مهم خبرونه

لومړي وزیر نریندر مودي په لوک سبھا کې د دوه مهم فارمي لايحيو د تصویب هرکلی وکړي. هغه وویل چې ځینې خلک کروندګر ګمراه کوي. لومړي وزیر بزګرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی خيرخيګڼه حکومت ته خورا مهمه ده

د استعلاک چارو ، خوراکي توکو او د عامه توزیع وزیر راو صاحب پټيل دنوي  راجیه سبا ته خبر ورکړ چې د لږترلږه ملاتړ بيه ترلاسه کونکي د شولو د فصل کرونده ګرو په شمير کي ۷۰ سلنه زياتوالي راغلي

د چاپیریال ، ځنګلونو او د اقليم بدلون وزیر پرکاش جاوډیکر اعلان کړی چې د هند ۸ ساحل؛ په ګجرات کې شیوراج پور ، په دمن او ديو کې غوغله ، په کرناټکا کې کاسارکوډ او پادوبیدري ، په کیرالا کې کاپډ ، په انډرا پردیش کې روشيکانډا ، په پاری کې گولډن بیچ ، اوډیشا او په اندمان ټاپوګانو کې رادانګر ساحل د نړیوال چاپیریال کچې ( نیلي بيرغ ) تصدیق لپاره سپارښت شوي

پاکستان پرله پسې دوهمه ورځ د درنو توغندیو له لارې په پونچھ کې اوربند مات کړ. د هند پوځ هم مناسب ځواب ورکړ. پاکستاني پوځيانو یوازې په روانه میاشت کې ۳۱ ځله د اوربند د موافقې سرغړونه کړي

د ملي تحقیقاتو ادارې لخوا له القاعدې سره وفاداري لرونکي د ترهګرو يو موډيول شنډ کړي شو . له هغوي څخه وسلي  ، مهمات او چاودیدونکی مواد نیول شوی دی. د لویدځ بنګال ۳ مهاجر کارګران د کیرلا له ایرناکولم او ۶ کسان د لویدیځ بنگال د مرشيد آباد ولسوالۍ څخه نیول شوي

په تیرو ۲۴ ساعتو کې ۹۵،۸۸۰ خلک د کوویډ -۱۹ څخه روغ شوي. دا لومړي ځل دي چي په يوه ورځ کي د روغ شوي مريضانو شمير د فعاله ناروغانو څخه زيات شوي . ټول رغیدلي مريضان ۴۲ لکه ۸ زره ۴۳۱ دي. د بیا رغونې کچه اوس ۷۹،۲۸ ده

په هيواد کي ۸ لکه ۸۱ زره او ۹۱۱ ازموینې په تیرو ۲۴ ساعتو کې د کوویډ-۹ لپاره شوي

سره له دې چې په دوحه کې دافغانستان سولي خپلمنځي خبري اتري ترسره کيږي بيا هم په افغانستان کې د وسله والو بریدونه ډیر شوي .ددغه نا ارامه هیواد په شمال لویدیځ کې تاوتریخوالی ډیر شوی

تایوان خپلي جنګي الوتکې هغه مهال وارخطا والوزولي کله چې د چین هوایي ځواک الوتکو دغه ټاپو هیواد ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرکیت کراچ د سفر پرمهال ، د ټاپو په شاوخوا کې الوتنه وکړه. دې لیدنې د چین او ټاپوګانو ترمینځ انديښني ډیري کړي

اسراییل د کوویډ ۱۹ قضیو کې د زياتوالي وروسته ، دوهم لاک ډاون نافذ کړی. دوهم لاک ډاون یهودي عنعنوي رخصتیو په موسم کې راغلی