هند د هندوانو ، سکهانو او نورو لږکیو د تعقیب لپاره پاکستان تورنوي

هند د سه شنبې په ورځ پاکستان د تروریزم مرکز وباله او زیاته یې کړه چې هیڅ څوک د اسلام آباد د بشري حقونو په اړه د نه منلو وړ لیکچر د اوريدو مستحق ندي چې په پرله پسې ډول یې د هندوانو ، سکهانو او عیسویانو په ګډون قومي او مذهبي لږکیو ظلمونو ته يي مخه کړې

دلته د بشري حقونو شورا په ۴۵مه غونډه کې د پاکستان د څرګندونو په وړاندې د ځواب ویلو په ترڅ کي د هند استازي وویل چې دا د پاکستان عادت ګرځیدلی چې د جعلي داستانونو له مخې هند بدنامه کړي