چین د احتمالي پراخه کورونا ویرس ناروغي کنټرول لپاره ګامونه ګړندي کوي

چین د احتمالي پراخه کورونا ویرس ناروغي کنټرول لپاره ګامونه ګړندي کوي. چین د پلازمینې بیجینګ په شاوخوا سیمو کې د هیبي ولایت لانګفینګ ښار کې بندیز پلی کړو. بیجینګ د ناروغی د ودی له کبله د ګاونډي ولایت لویې لارې هم وتړلې. د ګاونډ ولایت د دریو ښارونو شا او خواه ۲۲ ملیونه وګړی د سه شنبه په ورځ د نوی کورونا ویروس د خپریدو د ویری له کبله تر بندیز لاندی شول. د هیبي ولایت چارواکو د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل ، په دریو ښارونو کې پرته له اړین کار درلودلو موټرو او خلکو ته د تګ اجازه نشته 

د جنوري له دوهمی نیټی راهیسې ، هیبي د سه شنبې تر ورځې پورې د کويډ ۱۹ د ۳۲۶و پيښو راپور ورکړی. د نویو پیښو ډیری برخه د ولایت په مرکز ، شاجیاژنګ کې ثبت شوې ، کوم چې د جمعې په ورځ تړل شوی بڼه غوره کړه ترڅو د ویروس خپریدو مخه ونیسي. د وبا د بیا پیل سره سم ، د پنځو ولایتونو څخه شاوخوا ۱۰۳ د روغتیا پاملرنې متخصصین د ځايي طبي کارمندانو سره د مرستې لپاره شاجیاژنګ ته رسیدلي ، کوم چې د سه شنبې په ورځ د ښار په کچه د نیوکلیوک اسید ازمونې دوهم پړاو پیل کړ