د افغانستان په ختیځ پکتیا ولایت کې یو ځانمرګي دملي اردو مرکز ته څیرمه موټر الوزولی

 د افغانستان په ختیځ پکتیا ولایت کې یو ځانمرګي دملي اردو مرکز ته څیرمه موټر الوزولی، چه په ترڅ کي یو فوځي مړ او څو نور یي ټپیان کړي دي. دصبریو ولسوالی ولسوال ښاغلي  اکبر زدران ویلي دي چه ملي فوځ هم ورباندي په ځواب کې حمله وکړه چه دغه حملي یو ساعت دوام درلود او په ترڅ کې یي  ۴ وسلوال له منځه یوړل. ددغه حملي په ترڅ کې څو کورونه دوکانونه او مکتب زیان من شوي دي. طالبانو ددغي حملي مسولیت په غاړه اخیستی او د درني مرګ ژوبلي ادعا یي کړي ده