09-04-2020 ددي مهال مهم خبرونه

په ډیلي کې د ناروغئ مهم مرکزونه يا هټسپوټونه او د اترپردیش په ۱۵ ولسوالیو کې داسي ځایونه د اپریل تر ۱۵ مي پورې تړل شوي دي

دا ګام د ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره ترسره شوي دي. چارواکي به دروازه په دروازه هغه خلکو ته اړین توکي ورسوي څوک چي په دغه تړل شوي سيمو کې ژوند کوي

د مخ ماسکونه په اترپرديش ، ډهلي او مهاراشٹر کې لازمي شوي دي. د هغه کسانو پروړاندې اقدام کیدی شي څوک چې ددي نورم سرغړونه کوي

کیرالا د اي سي ايم ار څخه د پلازما درملنې لپاره اجازه ترلاسه کړې. دا به د دولت چارواکو ته اجازه ورکړي چې معاینات وکړي که چیرې د کوروناویرس ناروغانو څخه ترلاسه شوي وینه د کورونا درملنې عوامل ولري. د سویلي کوریا ډاکټرانو دا درملنه په بریالیتوب ترسره کړې وه

ستره محکمه له مرکز څخه غوښتنه کوي چې کوډیډ ۱۹ ازموینې حتی په شخصي لابراتوارونو کي هم وړیا کړي. دا به د ټولنې نادارو برخو مرسته وکړي

د تبليغي جماعت نور غړي هم پرګوته شوي . ډير پکي د کوویډ ۱۹ناروغي کي اخته دي

د سوداګرئ نړيوال سازمان وايي چې د نړۍ په کچه تجارت د وبا له امله زیانمن کیدلی شي. د سوداګرۍ حجم کې کمښت به ممکن تر ۳۲٪ پورې وي

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جیشینکر له خپل اسټرالیایي سیال ماریس پیین سره خبرې وکړې او د کړکیچ سره د مبارزې لپاره د غبرګون ستراتیژي یې شریکه کړه

سین برني سانډرز د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ سیالي څخه ځان ګوخه کړو ، امکان دي چې د متحده ایالاتو پخوانی مرستيال ولسمشر جو بیډن د نومبر په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماند وي

د برتانیا چارواکي وايي چې لومړی وزیر جانسن په آی سي یو کې د درملنې په اړه غبرګون ښیې

د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو او رهبرانو غوښتي چې د کورونا ویروس د ناروغۍ د “سیاسي کیدو” مخه ونیسي

اوپیک يا نفت صادرونکي هيوادونه او روسیه به د ویډیو کنفرانس له لارې د تیلو پر تولید بحث وکړي. کنفرانس پخوا دوه ځله ځنډول شوي

په متحده ایالاتو کې د کورونوایروس نوې قضیې ټيټي شوي ، په داسې حال کې چې پدې هیواد کې د مړو شمیر ۱۴۷۰۰ ته رسیدلی

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د
دوه اونیو اوربند اعلان وکړ

په هند کي د کوویډ۱۹ فعاله قضئ ۵۰۹۵ دي ، ۴۷۲ کسان روغ شوي او ۱۶۶ کسان مړه دي