مهم خبرونه

ولسمشر رام نات کووند د لوي اختر په مناسبت خلکو ته مبارکي وویله. ولسمشر وویل ، عید الاضحی د قربانۍ او یووالي د روحیۍ يوه نښه ده . دا مونږ ته درس راکوي چې د ښه والي لپاره یو بل سره مرسته وکړو

لومړي وزیر نریندر مودي هم د لوي اختر په مناسبت خلکو ته مبارکي وویله. لومړي وزیر په یو ټویټ کې وویل ، عید الاضحي موږ ته د یوې عادلانه ، برابري او محاصره ټولنه د جوړولو درس راکوي. ښاغلي مودي د بنګله دیش لومړي وزیري شیخ حسینه ته د لوي اختر په مناسبت مبارکي وویله

د عید الاضحی سپیڅلی جشن په هیواد کې لمانځل کیږي. د وبا له امله ، جوماتونو د ټولنیز واټن لپاره پراخ او سخت انتظامات کړي او له عبادت کونکو یې وغوښتل چې د حفظ الصحې پروتوکولونه تعقیب کړي

تر دې دمه په هند کې ۱۰ لکه ۹۴ زره ۳۷۶ کسان له کورونا وايروس څخه روغ شوي . په تیرو ۲۴ ساعتوکې ۳۶،۵۷۹ کسان روغ شوي دي. ډیلي د ۸۹،۱۸ ترټولو غوره بیا رغونې کچه لري

۵ لکه ۲۵ زره ۶۸۹ ازموینې په هیواد کې د تیرو ۲۴ ساعتو په جریان کې د کوویډ ۱۹ لپاره ترسره شوي. آندرا پردیش او تامل ناډو کي ترټولو زيات شمیره ازمویني شوي . په هند کې د مړینې کچه ۲،۱۵ سلنه ده

ان لاک – ۳ د نن ورځې څخه عملي شو .البته ځینې ایالتونه به د شپې کرفيوته دوام ورکړي . ګڼه ګونړه په جوړولو ، تعلیمي ادارو ، میټرو او په ټاکل شوې نړیوالو الوتنو به د اګست تر ۳۱مي پورې بنديز وي

پاکستان بیا د جمو او کشمیر په راجوري سیکټور کې د کنټرول کرښې په اوږدو کې اوربند مات کړ . یو هندي عسکر د پولې دواړو غاړو په ډزو کې شهيد شو. هند د پاکستان د ډزو پر وړاندې غبرګون وښود

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل چې په ختیځ لداخ کې د بیجینګ ځمکنۍ ادعاوې او په بوټان کې د چین وروستي تیري د هغه د نیت ښودنه کوي

د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزير معین محمد رستاد په وینا هندوستان د چابهار په بندر کې د عملیاتو د پیل لپاره د اړینو تجهیزاتو جوړولو او نصبولو په هڅه کې دی

چین په هانګ کانګ کې د وبا له امله سیمه ییزې ټاکنې ځنډولې دي. د چین د ملي امنیت قوانینو په اړه ، خودمختاره سیمه کې لاریونونه دوام لري