لومړي وزير په هیواد کې د ګرځنده ټلیفونونو د خدمتونو د پیلدو د ۲۵کلنۍ مبارکي وویله

لومړي وزیر نريندر مودي په هیواد کې د ګرځنده ټلیفونونو د خدمتونو د پیلدو د ۲۵کلنۍ مبارکي وویله. د هند د اړیکو وزارت او د هند د ګرځنده ټلیفونونو اتحادېی ددې ورځې نمانځنې لپاره یوه انلاین غونډه جوړه کړې وه. لومړي وزیر غونډې ته په خپل پیغام کې په هیواد کې د مخابراتي او ګرځنده ټلیفونونو د خدماتو په اړه د ارتباطاتو له وزارت او هم د ګرځنده ټلیفونونو له کمپنیو د مننې تر څنګ د هغوی خدمات وستایل. هغه په خپل پیغام کې ویلي دي چې که ۲۵کاله پخوا له دغې لارې وصلیدل یو امتیاز و خو اوس د پرمختګ لپاره یوه وسیله ده. په دغه پیغام کې همداراز ویل شوي دي چې ډیجیټالي پراختیا په اوسني وخت کې د بیلابیلو ټولنیزو، اقتصادي او معلوماتو د شریکولو یو ښه حرکت دی