امنیتی ځواکونو د جمو او کشمیر په پلوامه کي  موټر په واسطه د کيدونکي چاودني مخه ونیوله

امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د جمو او کشمیر په مرکزي سیمه کې د یوې لویې پیښې مخه ونيوله . د سوېلي کشمير د پلوامه  ولسوالۍ د راج پورې په ايينګنډ سيمه کې له يو موټر څخه چاوديدونکی توکي او بمونه شنډ کړای شول

سپين رنګه موټر د تلاشۍ پوستې ته نزدي د امنيتي ځواکونو لخوا ودرول شو ، خو د موټر چلوونکي موټر په شا وزغلولو او امنيتي ځواکونو د موټر په شا ډزې وکړې چې له امله هغوي څه لري دا موټر پريخود

امنیتي ځواکونو په موټر ډزې وکړې او په تعقیب یې د یو لوی ناورین چې د موټر په واسطه کيدونکي وو ، مخه ونیوله