لومړي وزیر: د کرهنې اصلاحیه طرحه به بزګرانو ته آسانتیا برابره کړي چې خپل عواید لوړ کړي

لومړي وزیر نریندر مودي ویلي چې د کرهنې اصلاحیه طرحه به بزګرانو ته آسانتیا برابره کړي چې خپل محصولات وپلوري، له کوم سره چې به د دوی عواید لوړ شي. نوموړي دا خبرې د تاریخي کوسي اورګاډي د ستر پول د پرانستې پر مهال د ویډیوي کنفرانس له لارې پرون ملت ته کړي. لومړي وزیر ټینګار کړی چې یاد قوانین به په هېواد کې بزګران پیاوړي کړي او د دې ډاډ به ترلاسه کړي چې دوی د نوې ټیکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړې. ښاغلي مودي بزګرانو ته ډاډ ورکړ چې یادې نوې لایحې سره به په حقیقي توګه بزګران د متوسطو خلکو له ډلې وباسي او ټول خنډونه به له مخې لرې کړي. هغه ډاډ ورکړ چې د ایم ایس پي او د حکومت تدارکاتي سیسټم به لکه د پخوا په شان روان وي. لومړي وزیر تور ولګوو چې اپوزیسیون ګوندونه د کرهنې نوي اصلاح شوې لایحې په تړاو د لاریونونو په ترسره کولو سره خلکو ته پر ناسم لوري لارښوونه کوي. هغه وویل چې، بیلابیل قوتونه سره یو شوي ترڅو بزګران د نویو طرحه شویو قوانینو په هکله په وسوسه کې واچوي. هغه وویل چې د لا ډیرو انتخابونو په لاس کې لرلو سره به له دې لایحو سره بزګران اضافي قووت ترلاسه کړي