پرکاش جاوډيکر : د ټولنې راډیو شبکه به په هیواد کې پراخه شي

د اطلاعاتو او نشراتو وزیر پرکاش پرکاش جاوډیکر وویل چې د ټولنې راډیو پخپله يوه ټولنه ده او د بدلون عامل دي . وزارت به د داسې پلانونو په پلي کولو سره ډیر ژر د داسې سټیشنونو شمیر زیات کړي
د ال انډيا راډیو د خبرونو څانګي له لارې د ټولني راډيو اوریدونکو ته په وينا کې ، ښاغلي جاوډیکر وویل ، حکومت لیواله دی چې د اعلاناتو لپاره د هوا وخت په يو ساعت کي له ۷ دقيقو څخه ۱۲ دقیقو ته لوړ کړي ترڅو دوی د تلویزیوني چینلونو سره برابر کړي
وزیر ډاډ ورکړ چې داسي سټیشنونه بايد د ځایی سرچینو له لارې تصدیق کولو سره د جعلي خبرونو ګواښونو سره مبارزه کې کلیدي رول ولوبوي. هغه سټیشنونو ته بلنه ورکړه چې ځان د آل انډیا راډیو سره شریک کړي ترڅو د حقیقت لاسرسی پراخه شي