مهم خبرونه

لومړی وزیر نریندر مودي نن د ماښام په ۴ بجو په ملي راډیو او تلویزون ملت ته وینا کوي. د لومړي وزیر خطاب د انلاک -۲ او په ختیځ لداخ کې وروستي فعالیتونو په پس منظر کې خپريږي
۳ لکه ۳۴ زره ۸۲۲ خلک په هیواد کې د کوویډ -۱۹ څخه روغ شوي دي. په تیرو ۲۴ ساعتو کې په هند کې ۱۳ زره ۹۹ ناروغان روغ شوي دي . د ملي بیارغونې کچه د ۵۹ سلني څخه پورته ده.
ډیلي کي د ۸۵زره ۶۶۱ قضیو څخه له ۵۶ زرو څخه ډیر روغ شوي او د بیارغونې کچه ۶۶ سلنه ثبت شوي

د کوویډ-۱۹ لپاره ۲ لکه ۱۰ زره ۲۹۲ ازموینې په تیرو ۲۴ ساعتو کې ترسره شوي. د وبا د پيل کيدو راهسي څه لپاسه ۹۰ لکه ټيسټونه شوي

دوه ترهګر د جمو او کشمیر په اننت ناګ کې د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي. په بیج بيهارا کې تروریستي موډيول ویجاړولو په ترڅ کي د لټون په عملیاتو کې دوه ترهګر وژل شوي
پاکستان یوځل بیا د بارامولا ولسوالۍ په نوګام سیکټور کې اوربند مات کړی . پاکستان د مورټارونو سره ډزو ته مخه کړه. هند د اوربند سرغړونې ته غبرګون ښودلی
د هند او چین تر منځ د کمانډرو د کچې خبرې دا مهال د لداخ په چشول کې روانې دي. دا دریم ځل دی چې په ختیځ لداخ کې د کشالي د پيل راهسي خبرې رواني دي

ان لاک -۲ له صبا څخه پيل کيږي . نور ډیر محدودیتونه له منځه اوړل کيږي . د شپې کرفیو د ماښام ۱۰ بجو څخه تر سهار ۵ بجو پورې عملي وي . نور ریل او هوایی خدمتونه په منظم ډول بيا پيل کيږي

نړیوال هوایی خدمات ، میټرو ریل ، ټولې تعلیمي ادارې ، جیمونه ، د لامبو حوضونه ، سینماګاني او سیاسي او مذهبي غونډې به د جولای تر ۳۱ مي پورې بند وي

د ۶۰۰ میګاواټو خولنګچو د اوبو بریښنا پروژې لپاره د امتیاز تړون د هند او بوتان لخوا لاسلیک شو. تمه کیږي چې دا به د دواړو هیوادونو ترمینځ د بریښنا په سکتور کې د لا ډیرو همکاریو لامل شي

د روغتيه نړيوال سازمان چين ته يو ټيم ليږي چي د کورونه وايروس د پيل او د خپريدو پته ولګوي