د ایف اې ټی ایف له خړ لست څخه د ژغورنې په خاطر د پاکستان هلی ځلی :

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه: د پښتو څانګی 

سربیره پردی چی پاکستان ترهګرو ډلو ته د سرمایو برابرولو او د پیسو سره د غلط چلند مخه نیولو کی ناکامه شوی ، ترهګرۍ ته د سرمایو برابرونکو په فعالیتونو ټینګ نظرلرونکی ګڼ ملی اداری ایف اې ټی ایف په پاکستان پرله پسی فشار اچولی چی هغه ددغه سنګین مسئلی حل ویستلو لپاره اغیزمن ګام پورته کړی او هغه ته بیا بیا اخطار ورکولو باوجود پاکستان اړین ګامونه پورته نه کړل نو ځکه ایف اې ټی ایف سخت ګام پورته کولو ته مجبوره شو . یاد سازمان پاکستان تیر کال په خړ لست کی اچولی و او ورسره دا اخطار ی هم ورکړی و چی که د تیرکال اکتوبر میاشت پوری هغه سم او خاطرخواه ګام پورته نکړو نو د هغه پرضد نوره سخته کارروائي کیدیشی او هغه په تورلست کی شامل کیدی شی . ایف اې ټی ایف پاکستان ته په ۲۷ټکیز عملی پلان باندی د کار کولو لارښوونه کړی وه خو په پاکستان کی چی څومره پرمختګ شوی هغه ښورا زیات بی اطمینانه ګڼل شوی . نوځکه تیر اکتوبر په میاشت کی ایف اې ټی ایف د خپګان په ښکاره کولو یو ځل بیا پاکستان ته اخطار وړاندی کړو او هغه ته ۲۰۲۰م میلادی کال د فرورۍ میاشت پوری وخت ورکړی لدی کبله چی پاکستان پدی موده کی خپل ریکاډ سمولو سره سره نور زیات ټینګ ګامونه پورته کړي. هم پدغه وخت کی ایف اې ټی ایف پاکستان له خړ لست څخه د ویستلو پیشنهاد هم رد کړو او وویل چی دا پریکړه به پرځای پاتی وي. د ایف اې ټی ایف د آسیا پیسیفک ډلی خپل کوم راپور وړاندی کړی و د هغی په سمون پاکستان له ۲۷ ټکو څخه یواځی ۵ ټکو په ترڅ کی یو څه پرمختګ کړی و یعنی هغی ته به پدی لوری ډیر اوږد مزل وهل وي. 

هرڅنګه چی وي دفرورۍ میاشت هم راتلونکی ده او ایف اې ټی ایف به د پاکستان په عمل غور وکړی . پاکستان هم د دی میاشت په ۸مه نیټه په ۶۵۰ پاڼو خپل عملی راپور ایف اې ټی ایف ته سپارلی و . په اصل کی پاکستان دا راپور ایف اې ټی ایف ته د هغی پوښتنی په ځواب کی لیږلی و د کوم ترمخی دا معلومول غوښتو چی د پیسو په غلطه کارولو په سوال پاکستان د خپل نوې پالیسۍ ترمخی څه کړیدی . د دی په ځواب کی پاکستان ۲۰۱۹میلادی کال د اکتوبرمیاشت نه واخلۍ ۲۰۲۰میلادی کال د جنورۍ میاشت پوری د خپل پورته کړی شوی ګامونو تفصیل وړاندی کړو کوم چی د هغی په ګمان د ایف اې ټی ایف سپارښتونو په سمون دې . اوس دا فیصله ایف اې ټی ایف ته کول وي چی هغه د پاکستان په عمل څومره مطمئین دې او آیا ریښتیا پاکستان بشپړ اخلاص سره کار کوی او ترهګري ته سرمایه برابرولو او د پیسو غلط کارولو باندی بندیز لګولو کی کامیاب ښکاری . 

که لشکرطیبه او جمات الدعوه پر وړاندی د ګام پورته کولو خبره وکړی شی نو په اوسنیو تیرو ورځوکی حافظ سعید پرضد ځنی کارروائي کیدل ښکاری .د بیلګی په توګه حافظ سعید او د نوموړی ملاتړکونکو پروړاندی د ترهګرۍ مخه نیولو په یوی محکمی کی کارروائي روانه ده . د شنونکو دا خیال دی چی اصل سوال   دا دې چی د حکومت په کومه طریقه د دی مقدمی پیروی وکړي ؟ د حافظ سعید د وکیلانو ډله په محکمی کی دا خبره د ثابتولو هڅه کوی چی جمات الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن په شان اداری لشکرطیبه یا بل ځنی ترهګر ډلی ته سرمایه نه برابروي. بلی خوا په اوسنیوورځو کی د پاکستان حکومت پاکستان د ایف اې ټی ایف له عذاب څخه د ساتلو لپاره سفارتی او سیاسی فعالیتونه ډیرتند او چټک کړیدی . 

پاکستان ته ترهګری له مینځه وړلو او هغلته فعال ترهګر محکمی ته په رسولو کی لیوالتیا وی اوکنه خو دا فکرحتمی شته چی نړیواله ټولنه د هغی نوم ترهګرۍ ته ملاتړبرابرونکی هیوادونو په قطار کی شامل نکړی . هم دا علت دی چی د ایف اې ټی ایف نورسختۍ څخه د ځان ساتلو او له خړ لست څخه د بهر پاتی کیدو هڅی نوری چټکی شویدی . نو ځکه د پاکستان یو هئیت ایف اې ټی ایف ته مخامخ کیدو او خپله خبره هغی مخی ته وړاندی کولو په غرض څو ورځی د مخه  بیجینګ ته ورسید .د پاکستان هئیت د ایف اې ټی ایف کاریزډلی سره لیدلی هم دي د کوم غونډه د جنورۍ ۲۱می نیټی څخه پیل شوې . د دغه هئیت مشری د اقتصادی چارو وزیر حماد اظهر کوی . په نور غړو کی د ترهګرۍ مخه نیونکی ملی اداری ، د بهرنیو چارو وزارت او اسټیټ بینک آف پاکستان غړی شامل دي. د پاکستان پوره هڅه ده چی هغه د چین او امریکی په مرسته په هرځنی صورت د ایف اې ټی ایف له خړ لست څخه بهر شی . له چین څخه خو هغه ړ پوره مرستی امید لری . دا خبره دی هم په ذهن کی و ساتلی شی د ایف اې ټی ایف د مشرۍ مسئولیتونه دا وخت چین ترسره کوی . د چین پوره مرسته به ترلاسه شی خو هغه دا غواړی چی نور زیات ملاتړ ترلاسه شی لدی امله چی هغه دا اطمینان و لری چی وضیعت به د نوموړی لپاره لا ښه شی نوځکه د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د واشنګټن دوره ترسره کړله . هم تیر جمعی په ورځ نوموړی په امریکی کی وئیلی و چی نوموړی دا هیله لری چی په بیجینګ کی د ایف اې ټی ایف کومه ناسته روانه ده په هغی کی امریکه پاکستان له خړ لست څخه را ویستلو کی کومک وکړی . نوموړی دا هم وئیلی و چی دا ناسته پاکستان لپاره ډیره مهمه ده ځکه چی د دی وروسته د اپریل په میاشت کی د ایف اې ټی ایف ابتدائي ناسته په پارس کی ترسره شی . اوس دا به کتل وی چی پاکستان په اړه د ایف اې ټی ایف راتلونکی فیصله به څه وي؟ هرڅنګه چی وی د دی تکیه د هغی کارکردګۍ په بنیاد وي