هند او چین به په ختيځ لداخ کې د تاوتریخوالي د کمولو په خاطر د خبرو دریم پړاو ترسره کړي

هندي او چینايي ځواکونه به په ختیځ لداخ کې د تاوتریخوالي د کمولو په خاطر نن د لیفټیننټ په کچه د خبرو بل پړاو ترسره کړي. دغه ناسته به له حساسي سیمې څخه د سرتیرو د بې وسلې کولو او پشا کولو کار بشپړ کړي. دا به د لیفټیننټ عمومي کچې خبرو اترو دریم پړاو وي او سرچینو وویل چې دا به د کنټرول حقيقي کرخي څخه د هند په اړخ د چشول په سکتور کې ترسره شي
غونډه د سهار په ۱۰ نيمو بجو پیل کیږي. په هندي پلاوي کې به د هند د پلاوي مشري د قوماندي ۱۴ قومندان برید جنرال هریندر سینګ په غاړه وي ، په داسې حال کې امکان دي چې چینایان د تبت د نظامي ولسوالۍ د قوماندان په مشرۍ رهبري شي