د اروپایی اتحادیۍ د بهرنیو چارو او امنیتی تګلاری مشر د هند سره په قوی اړیکو ټینګار وګړ

لیکنه : د ډاکټر سنګا مترا سرما

ژباړه: د پښتو څانګی

 د بهرنیو چارو او د امنیتی   پالیسۍ لپاره د اروپا  اتحادیې عالي استازی جوزپ بورریل فونټیلز پدې وروستیو کې هند ته په سفر راغلی وو چې دلته یې د ۲۰۲۰ م کال د رئیسینا په ډیالوګ کې برخه اخیستې وه. د دواړو خواو اړتیا په داسې وخت کې د مقرراتو پراساس څو اړخیز امر څخه دفاع کول دي کله چې د ډبلیو، ټی ، او یا د سوداګرۍ نړیوال سازمان شخړې   حل کولومیکانیزم مخنیوی د اروپا ، هندوستان او همدارنګه د جنوب ختیځ آسیا ډیر  هیوادونو لپاره د اندیښنې لامل ګرځیدلی. په دې اړه ، عالي نماینده خبر ورکړ چې اروپا اتحادیې د دې لانجې د ماتولو لپاره وړاندیزونه کړي دي. دا د دواړو خواوو قوي غوښتنه ده چې دا مسله حل کړي او د عملي حل سره مخی ته راشي.

 د سمندر امنیت پیاوړي کول یوه مهمه اندیښنه ده دا په داسی حال کی ده چې نړیواله ټولنه د ځینو ګواښونو لکه سمندری داړه مارو، حفاظت او د سمندری ځواک د بیا جوړونی سرچینو ننګونو سره مخ ده. له همدې امله د سمندري امنیت او ثبات ساتلو لپاره په ګډه کار کول اړین دي. د اتلانتا عملیات د افریقا او  لویدیز هند بحر کې د سمندري داړه مارو د مخنیوي لپاره له هند سره د همکارۍ یوه ښه بیلګه وه.

 د اروپايي اتحادیې عالي استازي په ۲۰۲۵ م کال کې د هند او اروپایی اتحادیۍ ستراتیژیکې ملګرتیا لپاره د نوي کا ری پلان رامینځته کولو باندې ټینګار وکړ ، چی له امنیت څخه نیولی تر  ډیجیټل یا اقلیم بدلون پورې ساحو کې همکارۍ رانغړی.  د دې همکارۍ لپاره خبرې اترې لا د مخه پیل شوې دي او چمتو به شی چې د هند – اروپا راتلونکې ناسته کې چې د ۲۰۲۰ م کال د مارچ په ۱۳  به جوړه شي ، تصویب شي.

 بله مهمه ساحه چې دواړه خواوې یې کار کولو ته اړتیا لري په ګډه توګه د اقلیم د ناورین اغیزې کمولو لپاره لارې او وسیلې رامینځته کول دي . په دې تړاو د پاریس د اقلیم تړون دفاع او پلي کول خورا مهم دي ، دې حقیقت ته په پام سره چې دا د هیوادونو د انفرادي او ډله ایزو اقلیم اهدافو د روڼتیا څارنې ، راپور ورکولو او وده ورکولو لپاره یو چوکاټ رامینځته کوي . د دې په بریالیتوب سره پلي کول به د مسؤلیتونو شریکولو ګډو هڅو او په ګډه عمل ترسره کولو ته اړتیا ولري ترڅو د اقلیم د بدلون بدو اغیزو مخه ونیسي.

مثبت پرمختګ د هندوستان لومړي وزیر نریندر مودي او اروپایی مشرانو ترمینځ

د هند او اروپا اتحادۍ ترمنځ د پاکی انرجۍ او  د اقلیم انډیوالتوب به تړاو لوځنامه وه چی ۲۰‍۱۶م کی شوی وه. چی هدف یی دا وو چی د اقلیم بدلون او انرجۍ په تړاو اروپا اتحادۍ او هند ترمنځ مرسته ځواکمنول دی.

اروپه اتحادۍ او هند په تیر وختونو کی د هغی ودی اهمیت پرګوته کړی کوم چی اروپا ، جنوبی اسیه او منځنی ختیځ کی ترهګریز طاقتونه ناکام ګرځولو په وخت شوی

 عملی میکانیزم شتون لري چیرې چې دواړو خواو د افراطیت سره مبارزه د کولو تمرکز کړی. پدې برخه کې ، د اروپايي اتحادیې او د هند د تروریزم پروړاندې د مبارزې ورکشاپونو هندي او اروپایی کارپوهان سره یوځای کولو کې مرسته کړې ، ترڅو د ظرفیتونو لوړولو ، آنلاین پروپاګند په پیژندلو ، مخنیوي او  د داعش تروریستي شبکې سره مبارزی او مخنیوي باندې ټینګار وکړي

 سوداګری هم یوه برخه ده چیرې چې اروپایی اتحادیه او هند اړتیا لري خپلې هڅې ګړندي کړي. دواړه خواوې باید د هند او اروپایی اتحادیۍ آزاد تجارتی تړون  به ترڅ کی  خبری اتری له سره پیل کولو باندې ټینګار وکړي. د دې د پیل لپاره یو څه انعطاف باید دواړه خواو څخه وښودل شی.  اروپايي اتحادیه پانګوونې ته د ( ایف، ټی ، ای)  برخی په توګه نه ګوري او ټینګار کوي چې دوی به یوازې هغه مهال د خبرو اترو میز ته کیني کله چې د ځینې موټرو او الکول لپاره بازار ته لاسرسي او د دولتي تدارکاتو او کار معیارونو شاملولو په څیر په ځینو لومړني مسلو باندې د نظر تبادله کیږي.  له بلې خوا ، هندوستان د اروپايي اتحادیې هغه هڅې په کلکه غندي چې د کار او بشري حقونو مسله پکې شامله ده د کوم لپاره چې دا جلا کاري ډلې وړاندیز کوي.

ښاغلي فونټلېس څرګنده کړه چې د ۲۰۲۰ م کال په مارچ کې د هند او اروپایی اتحادیۍ  تولیدي ناسته ، کولی شي د ستراتیژیک مشارکت پراختیا او د دفاع او سوداګرۍ په برخه کې همکارۍ پراخه کړي. هندوستان او اروپايي اتحادیۍ  لومړیتوبونه او ژمنې سره شریکې کړې ، چې پکې د دیموکراسۍ ، څو اړخیزه او د مقرراتو پر اساس نړیوال نظم ارزښتونه ساتل شامل دي. همدارنګه ، لکه څنګه چې هند او اروپايي اتحادیه دواړه د هند – آرام سمندر په اړه د هر اړخیز او آزادې پالیسۍ لید لوری شریکوي ، نو دوی باید د خوندي قواعدو پر اساس سیمه ایز او نړیوال نظم رامینځته کولو لپاره د پالیسیو او ستراتیژیو ګډ تطبیق لپاره راټول شي.