یووالي مجسمې د لیدلو لپاره مصرفوۍ. مګر زما غوښتنه دا ده چې هر هندوستانی چې د سفر لپاره وخت باسي، باید لږ تر لږه د ګرځندویۍ له ۱۵ ځایونو څخه خامخا له خپلې کورنۍ سره یوځای لیدنه وکړي او په هر ځای کې حتمآ یوه شپه تیره کړي، دا اوس هم زما غوښتنه ده.