مرکزي اسپانیا د واورې طوفان وروسته د سانټی ګریډ په کچه منفی ۲۵ درجی تودوخه ثبت کړی

په مرکزي هسپانیه کې خلک په داسې حال کې د سختی یخنی سره مخ شوی چی د اونی په ورستیو کی درنه واوره وریدلی، د مادرید په ختیځو غرونو کی  په مولینا دی اروګون او توویل کی د تودوخی کچه منفی ۲۵ ته رسیدلی، چی دا په تیرو شلو کلونو کی د هسپانیا تر ټولو سړه شپه وه 

چارواکو د ډیر عمر لرونکو وګړو ته خبرداری ورکړی چې په کور کې پاتې شي او لږترلږه اوه کسان د سړی هوا له امله مړه شوي، فیلومینا طوفان ژوره واوره یخ ته اړولی او ټرانسپورټ یې هم ګډوډ کړی دی