لومړي وزیر لویدیز بنګال او اودیسیا لپاره مرستې اعلاني کړي

مرکز د امفن بړبوکئ وروسته لوديز بنګال لپاره د ۱۰۰۰ کروړه روپيو د مرستي اعلان وکړ. لومړي وزیر نریندر مودي او د لویدیز بنګال مشري وزیري ممتا بنرجي په ګډه د لویدیز بنګال په شمالي او سویلي ۲۴ پرګناس ولسوالیو کې د طوفان ځپلو سیمو هوايي کتنه وکړه او د اداري ناستې وروسته یې اعلان وکړ چې د بړبوکئ طوفان له امله د زیانونو اندازه لګول کيږي
لومړي وزیر د طوفان اړوند پیښو کې د وژل شوي هر غړي کورنیو ته د دوه لاکه روپیو معاوضه هم اعلان کړه
لومړي وزیر نریندر مودي د جمعې په ورځ د طوفان ځپلې اوډیشا لپاره د ۵۰۰ کروړه روپیو پرمختللې مالي مرسته اعلان کړه. د طوفان ځپلو سیمو د هوایی سروې وروسته ، هغه د والي ګنيشي لال او د مشر وزير نوین پتنائک سره د کتنې ناسته ترسره کړه. لومړي وزیر دواړو خواو ته د مرکز لخوا د هرې ممکني مرستې ډاډ ورکړ