هند او نیپال اړیکو ، اقتصادیاتو او امنیتی موضوعګانو په ګډون د همکارۍ په یولړ ډګرونو خبری اتری وکړلی

د هند او د نیپال د ګډ کمیوسون ۶مه ناستی په ګډه  د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر او د نیپال بهرنیو چارو وزیر پرادیپ کمار ګیا والی پرون په نوی ډیلی کی مشرۍ وکړله. ګډ کمیوسون دواړو هیوادونو ترمینځه  د هر اړخیز همکارۍ د ټولو اړخونو په پراځه کتنه وکړله او عنعنوی نزدی ورسره دوستانه اړیکو نور زیات پیاوړی کولو لاری چاری ولټولی  

دواړو خواو د اړیکو، اقتصادیاتو، سوداګرۍ ، بریښنا ، تیلو او ګازو ، اوبو منابعو سیاسی او امنیتی موضوعګانو په ګډون د همکارۍ په یو لړ موضوعګانو خبری اتری وکړلی . د بهرنیو چاورو وزارت وویل چی د ګډ کمیوسون د تیر ناستی راهیسی د شوی پرمختګ  چی یولړ دوه اړخیز ابتکارونه په مخه و بیولی شی و منلی شول  

په سیمی کی د کوویډ وبا په مخه نیولو کی دواړو خواو ترمینځه نزدی همکارۍ ته پام وکړی شو . نیپال په هند کی د کووی شیلډ او کوویکسین په نامه د واکسینونو جوړولو کی بی ساری بریا په باب هند ته مبارکی ورکړله او نیپال ته د واکسینونو زر برابرولو لپاره خواست وکړو