مهم خبرونه

د دفاع وزیر راج ناتھ سینګ راجیا سبا ته خبر ورکړو چې د چین پيپلس لبريشن پوځ د ټولو اصولو سرغړونه کړي. هغه جرګي  ته ويل چي هند سولي ته ژمن دی خو له هرډول وضعیت سره معاملې ته بشپړ چمتووالی لري

لوک سبھا د ضروری اجناسو (ترمیم) بل ۲۰۲۰ تصویب کړ. د استعلاک کونکي شيانو مملکتي وزير ويل چي د ترمیم هدف د کرهنې سکټور بدلول او د بزګرانو عاید لوړول دي ،

مرکزي کابینې د بيهار په دربهنګا کې د آل انډیا طبي علومو انسټیټیوټ (ايمس ) تاسیسولو ته منظوري ورکړه. دا به په دغه ايالت کي دوهم ايمس وي . د اوربیتال ریل خدمات د مرکزي کابینې لخوا د هریانا ایالت لپاره منظور کړي شول

مرکزي حکومت د کارګرانو سره د مرستې لپاره ۵ زره کروړه روپۍ منظور کړي او د منريګا لاندي د مزدورانو اجوره ۲۰۲ روپيو ته لوړه کړي شوه

په افغانستان کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نوي ډیلي ته سفر وکړ. هغه د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر ایس جي شنکر سره خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو په راتلونکو ګامونو او په دوحه کې د سولې د خبرو اترو په تړاو د نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي خلیل زاد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال او د بهرنیو چارو له وزیر هرش وردن شرینګلا سره هم وکتل.

د روغتیا او د کورنۍ سوکالۍ وزیر اشوني کمار چوبي راجیه سبا ته خبر ورکړ چي د  کوویډ-۱۹  دوه واکسينونو  کلینیکي لومړي پړاو ازموینو غوره خوندیتوب ښودلې. په عین حال کې د هندوستان د درملو کنټرولر په هند کې د استانزینکا کوویډ ۱۹ واکسین لپاره د ازموينو بیا پیل کول تصویب کړي. دا قضیې تیره اونۍ وروسته له هغه ودرول شوې وي کله چې د انګلستان یو نفر نامعلومه ناروغتيا وښودله

په هند کې ۳۹ لکه ۴۲ زره ۳۶۰ کسان د کوویډ ۱۹ څخه روغ شوي . په تیرو۲۴ ساعتو کې ۸۲ زره ۹۶۱ مريظان روغ شوي . د بيا رغوني کچه ۷۸،۵۳ سلنه ده

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کوویډ-۱۹ لپاره ۱۱ لکه ۱۶ زره ۸۴۲

ازموینې اخیستل شوې وې

اسرایل د متحده عربي اماراتو او بحرين سره  د واشنګټن ډي سي په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ټرمپ په شتون کې ډیپلوماتیک تړونونه لاسلیک کړل. ولسمشر ټرمپ وویل ، تړونونه به په مینځني ختیځ کې د نوي سباون راولي

ملګرو ملتونو په خلیج هیوادونو غږ کړی چې یمن ته بشري مرستې ورسوي ، ځکه چې دا هیواد د قحطۍ د لیدو سره مخ دی. سعودي عربستان ، متحده عربي امارات او کویټ به د عربي نړۍ ترټولو بې وزله هیواد ته ۳،۴  ملیارده ډالرورکړي ، خو سږکال یې تر دې دمه هیڅ نه دي ورکړي